د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ترکيه کي د امریکايي روحاني په اړه خبرې وکړې
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پرون له خپل ترکيي سیال سره په ترکیه د زنداني امریکايي روحاني د قضيي په اړه خبرې وکړې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې مایک پومپیو او مولود چاوش اوغلو ژمنه وکړه چې د برونسن د قضيي د حل کولو او د نورو دوه اړخیزو مسلو په اړه به په خپلو کې خبرې او تماسونه جاري ساتي. د مایک پومپیو او چاوش اوغلو تر دې تیلفوني خبرو درې ورځې مخکې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ترکيي ته ګواښ کړی و چې که اندرې برونسن خوشې نه کړي نو پر انقرې به سخت بندیزونه ولګوي. ... Читать дальше...