افغانستان: پاکستان د جګړې سیاسي حل غواړي خپله همکاري دې ثابته کړي
افغان حکومت وايي، اوس چې پاکستان د افغان جګړې سیاسي حل غواړي ښه ده چې له ترورېزم سره په مبارزه او د سولې او ثبات په هڅو کې خپله همکاري ثابته کړي. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي دا خبره پرون یکشنبه وروسته له هغه ازادي راډيو ته وکړه چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په ملګرو ملتونو کې وویل چې پاکستان د افغان جګړې سیاسي حل غواړي. ښاغلي احمدي زیاته کړه: "هیله مند یو چې پاکستانیان لږ تر لږه وروسته له دې چې دې درک ته رسیدلي وي، له ترورېزم سره په مبارزه او سولې ته... Читать дальше...