Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2018

Новости за 07.11.2018

ټاکل شوې په هند کې د سبروتو کپ نړیوالې سیالۍ پيل شي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې سبا ته په هند کې د سبروتو کپ نړیوالې سیالۍ پيل شي. د افغانستان د فوټبال تر ۱۷ کلنو کم عمره لوبډله په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره هند ته رسېدلې. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې په‎دغو سیالیو کې به افغان لوبډله درې لوبې وکړي چې لومړۍ لوبه‌یې د نومبر په اتمه، دوهمه‌يې د همدې میاشتې په ۱۰مه او درېیمه‌يې په ۱۲مه نېټه ده. دغه سیالۍ د ۴۰ اسیايي هېوادونو په ګډون د نومبر په اتمه په هند کې پیلېږي.

په هرات کې د نجونو د والیبال سیالۍ د پیروزي ټيم په ګټه پای وموند

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د نجونو د والیبال سیالیو په لړ کې د پیروزي او سکندري ټيمونو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې. د بدني روزنې ریاست وايي، دغه لوبه ۳ د ۲ په وړاندې د پیروزي ټيم په ګټه پای ته ورسېده. دغه سیالۍ تېره ورځ پیل شوې چې دوه ورځې نورې به هم دوام وکړي. د کابل د نجونو لوبډله او د پیروزي، سکندري، یاران، ماندګار او هرات منتخب ټيمونه ګډون لري. دغه سیالۍ د والیبال لوبې د ودې په هدف پیل شوې دي.



کرکټ بورد د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرکټ بورډ نړیوال جام سیالیو ته د بشپړ چمتووالي لپاره د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ او ایمرجنګ اسیا جام سیالیو لپاره ابتدایي لوبډلې اعلان کړې. د غوراوي کمېټې مشر دولت خان احمدزي دغه نوم‎لړونه د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان کړل چې په‎کې د دواړو لوبډلو لپاره ۴۷ لوبغاړي شامل دي. ښاغلي احمدزي وویل، لوبډلې په بشپړ خپلواک ډول ټاکل کېږي او موږ هر څه د لوبډلې د پياوړتیا او د افغانستان نوم د ځلېدو په موخه کوو او په وینا یې، د ایمرجنګ اسیا کپ سیالیو لپاره به د لوبډلې وروستۍ ټاکنه په هندوستان کې د تمریناتو په ترڅ کې کېږي. Читать дальше...

پاکستاني خبریالان ولې له کارونو اېستل کېږي؟

Mashaalradio.com 

د بې پولو خبريالانو ټولنه او د پاکستانيو خبريالانو مرکزي اداره پي اېف يو جې واييپه پاکستان کې يوشمېر خبريالانو په دا وروستيو کې خپل روزګارونه له لاسه ورکړي دي چې د اندېښنې وړ خبره ده.



سټولټنبرګ: طالبان دې جنګ بس کړي

Mashaalradio.com 

د ناټو جنرال سیکټري ينس سټولټنبرګ کابل ته په یو ناڅاپي سفر کې پر طالبانو غږ کړی چې په افغانستان کې ۱۷ کلنه جګړه دې ختمه کړې او د سولې خبرو ته دې حاضر شي. نوموړي د نومبر پر شپږمه، یوې خبرې غونډې ته وویل، د افغانستان د مستقبل د برخې جوړېدو لپاره باید طالبان تشدد پرېږدي او د مذاکراتو لاره خپله کړي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

له طالبانو د ناټو د سرمنشي غوښتنه

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی او له ولسمشر سره‌یې په یوه خبري ناسته کې له طالبانو او یو شمېر ډلو وغوښتل چې د افغانانو وژلو ته د پای ټکی کېږدي. په دې اړه نور معلومات د تمیم اخګر په وېډیویي راپور کې کتلی شئ چې ابراهیم صافی یې وړاندې کوي.

د پکتیکا په ګیان کې ملکیانو ته د مرګ ژوبلې ادعا شوې

Pa.azadiradio.com 

په مشرانو جرګه کې د پکتیکا ولایت استازي وايي چې وړمه شپه د یاد ولایت د ګیان په ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. نن د چهارشنبې په ورځ د مشرانو جرګې غړي جمعه‌الدین ګیانوال ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ملکيان وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي. ګیانوال وايي چې ګډو ځواکونو ۱۱ ځايي اوسېدونکي له ځانه سره هم بیولي دي. ده وویل چې د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې تر څلورو پورې وسله‌وال مخالفین هم وژل شوي دي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Мелодия

Мелодия для электроскрипки в заброшенном храме





Rss.plus
Алексей Сёмин

Сергей Лёвкин: в Градостроительном комплексе открыли набор на целевое обучение




OMV подает жалобу на решение российского суда по спору с Газпромом

«Московская техническая школа» повышает эффективность столичных предприятий

Telegram-канал «Хуже и не скажешь»: Земфира приехала в Москву на прием к стоматологу

Все в Сад! Сад Будущего и китайский парк Хуамин




د سولې شورا: مسکو ناسته کې به طالبان د سولې مذاکراتو ته وهڅوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د مسکو په ناسته کې به هڅه وکړي چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته وهڅوي. د سولې عالي شورا مرستیال او د مسکو په ناسته کې د ګډون کوونکي پلاوي مشر حاجي عزیزالله دین محمد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی به د مسکو د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د سولې د روان بهیر او اهمیت په اړه هم معلومات ورکړي. نوموړی وايي: "زموږ اجنډا او لویه خبره دا ده چې د دې لپاره زمینه برابره شي چې په افغانستان کې وینې تویېدل بند شي او امن راشي. د دې کار لپاره... Читать дальше...

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک استعفا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک له خپلې دندې استعفا وکړه. د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې د سولې عالي شورا د دارالانشا مشر اکرم خپلواک نن سهار د کابینې په غونډه کې ولسمشر ته خپله استعفا وړاندې او د ولسمشر غني له لوري منظور شوه. تر دې دمه د ښاغلي خپلواک د استعفا لامل څرګند شوی نه‌دی، خو تر دې وړاندې هم مهمو حکومتي چارواکو د بېلابېلو عواملو له امله استعفاوې وکړې.

د هند په نړیوال نندارتون کې د افغانستان یو شمېر توکي ایښودل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت وايي، د هند په نړیوال نندارتون کې د افغانستان یو شمېر توکي نندارې ته ایښودل شوي دي. د دغه وزارت د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې یاد نندارتون د نومبر په ۵مه پیل شوی او د همدې میاشتې تر ۱۰مې نېټې به دوام وکړي. په دغه نندارتون کې د افغانستان قالینې، زعفران، تازه او وچې مېوې په ځانګړي ډول جلغوزي، قیمتي ډبرې او لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوي دي. دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د اقتصادي ودې او د افغاني تولیداتو لپاره د بازار موندنې په خاطر په ممبی ښار کې یو نندارتون جوړ شوی وو.

حافظي: د چابهار په اړه د امریکا پرېکړه د افغانانو په ګټه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې چارواکي د امریکا له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې ویلي يې دي، د چابهار بندر په ایران د بندیزونو نه مستثنا ده. د دغه خونې د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي نن ازادي راډيو ته وویل چې دا اقدام پر ځای او د افغانانو په ګټه دی. د امریکا د بهرنو چارو وزیر مایک پامپیو دغه اعلان په داسې وخت کې کړی دی چې په ایران د امریکا بندیزونه پلي شوي دي. د چابهار بندر نه د افغانستان پورې د اورګاډي لیکه غځول به هم د بندیزونو نه مستثنا وي چې افغانستان ته پرې د خوراکي موادو او درملو لېږد ترسره کېږي.

د غزني چارواکي: ۳ سیمه‌ییز پولیس د طالبانو په برید کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني سیمه‌ییزو چارواکو تأیید کړه چې درې سیمه‌ییز پولیس د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند عارف نوري نن ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د جاغوري په پشیو سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي. نوري تأیید کړه چې د سیمه‌ییزو پولیسو د قوماندان باشي حبیب په شمول پنځه نور ټپیان شوي هم دي. د غزني د والي ویاند دا هم وویل چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او هم هوايي مرسته ورسره کېږي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې وسله‌والو یې ۹ پوستې نیولي او تر ۲۵ زیات سرتېري یې وژلي دي.



Москва

ГПМ Радио: победа на июньском конкурсе ФКК


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

TheGirl Russia подвели итоги конкурса-премии «Будь theGirl!»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Детская зона «ЯРКО» – на Летней Спартакиаде «Газпром-Медиа Холдинга»

В Димитровграде проводят чемпионат России по парусному спорту в классе «микро»

Новичок ярославского «Локомотива» сыграет в гала-матче в Москве


Уимблдон

Елена Рыбакина впервые в 2024 году сыграла на Уимблдоне



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Елена Волкова

Состоялась церемония вручения премии Men Today Trends



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России