Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Декабрь
2018

Новости за 05.12.2018

په پروان کې د شیدو د جمع کولو دوه مرکزونه جوړ شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي چې په پروان ولایت کې د شیدو د جمع کولو دوه مرکزونه جوړ کړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې یاد دوه مرکزنه د جبل سراج او بګرام په ولسوالیو کې جوړ شوي دي. نوموړي وايي چې دغه دوه مرکزونه د شاوخوا پنځه زره لیتره شیدو د جمع کولو ظرفیت لري او لابراتوارونه هم ورته جوړ شوي دي. ښاغلي رستمي وايي چې د شیدو د جمع کولو دغه مرکزونه د شپږ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د «IFAD» په مالي لګښت جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

افغانستان: توليدات مو د اروپا په یوه لوی نندارتون کې ښه وځلېدل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع وزارت وايي چې د دغه هېواد توليدات د اروپا په یوه لوی نندارتون کې ښه وځلېدل. د سوداګرۍ او صنایع وزارت د معلوماتو له مخې د افغان تولیداتو نېږدې ۲۱ شرکتونو د اروپا د لارتي جېیانو په نندراتون کې چې د ایټالیا په میلان ښار کې جوړ شوی نندارې ته ايښي دي. دغه نندراتون د روانې ډیسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه پیل شوی او د همدې میاشتې تر نهمې به دوام وکړي. قالینې، قیمتي ډبرې، لاسې صنایع او زعفران هغه افغاني توليدي توکي دي چې دغلته نندارې ته ايښودل شوي او د لیدونکو د هرکلي وړ ګرځيدلي دي. Читать дальше...



د ایران ولسمشر یو ځل بیا د هُرمز تنګي د بندولو خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني یو ځل بیا د هُرمز تنګي د بندولو خبرداری ورکړی دی. له دې تنګي څخه د نړۍ تقریباً درېیمه برخه هغه تیل تیرېږي چې د سمندر له لارې انتقالېږي. د ایران دولتي ټلوېزېون د سې شنبې په ورځ د ولسمشر حسن روحاني له قوله وویل، که کومه ورځ امریکا پریکړه وکړه چې د ایران د تیلو د صادارتو مخه ونیسي، له فارس خلیج څخه به هېڅ تیل صادر نه‎شي. حسن روحاني همدارنګه ژمنه کړې چې د امریکا متحده ایالات به د ایران د خامو تیلو د صادراتو مخه ونه نیسي. هغه مهال چې ولسمشر ټرمپ د ایران او د نړۍ د پیاوړو... Читать дальше...

د ونزوئلا ولسمشر خپل روسي سیال سره د خبرو لپاره مسکو ته رسیدلی

Pa.azadiradio.com 

د ونزوئلا ولسمشر نیکولاس ماډورو د لاتینې امریکا په‎دې هېواد د پراخېدونکي اقتصادي بحران په ترڅ، د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خبرو لپاره مسکو ته رسیدلی دی. کرملین ویلي چې دواړه ولسمشران به د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې په خپله لیدنه کې له ونزوئلا سره په مالي مرسته بحث وکړي. د ولسمشر پوتین یو همکار یوري یوشاکوف خبریالانو ته ویلي، دواړه مشران به د تیلو او ګازو د پراختیا په برخه کې هم په همکارۍ خبرې وکړي.  یوشاکوف زیاته کړې، مسکو به همدارنګه په ونزوئلا کې د ډیالوګ ملاتړ وکړي. د نوموړې په وینا... Читать дальше...

امریکا د یوه تړون د عملي کېدو لپاره روسیې ته وخت ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالات وايي، که روسیه په دوو میاشتو کې د سړې جګړې د مهال اټمې تړون عملي کېدو ته ستنه نه‎شي، دوی به هم خپل ټول هغه تعهدات وځنډوي چې د دې تړون له مخې ورته ژمن دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو دا اعلان د سې شنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د تړون د غړیو هېوادونو په غونډه کې وکړ. په‎دې غونډه کې د ناټو متحدانو د امریکا د دې تورونو کلک ملاتړ وکړ چې وايي، روسیې د۱۹۸۷میلادي کال د اټمي وسلو له تړونه سرغړاوی کړی.  د منځني واټن د اټمي وسلو تړون روسیه او امریکا دواړه د داسې کروز،... Читать дальше...



ناټو نن چهارشنبه په بروکسل کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت غږېږي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ د ماموریت د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران نن چهارشنبه په بروکسل کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت او په‎دې هېواد کې د سولې په روانو هڅو بحث کوي. په بروکسل کې د ازادي راډیو خبریال وايي، ټاکل شوې چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ به یو افغان پلاوی هم په‎دې غونډه کې برخه واخلي. همدارنګه په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر به هم د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو په‎دې غونډه کې ګډون ولري. دا مهال د ناټو... Читать дальше...

زلمي خلیل‎زاد په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره کتلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‎زاد پرون سې شنبهپه اسلام‎اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په شمول له پاکستاني چارواکو سره کتلي دي. د ښاغلي خلیل‌زاد د دې لیدنو په اړه ډېر جزئیات نه‎دي خپاره شوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې شاه محمود قریشي، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازي ته ډاډ ورکړ چې دوی به په افغانستان کې د خبرو اترو له لارې یو جوړ جاړي ته د رسېدو کلک ملاتړ وکړي. بل‌خوا د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور... Читать дальше...

جنرال کینیټ مکینزې: د افغانستان جګړه په ټپه ولاړ حالت کې ده

Pa.azadiradio.com 

په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د قوماندانۍ لپاره نومول شوی امریکايي جنرال کینیټ مکینزې وايي، د افغانستان جګړه په ټپه ولاړ حالت کې ده او په‌دې هېواد کې د افغانستان ځواکونو زیاته مرګ ژوبله د زغم وړ نه‎ده. جنرال مکینزې دا څرګندونې د امریکا د سنا د وسله‌والو خدمتونو په کمېټه کې وکړې او سناتورانو ته‌یې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د چټک ایستلو او یا د ستراتیژۍ بدلولو په اړه خبرداری ورکړ.  نوموړي وویل: "که موږ اوس په چټکۍ له افغانستانه ووځو، زه باور نه‎لرم چې افغان ځواکونه به په یوازې ځان د خپل... Читать дальше...

د اوکراین امنیتي ادارې یوه ډېره لویه سایبري حمله دفع کړې

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین امنیتي ادارې وايي چې یوه ډېره لویه سایبري حمله یې دفع کړې. اوکراین ویلي، روسیه د دې کار تر شا لاس لري. د دې حملې هدف د اوکراین قضایي سیسټم بلل شوی. د اوکراین امنیتي ادارې په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړی ویلي چې هک‎کرانو غوښتل د قضایه قوې سیسټم هدف وګرځوي. د اوکراین امنیتي اداره چې «اېس.بي.یو» ورته وایي چې د سایبري حملې او هک‎کولو دا برید ډېر لوی و. دوی په‎دې اړه نور جزئیات نه‎دي وړاندې کړي. روسي چارواکو سمدستي د دې تورونو په اړه څه نه‎دي ویلي. د روسیې او اوکراین تر منځ کړکېچونه... Читать дальше...

د سعودي پادشا سلمان بن عبدالعزیز د قطر امیر ته بلنه ورکړې

Pa.azadiradio.com 

د سعودي پادشا سلمان بن عبدالعزیز د قطر امیر ته بلنه ورکړې چې په ریاض کې د خلیج هېوادونو د همکارۍ شورا په سرمشریزه کې برخه واخلي. د قطر دولتي اژانس رپوټ ورکړی چې د قطر امیر تمیم بن حماد التهاني ته بلنه رسیدلې. تر اوسه معلومه نه‎ده چې امیر تمیم به دا یکشنبه په ریاض کې د خلیج د همکارۍ شورا په سرمشریزه کې برخه واخلي که څنګه؟ د دې شورا د تېر کال غونډه په قطر کې وه چېرته چې یوازې د کویټ او قطر مشران ورغلي و او د سعودي د بلاک ملاتړي هېوادونه یو هم نه و ورغلي. د خلیج د همکارۍ شورا هېوادونه قطر، متحده... Читать дальше...



Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Дима Билан

Билан заявил, что согласен стать отцом ребенка от Лолиты Милявской




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Военно-спортивный фестиваль Росгвардии в «Лужниках» собрал более 20 000 москвичей и гостей столицы

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Кирилл Скачков

Кирилл Скачков из Новокузнецка стал победителем Игр стран БРИКС-2024



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России