شهباز شریف زندان ته واستول شو
د ډېسېمبر پر شپږمه، په لاهور کې احتساب عدالت په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف د کوټ لکپت زندان ته د استولو امر وکړ.
د ډېسېمبر پر شپږمه، په لاهور کې احتساب عدالت په قامي اسمبلۍ کې د اپوزیشن مشر شهباز شریف د کوټ لکپت زندان ته د استولو امر وکړ.
تامس رایټرز فاونډېشن خبري ادارې خپل یو رپورټ کې ویلي چې پر ښځو تشدد په ټوله نړۍ کې پاکستان په شپږم نمبر دی او د تجزیه کارانو په وینا چې په پاکستان کې له دې نه هم پر ښځو تشدد زیاتې پېښې کېږي خو هغه نه نشرېږي.
که له یوېخوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له مختلفو اړخونو سره...
د ایران د دولتي ټلوېزیون په حواله نن پنجنشنبه د هغه هېواد په چابهار ښار کې چاودنه شوې ده. په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او زیات شمېر زخمیان شوي دي. د زخمیانو دقیق شمېر لا نه دی څرګند شوی. رپوټونه وايي چې چاودنه د پولیسو یوه مرکز ته نېږدې شوې ده. د ایران دولتي خبري اژانس، اېرنا د ناڅرګندو سرچینو په حواله ویلي چې ډېر امکان لري چې دا یوه انتحاري حمله وه او هدف یې غالباً، د پولیسو مرکز و. اېرنا ویلي چې د پېښې ځای ته نېږدې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د حملې مسوولیت چا نه دی اخېستی. چابهار... Читать дальше...
د نړۍ په یو شمېر زیاتو هېوادونو کې د کم عمره نجونو ودول یوه جدي ستونزه ده.
د نړۍ په یو شمېر زیاتو هېوادونو کې د کم عمره نجونو ودول یوه جدي ستونزه ده.
د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، افغان ځوانان د جګړې اصلي قربانیان دي او باید د سولې په مسئله کې زیات نقش ولري.
په افغانستان کې د بریتانیا سفیر چې د ناټو نوی ملکي استازی هم ټاکل شوی هیله څرګندوي چې د افغانستان د سولې خبرې ژر نتیجه ورکړي.
په افغانستان کې د بریتانیا سفیر چې د ناټو نوی ملکي استازی هم ټاکل شوی هیله څرګندوي چې د افغانستان د سولې خبرې ژر نتیجه ورکړي.
د افغانستان د اسلامي او جهادي ارزښتونو د ساتلو شورا پهدغه هېواد کې د دیني عالمانو وژنه غندي او وايي چې په افغانستان کې روانه جګړه هېڅ دیني او مذهبي اړخ نه لري.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت د هېواد په جنوب کې د هلمند لپاره د طالبانو د والي ملا عبدالمنان مړینه په دې ولایت کې د نشه يي...
د ناټو سرمنشي وایي، تر هغو چې په افغانستان کې د سولې یوه موافقه ترلاسه کېږي، ښایي پهدې هېواد کې ناامني لا زیاته شي. ینس سټولټنبرګ د افغانستان امنیتي وضعیت ته دغه اندیښنه پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې په یوه خبري کنفرانس کې څرګنده کړه. نوموړي وویل: "اوس چې موږ په ریښتني ډول د سولې د پروسې د مخ ته وړلو هڅه کوو، په نورو جګړو کې مو لیدلي چې ځیني وختونه شخړې زیاتې شوي او هغه هم ځکه چې بېلابېل لوري هڅه کوي چې د امکان ترحده په یوه ښه دریځ د خبرو اترو د مېز تر شا کښیني. ښایي وضعیت په افغانستان... Читать дальше...
په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو چارو وزارت لهخوا د ماشومانو د ساتنې او له دوی څخه د ملاتړ لومړنی مرکز پرانېستل شو.
په غور کې د زعفرانو حاصلات د تېرکال په پرتله ۸۵ سلنه زیات شوي دي. د دغه ولایت د کرنې رئیس عبدالتواب تایب نن ازادي راډیو ته وویل چې سږکال پهدغه ولایت کې ۱۹ کیلوګرامه زعفران تولید شوي دي په داسې حال کې چې تېرکال ۸ کیلو ګرامه وو. د نوموړي په خبره، په غور کې د زعفرانو کښت له ۱۳۹۲کال راهیسې د کرنې وزارت له خوا ترویج شوی، خو سږ کال د پام وړ زیاتوالی ښيې. ښاغلی تایب وايي، زعفران اوس د دغه ولایت په ساغر، تولک، تیوره او فیروز کوه کې کرل کېږي. د غور ولایت د کرنې ریاست وايي چې د دې بوټې د کر په زیاتېدو... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د هېواد په ۱۳ صنعتي پارکونو کې پر پانګهوالو د ځمکو د ویش خبر ورکوي. د دغه وزارت په رسمي وېبپاڼه کې په دې اړه راغلي چې د یاد وزارت د خصوصي سکتور او صنایعو معین ویلي چې د صنعتي پارکونو د پالیسۍ له مخې دوی هغو صنعت کارانو پانګهوالو ته چې په هېواد کې پانګونه غواړي د ځمکو د ویش مسوولیت لري. په خبر کې راغلي نوموړي دغه شان ویلي چې د ۱۱ ولایتونو په ۱۳ صنعتي کې ځمکې ویش ته تیارې دي او هغه کسان چې لېوال وي خپل غوښتنلیکونه دي، د څلور ګونو خونو او دغه شان د صنایعو... Читать дальше...
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې رأیې باطلې اعلان کړې.
د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي په کندهار، زابل او ارزګان کې د وروستیو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د دې قول اردو ویاند جګړن یحي علوي وویل، د کندهار په خاکرېز، د زابل په شاجوۍ او د ارزګان په خاص ارزګان کې د ملي اردو د ځواکونو په ترسره شوېو عملیاتو کې اته وسله وال وژل شوي او دولس نور ټپیان دي. په وژل شوېو او ټپیانو کې د وسله والو یو شمېر قوماندانان هم شامل دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
د روسیې دفاع وزارت د پرمختللو تهاجمي سیستمونو په سلسله کې چې کریملن یې د پراختیا او تولید ژمنه کړې، د لایزري وسلو یو نوی سیستم په ډاګه کړ. په هغه ویډیو کې چې دې وزارت پرون په خپله وېبپاڼه کې ایښې د پیریسویټ «Peresvet» په نوم نوی سیسټم له هنګره راوځي او نندارې ته وړاندې کېږي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېر مارچ میاشت کې ملت ته په وینا کې د یو شمېر پرمختللو وسلو تصویرونه وښودل چې د ده په وینا د روسیې پوځ پراختیا ورکوي. په دغو لایزري سیسټمونو کې تر اوبو لاندې د اټمي ډرون او د اټمي کروز میزائیلو سیسټمونه هم شامل دي. Читать дальше...
د امریکایي جمهوري غوښتونکو او ډموکراتو سناتورانو یوې ډلې یو پریکړه لیک وړاندې کړی چې د سعوي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي په وژلو کې په لاس لرلو تورنوي. دغه پریکړه لیک چې سمبولیکه بڼه لري پرون وروسته له هغې وړاندې شو چې یو شمېر سناتورانو د خاشقجي د وژلو د پېښې په وړاندې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې د چلند په اړه په ښکاره خپله نارضایي څرګنده کړه. خاشقجي چې په امریکا کې اوسېده او واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره همکار و، څه باندې دوه میاشتې مخکې د اکتوبر په دوهمه په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې ووژل شو. Читать дальше...
د امریکا د پخواني ولسمشر مشرجورج بوش مړی به د تکزاس ایالت په هغې هدیرې کې خاورو ته وسپارل شي چې د ده مېرمن او یوه لور چې پنځوس کاله مخکې مړه شوې وه، ښخ شوي دي. د واشنګټن« DC» په لویه کلیسا کې د جنازې له دولتي مراسمو وروسته د هغه تابوت چې د امریکا پر بېرغ پوښل شوی و، هاسټون ښار ته ولېږدول شو. بوش اووه ورځې مخکې د نوومبر په دېرشمه په همدې ښار کې د ۹۴ کلنۍ په عمر مړ شو. د بوش مړی به په تکزاس کې د هغه په جمهوري کتابتون کې د خپلې مېرمنې باربارا او د خپلې لور رابین ترڅنګ ښخ شي. باربارا د روان کال... Читать дальше...
د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو اړیکو کمېسیونونو وايي، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره لازمه همکاري...
د افغانستان د ملي شورا د دواړو مجلسونو د نړیوالو اړیکو کمېسیونونو وايي، پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره لازمه همکاري...
د ازادي راډیو د «کورکلي» اوونیزه خپرونه کې پهدې موضوع بحث کوو چې:
د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غزني ولايت کې وروستيو پوځي عملياتو د دولت د مخالفو وسلهوالو تحرکات کم کړي دي. تردې مخکې د افغانستان پوځي چارواکو په غزني کې د پاکستاني اتباعو په ګډون د لسګونو وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړى و. د افغانستان د دفاع وزارت وياند غفور احمد جاوېد تېره شپه ازادي راډيو ته وويل: "دغه بريدونه ډېر موثر تمام شوي دي. له يوې خوا زموږ د امنيتي او دفاعي ځواکونو د تلفاتو مخنيوى شوى، له بلېخوا د دوى د روزنې مرکزونه او ډيپوګانې هم په نښه شوي چې د امن په راوستلو کې مهم رول لري."... Читать дальше...
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، هڅې روانې دي، داخلي بېځايه شوېو او راستنېدونکو افغانانو د سرپناه امکانات برابر شي. سيد حسين عالمي بلخي پرون ازادي راډيو ته وويل، د ځينو ادارو په مرسته راستنو شوېو او بېځايه شوېو ته مسلکونه هم ورښوول کېږي. نوموړی وايي: "موږ هڅه کوو دوى ته د سرپناه او کار زمينه برابره کړو. د کار او ټولنيزو چارو وزارت دوى ته د افغانستان د کار د شرايطو پر اساس روزنه ورکوي. په هغو کسانو کې چې روزل کېږي په سلو کې ٤٠ يې کډوال او راستانه شوي دي." ښاغلى بلخي وايي، حکومت دغو... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости