ناټو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه وښوده
د ناټو يوه چارواکي د افغان امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه وښوده. د ناټو لوى ملکي استازي کارنليوس زيمرمن «Cornelius Zimmermann» په بروکسل کې د ازادي راډيو له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل: "موږ ټول د مرګ ژوبلې د شمېر زياتېدو له کبله خواشيني او اندېښمن يو. د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت پوځي مشر جنرال سکاټ مېلر هم دا موضوع مطرح کړې ده. موږ په پام کې لرو، خپل د روزنې او سلا مشورې همکاري نوره هم اغېزناکه کړو." د افغانستان دفاع وزارت تېره مياشت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره د يوې ستراتيژۍ د جوړولو خبر ورکړ. Читать дальше...