د ترکیې ولسمشر د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د ورتګ بلنه ورکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د ورتګ بلنه...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د ورتګ بلنه...
د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون وايي، د وسلهوالو مخالفینو د تېرې ورځې په شان ډلهییزې ...
د افغانستان د عامه روغتیا وزارت تایید کړه چې د کابل د پروني برید د قربانیانو شمیر ۴۳ تنو ته ورسید. د دې پیښې د ټپيانو شمیر ۲۵ تنه ګڼل شوی دی. وسله والو پرون ماسپښین لومړي مکروریانو ته نژدې د شهیدانو او معلولینو د وزارت پر معینیت حمله وکړه. تر دې دمه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
د کابل په بريد کې د وژل شوو شمېر ۴۳ ته رسېدلی دی. په دې ويډيو کې تاسي هغه پوليس وينئ چې يوې مور ته دلاسه ورکوي. دغه مور په خپل زوی پسې ګرځي او ژاړي. يو زخمي کس وايي قيامت پرې تېر شو. ويډي،: رويټرز راپور او ایډيټ: بشير ګواښ
دواړو چارواکو د چين او پاکستان پر اړيکو سربېره د سيمه ييزې همکارۍ زياتولو او همداراز د افغانستان د روغې جوړې په تړاو پر پېل شويو نويو هڅو خبرې کړې دي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وایي، په انتخاباتو او د سولې لپاره د ښځو ملي اجماع کې د ښځو ۳۰ سلنه ونډه د دغه وزارت د پنځه کلن پلان برخه ده.
په بلوچستان کې د روغتیا چارواکو ویلي دي چې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې تر ۳۰ زره زیات ماشومان د خوراک له کمي سره مخامخ دي. دوی سپارښتنه کوي چې حکومت دې د دغه ستونزې د هوارولو لپاره په بېړنۍ توګه ځانګړي ګامونه پورته کړي. نور حال له کوټې د مشال راډیو خبریال ايوب ترين په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د ایران د چابهار بندر د ټولو عملیاتي چارو مسؤلیت رسماً د هند یوه دولتي شرکت ته سپارل شوی دی. دا بندر چې تېر کال د ولسمشر اشرف غني او د ایران او هند د مشرانو لهخوا رسماً پرانیستل شو، تر ډېره هند رغولی دی. تمه ده چې چابهار به افغانستان ته د وارداتو په اصلي بندر بدل شي او هند به هم خپل تولیدات د پاکستان پر ځای د دې بندر له لارې منځنۍ اسیا ته صادر کړي. د مالونو د بارولو او تشولو او مارکېټېنګ په ګډون د دې بندر ټولې چارې، په تهران کې د افغانستان، هند او ایران د استازو له غونډې وروسته د «IPGL» په نوم د هند دولتي شرکت ته وسپارل شوې. Читать дальше...
د پکتیا ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، پهدغه ولایت کې د موجوده ستونزو له امله، سوداګرې ښځې لازم پرمختګ نهلري. د دغه خونې رئیس نصیر عالمیار نن ازادي راډیو ته وویل چې ښځې تر ډېره په دغه ولایت کې د خوراکي توکو د تولید، خامک ګڼدنې، څرمن ګنډنې او کرنیزو چارو کې په فعالیت بوختې دي، خو په خبرهیې د دوی د محصولاتو خرڅلاو ته تر اوسه لازم بازار نهدی جوړ شوی. ښاغلی عالمیار وايي، مخکې له دې یې په څو ځلې د پکتیا د سوداګرو ښځو ستونزې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړي، خو ژمنه شوې چې د هواري لپاره بهیې اقدام کېږي. Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، په کلني ډول په دغه هېواد کې ۱۰ زره ټنه کبان تولیدېږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې له دغه تولید سره سره دا شمېر د خلکو اړتیاوو ته په پام سره کم دی. د ښاغلي رستمي په وینا، اوسمهال په افغانستان کې ۲۰۰۰ د کبانو فارمونه موجود دي چې ډېری یې په کندهار، هلمند، ارزګان، ننګرهار، لغمان، بلخ او نیمروز ولایتونو کې دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې د کابل د قرغې فارم د کبانو یوازنی تکثیري فارم دی، خو په پام کې ده چې تر راتلونکو... Читать дальше...
په شمال کې شاهین قول اردو وايي چې په فاریاب ولایت کې په دوو پوځي عملیاتو کې ۱۰ تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي. ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ۶ تنه وسلهوال پرون ماسپښین د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې له افغان کمانډو ځواکونو سره په نښته کې مړه او اووه نور سخت ټپیان شول. خبرپاڼه زیاتوي چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې هم په هوايي حملو کې څلور تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي. وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یووالي په نوم پیل شوې ۱۸ ورځنۍ سیالۍ د روښان ټيم په بریا تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېدې.
د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د پرمختللو هېوادونو له خلکو غوښتي دي چې ساده او له مادیاتو لېرې ژوند غوره کړي. پاپ فرانسس پرون دوشنبه په واتیکان کې د عیسیویانو د مذهبي جشن کرسمس په مناسبت په وینا کې د شتمنو او بېوزلو ترمنځ واټن هم وغانده. هغه وویل، راځئ له ځانه وپوښتو چې ایا د ژوند لپاره دومره دنیايي شیانو او پېچلو نسخو ته اړتیا لرو؟ ټاکل شوې چې پاپ به نن سې شنبه د ډسمبر په ۲۵مه نېټه د سینت پیټرز کلیسا له بالکان څخه د کرسمس جشن په مناسبت خپله اصلي وینا واوروي. پاپ فرانسس بېوزلو... Читать дальше...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، د سولې او نورو مسایلو په اړه یې له افغان چارواکو سره په کابل کې پرونۍ خبرې ګټورې وې. شاه محمود قریشي پرون په کابل کې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني او ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې. قریشي وروسته پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د افغان حکومت له مشرانو سره یې خبرې مثبتې وې. هغه همدا راز لیکلي دي چې د افغانستان د سولې پروسه پر مثبت لوري روانه ده. د کابل سفر سیمې ته د ښاغلی قریشي د سفر لومړی ګام و. Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل امریکايي سیال ډونالډ ټرمپ ته په را روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې ترکیې ته د سفر بلنه ورکړې ده. د سپینې ماڼۍ یوه ویاند پرون وویل، که څه هم ترکیې ته د ټرمپ د سفر ځانګړی پلان نهدی جوړ شوی، خو ولسمشر په راتلونکي کې له ترکیې چارواکو سره خبرو ته چمتو دی. له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ له اعلان وروسته د سوریې کړکېچ، په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي قتل او ترکیې ته په امریکا کې د دېره ترک دیني عالم... Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې د موضوع په اړه لیکلي دي.
په جوزجان کې چارواکي وايي، دوو افغان سرتېرو خپل دوه مورچل شریکي وژلي او له طالبانو سره یو ځای شوي. د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کمال الدین یاور ازادي راډیو ته وویل، دې سرتېرو چې د فیضاباد ولسوالۍ کې د شبرغان-مزارشریف د لویې لارې په یو پوسته کې یې دنده ترسره کوله، د دوشنبې په سهار خپل دوه همکاران وژلي، د یو هاموی ټانک په شمول یې د پوستې ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او طالبانو سره یوځای شوي دي. د ښاغلي یاور په وینا د ګورجک کلي پهدې پوسته کې د عامه نظم د کنډک پنځه سرتیري مؤظف وو. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یا «UNHCR» وايي، په ټول افغانستان کې له اړو خلکو سره د نغدي مرستو په بهیر کې یې تر اوسه له اته پنځوس زره کسانو سره مرسته کړې ده. د ملګرو ملتونو دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ غواړي چې یو سلو پنځوس زرو راستنو شویو، کورنیو بې ځایه شوېو او نورو اړو کسانو سره دا ژمنۍ مرسته وکړي. په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د یو چارواکي فتحیه عبدالله له خولې ویل شوي: "پهداسې حال کې... Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي ویاند وحید مجروح وايي، په کابل کې پر حکومتي ودانیو د وسلهوالو په ډلهییز برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه ټپیان دي. د کابل د امنیتي چارواکو په وینا له اته ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماسخوتن دا ډلهییز برید پای ته ورسېد. د کابل د پولیسو ځینو سرچینو ویلي، له برید وروسته ماتو ګوډو کې د مړو او ټپیانو لټون لا هم روان دی او د دې وېره شته چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې زیات شي. د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال مراد علي مراد تېره شپه ازادي... Читать дальше...
د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز وايي، په افغانستان کې یې د هېواد پوځي ماموریت هماسې چې پلان شوی دوام کوي.
د امریکا یو پوځي پلاوی پهدې اوونۍ کې ترکیې ته ځي، څو هلته له چارواکو سره له سوریي د امریکايي ځواکونو د وتلو...
راپورونه وايي چې د ایران یو ځواکمن ملا او د دې هېواد پخوانی قاضيالقضات ایتالله محمد هاشمي شاهرودي له اوږدې ناروغۍ وروسته په تهران کې مړ شوی. اویا کلن شاهرودي په جرمنې کې تر درملنې لاندې و، خو وروسته له هغې تهران ته ستون شو چې یو شمېر فعالانو له جرمني څارنوالانو وغوښتل چې د نوموړي لهخوا د تأیید شوي اعدام سزاګانو په اړه دې څیړنې وکړي. دې فعالانو په ایران کې شوي اعدامونه د بشر ضد جنایت بللي و. محمد هاشمي شاهرودي د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي نژدې متحد و او د نوموړي د احتمالي ځای ناستې په توګه یادېده. Читать дальше...
په اندونیزیا کې د وروستۍ سونامي له کبله د مړو شمېر ۳۷۳ کسانو ته رسیدلی دی. د دې هېواد د طبیعي افاتو ملي اداره وايي، تر ۱۴۰۰ زیات کسان په دې سونامي کې ټپیان شوي دي. د شنبې په ورځ د سونامي څپو د دې هېواد د سوماترا او جاوا ټاپوګان وځپل. د ژغورنې کارکوونکي لاهم په ځپل شویو سیمو کې د ژوندیو پاتې شوېو کسانو لټون کوي. تردې مخکې د اندونیزیا د طبیعي افاتو د ملي ادارې ویاند ویلي و: "دوی شک لري چې یو شمېر قربانیان لا هم د هغو ماتو ګوډو لاندې پاتې دي چې د سونامي څپو له ځانه سره وړي دي." د اندونيزيا... Читать дальше...
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د یووالي په نوم پیل شوې ۱۸ ورځنۍ سیالۍ د روښان ټيم په بریا تېره ورځ ناوخته پای ته ...
د کندز ولایت ګڼ شمېر فعاله ځوانان د سولې له روانو خبرو اترو هرکلی او ملاټر کوي او زیاتوي چې اسلام په اسلامي ټولنه کې سوله او ارامښت اړین بولي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости