واشنګټن: شمالي کوریا دې د اُټو وارمبیر کورنۍ ته تاوان ورکړي
په واشنګټن ډي سي کې د امریکا یوې محکمې شمالي کوریا ته حکم کړی چې د اُټو وارمبیر «Otto Warmbier» په نوم د هغه زدهکونکي کورنۍ ته پنځه سوه او یو میلیون ډالر تاوان ورکړي، څوک چې په شمالي کوریا کې له زندانه تر خوشې کېدو لږ وروسته مړ شو. راپورونه وايي چې د ډسمبر په ۲۴مه نېټه د امریکايي محکمې دا پریکړه تر ډېره سمبولیکه ده، ځکه داسې کوم مکانیزم نهشته چې پیونګ یانګ د دې تاوان ورکولو ته اړ کړي، خو څارونکي وايي، د محکمې دا پریکړه به د ولسمشر ټرمپ هغه هڅې نورې هم پیچلې کړي چې غواړي د امریکا او شمالي کوریا ترمنځ اړیکې بهتره شي. Читать дальше...