ايران وايي، د طالبانو يوه پلاوي سره یې په تهران کې کتلي
ايران وايي، د طالبانو يوه هيئت په تهران کې افغانستان ته د سولې پر راوستلو او د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې کړي دي.
ايران وايي، د طالبانو يوه هيئت په تهران کې افغانستان ته د سولې پر راوستلو او د ١٧ کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې کړي دي.
په ۲۰۱۸ز کال کې پر ښځو او نجونو د تشدد تر ټولو لویه پېښه د جنورۍ په میاشت کې د پنجاب د قصور سیمې پر زېنب انصاري د جنسي تېري او د هغې د وژل کېدو وه.
د ۱۳۹۸ لمریزکال لپاره د افغانستان ملي بودجه چې شمېر يې څه باندې ۳۹۹ میلیارده افغانیو ته رسېږي د افغانستان د ولسي جرګې له لوري تصویب شوه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون هغه راپور ردوي چې د افغانستان د کورنيو چارو...
په افغانستان کې د بریتانیا سفیر نیکولاس کي وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات او سوله مهم دي او دواړه دې یو ځای په چټکۍ سره پر مخ یوړل شي. ویډیو: لیمه هادی او ابراهیم صافی ایډیټ: تمیم اخګر
په بنګلادېش کې د پارلېمان ۳۰۰ څوکۍ دي چې پر یوې یې د تاوتریخوالي او پر بلې یې د نوماند د مړینې له کبله ټاکنې وځنډول شوې.
راپورونه وايي، د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته يو "له پخلاينې ډک پيغام" لېږلى دى. دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه پر اټمي مسايلو د مذاکرو هڅه کوي. د جنوبي کوريا يوې ورځپاڼې چوسُن ايلبو نن د يوې ډيپلوماتيکې سرچينې په حواله راپور ورکړى چې د کېم دغه پيغام چې ليک ته ورته دى، د امريکا ولسمشر ته تېره جمعه د يوه نامعلوم چاينل له لارې رسول شوى دى. د ورځپاڼې په راپور کې دا نهده واضح شوې چې په دغه پيغام کې کوم موضوعات شامل دي. خو راپور وايي، دغه... Читать дальше...
د روسيې محلي رسنۍ وايي، په يوه دنګه ودانۍ کې د ګازو د يوې مشکوکې چاودنې له کبله لږ تر لږه ٣ کسان مړه شوي دي. ويل شوي د روسيې په ماګني توګورسک ښار کې د چاودنې په نتيجه کې د ودانۍ يوه برخه نړېدلې ده. د روسيې خبري اژانسونه وايي، د اضطراري پېښو په وړاندې د مبارزې وزارت نن سهار وختي ويلي دي چې په دې ودانۍ کې چې ١١٠ کسان پهکې ژوند کوي، شااوخوا ٤٨ اپارتمانونه زيانمن شوي دي. دغه وزارت په هغه اعلاميه کې چې تاس خبري اژانس خپره کړې ويلي: "شپږ کسان له نړېدلې ودانۍ ايستل شوي چې درې تنهيې مړه او د يوه... Читать дальше...
د بادغيس چارواکي وايي، په دې ولايت کې په تازه جګړه کې د دولت ٥ مخالف وسلهوال وژل شوي دي. د بادغيس د والي وياند جمشېد شهابي نن ازادي راډيو ته وويل، دغه جګړه تېره شپه په مقر ولسوالۍ کې شوې ده. د هغه په خبره په وژل شويو کې د قادس ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال هم شامل دى. دی زیاتوي: "د دولت وسلهوال مخالفان په مقر ولسوالۍ کې درنه مرګ ژوبله لري. زموږ د کشفي بنسټونو د معلوماتو پر اساس په دې جګړه کې د دولت ٥ مخالف وسلهوال وژل شوي چې د قادس لپاره د دوى تش په نوم ولسوال صالح محمد پُردل هم پهکې شامل دى. Читать дальше...
د غزني چارواکي وايي، د وسلهوالو طالبانو لهخوا د سړک پر غاړه د ځاى پر ځای شوي ماین چاودنې ٤ ملکيان وژلي دي. د والي ویاند محمد عارف نوري نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه غزني ښار ته څېرمه په ارزو سیمه کې شوې ده. د ده په خبره په وژل شويو کې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دى. ذبیحالله مجاهد چې ځان د وسلهوالو طالبانو وياند معرفي کوي، وايي که پېښه واقعیت ولري عاملین بهیې مجازات شي.
د بهرنيو چارو پوه اعجاز خټک وايي، د قطر سفر هم د سیمې هېوادونو ته د قریشي د سفرونو د لړۍ برخه ده. دی وايي، پاکستان هڅه کوي چې له طالبانو سره د خبرو روان بهیر یوې
غزني ولایت چې په تاریخي او فرهنګي لحاظ پخوانۍ مخینه لري، نو د دغه ښار د ځینو واټونو، څلور لارو او ښاري دروازو انځوریزه ننداره کوو.
۲۰۱۸ز کال پای ته په رسېدو دی او ۲۰۱۹ز کال پیلېږي. دا کال هم د تېرو نورو په څېر له لویو خبرونو او پېښو ډک وو. په ۲۰۱۸ز کال کې په پاکستان، افغانستان، سیمه او نړۍ کې د بریدونو او انتخاباتو په ګډون یو شمېر سیاسي بدلونونه راغلل چې په اړه یې تفصیل د مشال راډیو او رویټرز اژانس له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې وګورئ.
د افغانستان د مشرانو جرګې تقنیني کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېدو په نتیجه کې د ملي یووالي د حکومت له ...
له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د لویو لارو مسافر وړونکو موټر چلوونکو ته د مخدره موادو د قاچاق د ...
د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په تورخم کې شته ستونزو افغان سوداګر اندېښمن کړي دي. د دغه خونې عامل رئیس شمس الحق مجاهد وايي، درې میاشتې کېږي چې په تورخم کې له ۲۰۰۰ زیات کانټینرونه ولاړ دي چې پهدې کې یې ۵۰۰ د سکرو د ډبرو دي. نوموړی وايي، دا چاره په کراچۍ کې د کانټینرونو د بیو د لوړوالي لامل ګرځېدلی او په ورځني ډول افغان سوداګرو ته په لسګونه زره افغانۍ تاوان رسېږي. دی له حکومت غواړي چې یاده ستونزه ژر تر ژره هواره کړي. د افغانستان او پاکستان تر منځ ټرانزیټي ستونزه پخوانی ده، نو ځکه افغان سوداګر ورته اندېښمن دي.
د لغمان ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، سږکال د دغه ولایت د ترکاریو او سبزیجاتو حاصلات زیات شوي دي. د لغمان د کرنې رئیس محمد جمیل خوشحال نن ازادي راډیو ته وویل چې روان کال د دغه ولایت په ۷ زره او ۲۰ هکتاره ځکه ترکاري کرل شوې وه چې تراوسه یې حاصلات ۱۶۵ زره مټریک ټنو ته رسېدلي دي. ښاغلي خوشحال وویل چې پهدې کې، بادرنګ، توربانجان، بامیه، روميان، ګُلپي، کدو، پیاز، کچالو، کاهو سپینه مُلۍ، مرچک او شلغم شامل دي. د معلوماتو له مخې له دغه ولایته هره ورځ په لسګونه موټره سبزي او ترکاري کابل... Читать дальше...
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۳۹۸ لمریز کال لپاره د دغه هېواد بودجه تصویب کړه. د افغانستان د راتلونکي لمریز کال بودجه ۳۹۹ میلیارده افغانۍ ده چې ۲۷۵ میلیارده یې عادي او ۱۲۴میلیارده یې پراختیايي بودجه ده. له دې جملې ۶۱ میلیارده افغانۍ یې اختیاري او ۶۳ میلیارده یې غیر اختیاري بودجه ده چې د مالیې وزارت په حواله، د مرستندویو بنسټونو لهخوا ورکول کېږي.
د تخار ولسوالۍ د درقد ولسوالۍ امنیه قوماندان په یوه چاودنه کې ووژل شو. د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري ازادي راډیو ته وویل چې د دغه ولایت د درقد ولسوالۍ امنیه قوماندان ډګروال محمد عمر نن دوشنبه په یوه ماین چاودنه کې ووژل شو. ښاغلی هجري زیاتوي چې دغه پېښه نن سهار ۱۰ بجې د تخار د والي د دفتر مخ ته رامنځته شوی او ماین د ښاغلي عمر په موټر کې ځای پر ځای شوی و. د ده په وینا په دغه چاودنه کې درې تنه ملکیان ټپیان شوي هم دي. تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نهدی منلی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله عادله راز د افغان ولسمشر لهخوا په ملګرو ملتونو کې د دغه هېواد د نوې دایمي استازې په توګه ټاکل شوې ده. یوې حکومتي سرچینې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبر تأیید کړی، خو په رسمي ډول نه ولسمشرۍ ماڼۍ او نه هم بهرنیو چارو وزارات پهدې اړه څه ویلي دي. مخکې تر دې محمود صیقل په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان سفیر و.
د کونړ په مرکز اسعداباد کې د یوې خونې د چت د پرېوتو له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۱۰» ازادي راډیو ته وویل، د خونې دېوالونه زاړه وو او تېره شپه د یوې کورنۍ ۶ غړي پهکې ویده وو چې خونه پرې راپرېوته. نوموړي وویل چې پهدې پېښه کې دوه ماشومان او د هغوی مور مړه شوي او درې ماشومان ټپیان دي.
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي، هېواد بهيې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې په نړیوالو مسایلو کې لا زیات مسؤلیتونه پر غاړه واخلي. د نوي میلادي کال په مناسبت خپل پیغام کې مېرمن مېرکل ویلي دي چې جرمني به د نړۍ د سختو مسئلو لپاره پر نړیوال حللارو خپل ټینګار ته دوام ورکړي. انګلا مرکل په داسې وخت کې خپل د نوي کال پیغام تر ډېره پر نړیوالو مسئلو متمرکز کړی چې ټاکل شوې ده، د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه یعنې سبا جرمني د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا دوه کلنه مشري پر غاړه واخلي. د جرمني صدراعظمې په... Читать дальше...
لانګ وار ژورنال د طالبانو لهخوا خپرې شوې خبرپاڼې ته په اشاره لیکي چې ویلي یې دي، دغه راپورونه چې ګواکې ...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې هم د ګڼو نورو مطالبو ترڅنګ د افغانستان د سولې د خبرو او دغه شان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډ په اړه لیکنې او سر لیکنې چاپ کړي دي.
په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پخوانى قوماندان وايي، له افغانستانه د ډېر شمېر امريکايي سرتېرو وتل به له طالبانو سره د سولې خبرې زيانمنې کړي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости