اسرائیل: برازيل په پام کې لري چې خپل سفارت له تل ابيبه بيت المقدس ته ولېږدوي
راپورونه وايي، د اسرائيل صدراعظم ويلي، برازيل په پام کې لري خپل سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.
راپورونه وايي، د اسرائيل صدراعظم ويلي، برازيل په پام کې لري خپل سفارت له تل ابيب څخه بيت المقدس ته ولېږدوي.
د دې ډلې مشر عزيز احمد تسل وايي، د دوى شمېرې ښيي چې د ٢٠١٧ میلادي کال په نسبت په ٢٠١٨ میلادي کال کې لږو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د پکتيکا چارواکي وايي، د دغه ولايت د ناامنو ولسواليو د خونديتوب لپاره يې تازه امنيتي پلانونه ترتيب کړي دي. د پکتيکا والي محمد الياس وحدت تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، په زيان منونکو سيمو کې نوي کنډکونه ځاى پر ځاى کېږي: "دوى کنډکونه نوي تشکيلوو. يو د محلي اردو بل د محلي پوليسو کنډک. په هغو ساحو کې يې ځاى پر ځاى کوو چې اړتيا ورته لېدل کېږي. نوى پلان دا دى چې د زرمت ولسوالۍ په اوږدو کې ١٥٠ کسان ځاى پر ځاى کوو چې دغه لار تل پرانيستې وي." د والي په خبره که څه هم زرمت د پکتيا اړونده ولسوالۍ ده، خو... Читать дальше...
د هلمند د پوهنې رياست وايي، تر څو لسيزو وروسته يې د لومړي ځل لپاره په باغران ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانېست. د پوهنې رئيس داود شاه صفاري تېره شپه له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا يو د پام وړ پرمختګ وباله: "د قومي مشرانو په منځګړيتوب وتوانېدو د لومړي ځل لپاره کلونه وروسته په باغران ولسوالۍ کې يو ښوونځى پرانېزو. د ملت د بابا يا د داوود خان تر حکومت وروسته هلته کوم ښوونځى نه و فعاله شوى." د هلمند د پوهنې رئيس تمه وښوده چې له دې سره به وکړاى شي په باغران ولسوالۍ کې د قومي مخورو په منځګړيتوب نور ښوونځي هم پرانېزي. Читать дальше...
د ژورنالېستانو نړیوال فډراسیون وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو تلفات زیات وو. دې فډراسیون په خپل کلني راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې خبریالانو ته زیاته مرګژوبله په افغانستان کې اوښتې ده. د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې ۱۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. په راپور کې ویل شوي دي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په هدفي وژنو، بمي چاودونو او جګړو کې ۹۴ ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي. د ژورنالېستانو نړیوال... Читать дальше...
د کورنيو چارو وزارت وايي، د پوليسو د عزت او وقار د ساتنې په هدف يې سفارتونو ته د خپلو مامورينو او پوليسو تګ منع کړى دى. د دغه وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي تېره شپه ازادي راډيو ته وويل، دغه ابلاغيه سره له نن دوشنبې عملي کېږي: "دغه تصميم د کورنيو چارو وزارت د کارکوونکو او ملي پوليسو د برَم او حثيت د ساتنې په موخه نيول شوى دى. له دوشنبې وروسته د دغه وزارت هېڅ کارکوونکى يا پوليس نهشي کولاى د دې حق نهلري چې په کابل سفارتونو ته داخل شي." ښاغلى رحيمي وايي، د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي او پوليس... Читать дальше...
جمهوري رياست وايي، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک له کمېسيون د ولسمشرۍ او درېيو نورو انتخاباتو په ترسره کېدو کې همکاري کوي. د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پرون وويل چې د ولسمشرۍ انتخابات به په درېيو مياشتو ځنډ يعنې د چنګاښ يا سرطان پر ٢٩مه وشي. د دغه کمېسيون رئيس ګلاجان عبدالبديع صياد تېر ماښام په کابل کې يوه کنفرانس ته وويل، پهدې ورځ به هممهاله د ولسمشرۍ، د ولسواليو شوراګانو، ولايتي شورا او د غزني د ولسي جرګې ځنډېدلي انتخابات وشي. د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري پرون رسنيو ته په يوه لېږل شوي غږيز پيغام کې وويل... Читать дальше...
شپږ ايراني وګړي د انګلستان له کانال څخه تر تېرېدو وروسته د انګلستان په جنوب ختيځ ساحل کې وموندل شول. دا د پناه غوښتونکو تازه ډله ده چې له فرانسې څخه د بريتانيا خاورې ته داخلېږي. دې مسئلې دواړه هېوادونه اندېښمن کړي دي. د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت وايي، دغه شپږ کسان د يوې بادي کښتۍ په مرسته پرون بريتانيا ته رسېدلي دي. دغه کسان تر طبي معاينې وروسته د بريتانيا د کډوالو چارو ادارې ته سپارل شوي دي. له تېرې مياشتې راهيسې څه باندې ٢٢٠ کسانو هڅه کړې چې د انګلستان له کانال څخه تر تېرېدو وروسته د بريتانيا خاورې ته داخل شي.
د سوريې ولسمشر بشارالاسد وايي، عراقي ځواکونه کولی شي له دمشق څخه له اجازې پرته د سوريې په خاوره کې د داعش ډلې پر ضد عملیات وکړي. د سوريې دولتي خبري اژانس دا خبر یوه ورځ وروسته تر هغې خپور کړی چې د عراق یوه امنیتي پلاوي په دمشق کې ولسمشر الاسد سره وکتل او هغه ته يې پیشنهاد وکړ چې له دې هېواده د امریکايي ځواکونو په وتلو سره عراق چمتو دی په سوریه کې لوی رول ولوبوي. د عراق صدراعظم عادل عبد المهدي ویلي دي له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته که په سوریه کې هر منفي تحول راځي، اغېز به يې پر عراق پریوزي. Читать дальше...
د بنګلهدېش ځايي رسنۍ وايي، د دغه هېواد د صدراعظمې ګوند عوامي ليګ پروني لانجمن انتخابات ګټلي دي. د بنګلهدېش چاینل ٢٤ تېره شپه راپور ورکړ چې د صدراعظمې حسينه شېخ په مشرۍ اتحاد په پارلمان کې ۲۸۷ څوکۍ چې د حکومت د تشکيل لپاره ورته اړتيا وه، ګټلي دي. خو د بنګلهدېش د اپوزيسيون عمده اتحاد د انتخاباتو له کمېسيونه غوښتنه کړې چې د پرونيو انتخاباتو نتيجې دې باطلې اعلان کړي. دغه اتحاد ادعا کړې چې په دغو پارلماني انتخاباتو کې درغلۍ شوي او دا ټاکنې دې له سره وشي. پرون د پارلمان د ٣٠٠ څوکيو لپاره انتخابات... Читать дальше...
د ارزګان والي وايي، دې ولایت کې په درملتونونو کې ټول غیر مسلکي کسان ناست دي او جواز نهلري. د دې ولایت والي ...
ارزګان کې د قضايي ارګانونو مسؤلين وايي، پهدغه ولايت کې پولیس د مجرمینو په نیولو کې همکاري نهکوي او مجرمین لوړ ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости