افغان ولسمشر له لوړ پوړي ازبک پلاوي سره پر ګڼو مسایلو غږیدلی
افغان ولسمشر د ازبکستان جمهوریت له لوړ پوړي پلاوي سره د سېمې نښلولو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زېر بنایي پروژو، سوداګرۍ، ټرانزیټ، سیمهییزو مسایلو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه بحث او خبرې کړي. ارګ ماڼۍ نن په یوه بیان کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې د بل هر وخت په پرتله ښې شوي او د دواړو هېوادونو د زېر بنایي او ګډو پروژو تطبیق د دې اړیکو د پیاوړتیا لامل ګرځي. جمهور رئیس غني په ټولو برخو کې په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او زېربنایي پروژو د تطبیق د چټکتیا په برخه کې د ازبکستان د مثبت رول هرکلی وکړ. Читать дальше...