Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 08.04.2019

غني: د ثبات کیلي په کرنه او د هوساینې کیلي په کانونو کې ده

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان د ثبات کیلي په کرنه او د هوساینې هغه په کانونو او پټرولیم کې ده. ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون د یکشنبې په ورځ ماسپښین د کانونو د ملي کنفرانس په پای غونډه کې وکړې او ویې‌ویل، باید له طبیعي سرچینو نه د ملت د هوساینې په ځانګړي ډول د بې‌وزلۍ د ختمولو لپاره استفاده وشي. ښاغلي غني په‌دغه غونډه کې د کانونو د ناقانونه کېندنې او قاچاق په اړه وویل چې زموږ ټولنه باید له خپلې طبیعي پانګې باخبره وي او ټینګار یې وکړ چې تر کومه د کار موندنې ستونره هواره شوي نه‌وي،... Читать дальше...

د کرنې او مالدارۍ وزارت: په غور کې ۵۰ هکتاره څرځایونه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په غور ولایت کې د ۵۰ هکتاره څرځایونو د رغونې خبر ورکوي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې د کرنې وزارت د پروګرام له مخې د غور د کرنې ریاست باید د څرځایونو تخریب شوې ساحې په نښه او ورغوي. د نوموړي په خبره ټاکل شوې چې په‌دغو څرځایونو کې د څارويو لپاره رشقه وکرل شي. څرځایونه د مالدارانو لپاره له دېر ارزښت څخه برخه‌مند دي ځکه د دوی د څارویو د وزن او ژوند په دوام مستقیم اغېز لري.

د ۲مې ورځې لپاره د سوډان په پلازمېنه کې لاريون وشو

Pa.azadiradio.com 

پرون د یکشنبې په ورځ زرګونه کسانو د دوهمې ورځې لپاره د سوډان په پلازمېنه خرطوم کې د پوځ مرکز ته نږدې لاريون وکړ.  دوى له پوځ څخه غوښتنه کوله چې د ولسمشر عمر البشير د استعفا د غوښتنې لپاره د دوى ملاتړ وکړي. اروپايي ټولنې ويلي، «بې‌سارى» شمېر وګړي په‌دغو ٢ ورځو کې دباندې راوتلي او د بدلون غوښتنه کوي.  د اروپايي ټولنې د بهرنيو خدماتو ادارې پرون په ټويټر کې ليکلي، د سوډان خلکو په تېرو څو کلونو کې د فوق‌العاده خنډونو په وړاندې د پام وړ انعطاف ښوولى دى.  د دې ادارې بيان کې ويل شوي چې د حکومت له‌خوا... Читать дальше...



د امريکا د کورني امنيت وزيره کرستن نېلسن به له دندې ليرې شي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر اعلان وکړ چې د امريکا د کورني امنيت وزيره کرستن نېلسن به له خپلې دندې ليرې شي.  ټرمپ دغه اعلان پرون په ټويټر کې وکړ او وايي، د امريکا د ګمرکاتو او سرحدي امنيت کمېشنر کېوين مک-الينان «Kevin McAleenan» به د کورني امنيت د سرپرست وزير په توګه دغه څوکۍ خپله کړي.  ولسمشر هيله ښوولې چې مک الينان به دغه دنده په ښه ډول ترسره کړي.  اسوشیټېډ پرس اژانس راپور ورکړى چې دوو سرچينو ورته تأييد کړې چې مېرمن نېلسن پرون د خبرو لپاره سپينې ماڼۍ ته ورغلې وه.  هغې تر دې مخکې تېره... Читать дальше...

په يمن کې د سعودي تر مشرۍ لاندې ائتلاف ١١ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

په يمن کې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د ائتلاف په هوايي حملو کې لږ تر لږه ١١ کسان وژل شوي او تر ١٠٠ زيات نور ټپيان شوي دي.  ځايي روغتيايي چارواکو دا خبره پرون کړې ده.  حمله د يمن په پلازمېنه کې شوې چې د ياغيانو په کنټرول کې ده. د ياغيانو تر ولکې لاندې سيمه کې د روغتيا وزارت وياند يوسف الحدري وويل: د صنعا د استوګنې پر يوه سيمه پر کورونو او يوه ښوونځي د بمبارۍ زياتره وژل شوي کسان زده کوونکي دي.  خو د سعودي تر مشرۍ لاندې ائتلاف په‌دغه سيمه کې د هوايي حملو راپورونه رد کړي دي.  د يمن حکومت... Читать дальше...



د کرکټ ملي لوبغاړو په سویلي افریقا کې تمرینونه پیل کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو په سویلي افریقا کې خپل تمرینونه پیل کړي دي. شاوخوا دېرش افغان لوبغاړي د شنبې په ورځ جنوبي افریقا ته رسېدلي. دوی به تر یوې اوونۍ تمرینونه ورورسته د نړیوال جام لپاره د یوه ۱۵ کسیزه ټیم د جوړولو لپاره په سویلي افریقا کې له مهمو ځايي ټیمونو سره شپږ تمریني لوبې وکړي. تمه ده د افغانستان د ملي لوبډلې ۱۵ لوبغاړي چې د سویلي افریقا تر تمریني کمپ وروسته غوره کېږي، د مې له ۳۰مې د جولای تر څلورمې د انګلستان او وېلز په کوربه‌توب د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام ولوبوي. افغانستان... Читать дальше...

د بادغیس والي: بالامرغاب او اب‌کمري له طالبانو تصفیه شوي

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزی وايي چې بالامرغاب او اب‌کمري ولسوالۍ د افغان ځواکونو له‌خوا له طالبانو تصفیه شوي دي. ښاغلي ملکزي پرون شپه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو عملیاتو سره طالبانو ته ګڼه مرګ‌ژوبله هم اوښتې ده: "پرون په بالامرغاب کې کافي هوايي عملیات شوي. اویا نه پورته طالبان په‌کې مړه شوي. یو درې شپې چې هغوی مخته راغلي وو، د دې لپاره چې هوا خرابه وه او موږ نه شو ورتللی، خو همدا چې هوا ښه شوه په درېیمه ورځ زموږ قوتونو «عملیات شروع کړل» چې تر ننه پورې... Читать дальше...

خلیل‌زاد د دوحې ناستې په اړه له اشرف غني سره غږېدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا خاص استازي زلمي خلیل‌زاد د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه له افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړي. د امریکا سفارت پرون شپه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ښاغلي خلیل‌زاد له ولسمشر اشرف غني او نورو سیاستوالو سره په‌دې بحث کړی چې د دوحې په ناسته کې د پخلاینې د پروسې د لا چټکتیا په هدف ګډ هدفونه څنګه په ښه توګه وړاندې شي. ښاغلي خلیل‌زاد په خپله ټویټر پاڼه کې هم لیکلي چې په کابل کې د افغان حکومت او افغان سیاستوالو په وروستۍ اجماع خوښ دی او راتلونکې اوونۍ به یو پراخ ټیم... Читать дальше...

پاکستان نن هند ته سل بنديان کب نیوونکي ور سپاري

Pa.azadiradio.com 

پاکستان نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» د ښه نیت په نوم د هند سل تنه بنديان شوي کب نیوونکي بېرته ور سپاري.  دا کب نیوونکي د پاکستان اوبو ته د ناقانونه ننوتلو په تور بندیان شوي وو. پاکستاني چارواکو ویلي چې ٣٦٠ تنه هندي کب نیوونکي لا هم بندیان دي او په څو پړاوونو کې به یې خوشې کړي. سل تنه خوشې کیدونکي هندیان به په رېل ګاډي کې له لاهوره واګه بندر ته یوړل شي او بیا به هندي چارواکو ته وسپارل شي.  پاکستان او هند کله نا کله کب نیوونکي په دې تور چې ناقانونه ور اوښتي نیسي.

د ختیځې لیبیا پوځي ډلې د لیبیا په طرابلس هوايي بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

په لیبیا کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د اوربند په غوښتنه سربېره هم د ختیځې لیبیا په نوم پوځي ډله وايي چې د طرابلس د نیولو لپاره یې په‌دغه ښار هوايي بریدونه کړي.  د ختیځې لیبیا د پوځي ډلې قوماندان خلیفه حفتار وفاداره پوځیانو تېره اوونۍ د طرابلس له لويدیځه دغه ښار تر بریدونو لاندې نیولی.  طرابلس کې د نړیوالو له خوا پيژندل شوی حکومت حضور لري.  د لیبیا د پوځ ویاند ډګروال محمد ګنونو د ختیځې لیبیا په نوم د پوځي ډلې پر ضد د یو لړ عملیاتو د ترسره کولو خبره کوي: "د لیببا وسله‌وال پوځ د غضب په نوم په نوم... Читать дальше...

امریکا به د ایران سپاه پاسداران د ترورېستانو لېست کې شامله کړي

Pa.azadiradio.com 

امریکا ښايي نن د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۱۹» د ایران سپاه پاسداران ډله د ترورېستانو په لېست کې شامله کړي.  د امریکا متحده ایالاتونه وايي چې د ایران سپاه پاسداران ډله په سیمه کې ناامنیو ته لمن وهي او اکثره ترهګرې ډلې تمویلوي. ایراني چارواکو د امریکا د دغه پلان په اړه تُند عکس‌العملونه ښودلي.  د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي امریکا په‌دې پرېکړې سره ځان کندې ته اچوي.  د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو قوماندان محمد علي جعفري ګواښ کړی چې که متحده ایالتونه سپاه پاسداران د... Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фёдор Шаляпин

«Всю жизнь я зарабатывал пением и… легким аферизмом». Прохор Шаляпин раскрыл источники дохода в шоу «Вкусно с Анфисой Чеховой» на ТВ-3    




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады


Кирилл Скачков

Скачков и Тайлакова выиграли соревнования по настольному теннису на Играх БРИКС



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

В Москве движение на участке Боровского шоссе перекрыли из-за осадков



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России