مولانا فضل الرحمن له اصف علي زرداري سره ليدلي
د اپریل پر۱۰مه په ماسخوتن مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د پخواني صدر او د پيپلز ګوند شريک چیرمېن اصف علي زرداري سره وليدل او ورسره يې د هېواد په موجوده سياسي حالاتو خبرې وکړې.
د اپریل پر۱۰مه په ماسخوتن مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د پخواني صدر او د پيپلز ګوند شريک چیرمېن اصف علي زرداري سره وليدل او ورسره يې د هېواد په موجوده سياسي حالاتو خبرې وکړې.
د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د نهو ملي پولیسو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د کندز د ولایتي شورا مرستيال صفيالله اميري ازادي راډيو ته وويل چې تېر ماسختن یوه بجه وسلهوالو طالبانو د دې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ پر ودانۍ حمله وکړه. د ده په وينا نښته د سهار تر څلورو بجو روانه وه او په نتيجه کې یې نهه د پولیسو سرتیري ووژل شول او لس نور ټپیان شول. د ښاغلي امیري په وینا په نښته کې طالبانو ته هم تلفات اوښتي، خو د دقیق شمېر په اړه یې څه ونه ويل. د کندز د پولیسو وياند انعامالله رحماني... Читать дальше...
زما په فکر، خلک او نوی نسل له طالبانو سره د سولې پلویان دي او دې ته خوشاله دي چې طالبان په نظام ورګډ شي.
ګلبدین نایب وايي د نړیوال جام لپاره به یوه ښه لوبډله وټاکل شي. د کرکټ د ملي ټیم نوي کپټان ښاغلي نایب ازادي راډیو ته وویل چې د یوې قوي لوبډلې د ټاکلو لپاره په جَنوبي افریقا کې تمرینونه کوي او په لوړ مورال به نړیوال جام ته ورځي. له ګلبدین نایب سره صفي الله ستانکزي مرکه کړې ده:
د بغلان د اقتصاد ریاست وایي، د روان لمریز کال لپارهیې پهدغه ولایت کې ۱۵۳ پراختیایي پروژې پلان کړي. د دغه ولایت د اقتصاد ریاست مشر محمود واحدي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، له پلان شویو پراختیایي پروژو شااوخوا ۳۵ یې په ملي بودجې کې منل شوې دي. د نوموړي په خبره، دغه پلان شوې پروژې په زېربنایي برخو لکه د پوهنې، ظرفیت لوړونې، سړکونو جوړولو او روغتیايي چارو کې د پراختیا په هدف به پلي شي. د بغلان ولایت د اقتصاد ریاست وایي چې د دغو پروژو له پلي کېدو سره به خدمات ښه او ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، ټاکل شوې په یو شمېر ولایتونو کې بزګرو ته د پنبې نمایشي قطعې ووېشل شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پنبې ۲۰۶ نمایشي قطعې به په هرات، سرپل، کندز، بادغیس، فراه، بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، کندهار او هلمند ولایتونو کې بزګرو ته ورکړل شي. نوموړي وویل، د دغه کار هدف په ولایتونو کې د مالوچو د تولید پراختیا ده. د دغه وزارت په خبره، د مالوچو د تولید پراختیا په هېواد کې د لاسي صنعت لکه د غالیو، ګېلم او جاکټ... Читать дальше...
تمه ده چې د نړیوال جام لپاره د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نږدې دوو اوونیو کې اعلان شي. یو شمېر افغان لوبغاړي اوس د جنوبي افریقا په پوچیف سټروم ښار کې په تمریناتو بوخت دي او د دوی لهمنځه به اکثر لوبغاړي د ملي ټیم لپاره غوره شي. د یو ورځنۍ لوبو کپټان ګلبدین نائب ازادي راډیو ته وویل: "دلته زموږ شپږ لوبې دي. دې لوبو ته په کتو سره به کرکټ بورډ ۱۵ کسیزه ډله په ۲۳م یا ۲۴م تاریخ اعلان کړي." د کرکټ نړیوال جام په انګلستان او وېلز کې د مې له ۳۰مې د جولای تر ۱۴مې ترسره کېږي. افغان لوبډله به تر نړیوال... Читать дальше...
په هند کې نن خلک د دې هېواد د نوي پارلمان د ټاکلو لپاره په انتخاباتو کې رأيې ورکوي. د دې انتخاباتو په لړ کې د مرکزي پارلمان ۵۴۳ غړي انتخابېږي. د هند پارلماني انتخابات د رأی ورکولو په شااوخوا یو میلیون مرکزونو کې په اوو مرحلو کې ترسره کېږي او د مې میاشتې تر ۱۹مې به دوام وکړي. د هند د انتخاباتو د کمېسیون په وینا نږدې ۹۰۰ میلیونه کسان د رأی ورکولو حق لري. د دې انتخاباتو وروستۍ نتیجې به د مې په ۲۳مه اعلان شي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو په انتخاباتو کې تر خپلو سیالانو مخکې شوی او دې ته لار هواره شوې ده چې د پنځم ځل لپاره د اسرائیل صدراعظم شي. پرون نږدې ټولې رأیې وګڼل شوې چې د دې له مخې د نتانیاهو لیکود ګوند د وړو ملتپاله ګوندونو په ملاتړ د پارلمان له ۱۲۰ څوکیو ۶۵ خپلې کړې دي. د بني ګانټس شین او سپین ګوند خپله ماتې منلې ده. د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ښکاره د صدراعظم نتانیاهو ملاتړ کړی دی. د انتخاباتي کمپاینونو پر مهال ښاغلي نتانیاهو هم په ټویټر کې له ولسمشر ټرمپ سره د نږدې اړیکو خبره کړې وه.
د امریکا متحده ایالات وایي چې پر ایران به فشارونه پسې زیات کړي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل: "زه د امریکا خلکو ته دا ډاډ ورکوم، نړیوالو ته هم دا اطمینان ورکوم چې ولسمشر ټرمپ به د ایران پر اسلامي جمهوریت زیات فشار ته ادامه ورکړي، څو د دوی چلند بدل شي." پامپیو یوه ورځ وروسته تر دې دا خبرداری ورکړ چې د ایران ولسمشر حسن روحاني د «ای. ار. شپږ» سنټرفیوژیونو ۲۰ کړۍ پرانیستې او ګواښیې وکړ که واشنګټن خپل فشار ته ادامه ورکوي ایران به... Читать дальше...
د بریتانيا صدراعظمه ټرزامې او د اروپايي ټولنې مشران له دې اتحاديې څخه د بریتانيا د وتلو د معاملې یا برګزیټ لپاره د مهالویش په تمدیدولو سلا شوي دي. د دې موافقې له مخې چې تېره شپه په بروکسل کې د دواړو خواو ترمنځ د شپې په ناوخته غونډه کې شوې، د راتلونکي اکتوبر میاشت ۳۱مه نېټه د برګزیټ د عملي کولو لپاره ټاکل شوې ده. د اروپايې شورا مشر ډونالډ ټوسک چې نن سهار يې دا اعلان وکړ، وویل چې لندن ته ۶ میاشتې نور وخت ورکړل شوی، څو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو لپاره تر ټولو غوره لار انتخاب کړي. د اروپايي ټولنې... Читать дальше...
د خپرونې په لیکنه، د افغانستان د سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل او اسلاماباد ته تر خپلو سفرو وروسته پاکستاني چارواکو ته دوه پیغامونه ورکړل:
ټاکل شوې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن فاریاب ولایت ته لاړ شي. د فاریاب د والي ویاند احمد جاوېد بیدار وايي، میمنې ته د ولسمشر د سفر پرمهال به د یو سل بستریزه روغتون په ګډون یو شمېر پروژې افتتاح شي. د نوموړي په خبره په دې پروژو کې د ښاروالۍ هوټل او د غلام محمد میمنګي د کلتوري مرکز پرانېستل هم شامل دي. که څه هم فاریاب ته د ولسمشر د سفر لپاره جدي امنیتي تدابیر نیول شوي، خو د دې ولایت پولیسو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو پرون له څو اړخونو پر فاریاب بریدونه وکړل چې د افغان امنیتي ځواکونو لهخوا پر شاه وتمبول شول. Читать дальше...
د افغانستان د حکومت او سیاسي مشرانو د هغه پلاوي پر سر لا هم موافقه نهده شوې چې له طالبانو سره به راتلونکې اوونۍ په قطر کې خبرې کوي.
د هند د انتخاباتو کمېسیون د صدراعظم ناریندرا مودي په اړه د یوه جوړ شوي فلم د خپرېدو مخه نیولې ده او وایي چې تر انتخاباتو وروسته...
د روان میلادي کال له پیله تر یو لک ډېر افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي دي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو د ...
د پکتیا ولایتي ادارې د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو سرتېرو او افسرانو پر کورنیو د ځمکو د وېش ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости