خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره د خبرو په اړه راپورونه رد کړل
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد په واشنګټن کې دی، هغه څو ساعته مخکې پر ټویټر ولیکل چې په واشنګټن کې يې د ترکیې د جمهور رئیس له سلاکار سره خبرې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي و چې د دوشنبې په ورځ به د افغانستان په اړه په قطر کې خبرې پېل شي، خو خلیلزاد نن پر ټویټر ولیکل: "پر دې چې زه په دوحه کې یم باور مهکوئ." د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي چې خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو د سیاسي استازو سره د کتنې لپاره کومه نېټه لا نهده ټاکلې. Читать дальше...