Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Апрель
2019

Новости за 18.04.2019

هند کې د ټولټاکنو دوهم پړاو پیل شو

Mashaalradio.com 

اسوشییېټد پرېس لیکي په هند کې نن د انتخاباتو دوهم پړاو پیل شوی چې ورته د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې سخت امنیت نیول شوی دی.

پر افغانستان د روسيې يو هنري فلم لانجمن شوى دى

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو فلم لانجمن شوی.د فلم نوم له افغانستانه وتل دى، خو پر فلم د روسيې هغو پخوانيو عسکرو او قوماندانانو نيوکه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي دي. انتقادکوونکي وايي چې په فلم کې د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو غيرملي انځور ښودل شوی.

د انډونیزیا ټولټاکنو کې اوسنی ولسمشر مخکې دی

Mashaalradio.com 

د انډونيزیا د ټاکنو لومړۍ نتيجې ښيې د دې هېواد موجوده ولسمشر جوکو وېډوډو تر ټولو مخکې دی. په انډونيزیا کې د اپرېل پر ۱۷مه د ولسمشر او نوي پارلېمان ټاکلو لپاره رايي واچول شوې. په دې اړه د رویټرز ويډيويي راپور له اسرار عالم مومنده اورو.



د امريکا لوى څارنوال د رابرټ مولر د راپور اصلاح شوې بڼه خپروي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د عدليې وزارت وايي، لوى څارنوال ويليام بار به نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» د ځانګړي څارنوال رابرټ مولر د راپور اصلاح شوې بڼه خپره کړي. دغه راپور د امريکا د ٢٠١٦ میلادي کال د جمهوري رياست په ولسمشرۍ انتخاباتو کې د روسيې د لاس‌وهنې په اړه دى. لوى څارنوال ويليام بار او مرستيال‌يې روډ روسن ستاين چې دوه کاله مخکې يې مولر د ځانګړي څارنوال په توګه ټاکلى و، نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» د اصلاح شوي راپور په اړه په يوه خبري کنفرانس کې خبرې کوي. د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر... Читать дальше...

فارياب چارواکي: پر څو ولسواليو د مخالفانو حملې په شا تمبول شوي

Pa.azadiradio.com 

د فارياب امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت پر څو ولسواليو د دولت د وسله‌والو مخالفانو حملې په شا تمبول شوې دي. د فارياب امنيه قوماندان، جنرال غيب‌الله سادات نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وويل، وسله‌والو تېره شپه پر قيصار، دولت‌اباد او خواجه سبزپوش ولسواليو ډله‌ييزې حملې کړې وې چې په شا تمبول شوې دي. قوماندان وايي، د دواړو لورو ترمنځ په جګړه کې ١١ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ٧ تنه ټپيان شوي دي. د يوه پوليس د وژل کېدو او ٣ نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوى دى. وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د «IPL» سیالیو کې ډېلي کپیټلز او ممبی اینډینز د سیالۍ ډګر ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان د کرکټ د غوره‌لیګ «ای. پي. اېل» سیالیو په لړ کې نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ډېلي کپیټلز او ممبی اینډینز د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته لاړ شي. دواړه لوبډلې د روانو سیالیو ښې لوبډلې بلل کېږي چې تر دې دمه‌يې پنځه-پنځه لوبې ګټلي او درې-درې نورې يې بایللې دي. د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا سنرایزرس حیدراباد لوبډلې د روانو سیالیو تر ټولو مخکښې چنای سوپر کېنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه. په‌دې سیالۍ کې چنای لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۳ منډې هدف... Читать дальше...

په کابل کې د نجونو د فوټ‌سال د غوراوي سیالۍ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په کابل کې د نجونو د فوټ‌سال د غوراوي سیالیو د جوړېدو خبر ورکوي. د افغانسان د فوټبال فدراسیون مسؤل شمس امیني نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ نن پیلېږي چې په نتیجه کې به‌يې د فوټ‌سال د نجونو ملي لوبډله جوړه شي. نوموړی وايي چې په‌دې سیالیو کې د کابل د غوره‌لیګ سیالیو بېلابېلو ۱۲ لوبډلو برخه اخیستې ده. د ښاغلي امیني په خبره دا لومړی وار دی چې د فوټ‌سال د ملي لوبډلې ته د غواروي سیالۍ پیلېږي.

د تکواندو سیالۍ د هرات د نجونو د لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تکواندو ملي فدراسیون وايي چې د تکواندو د ښځینه لوبغاړو ترمنځ اتم پړاو سیالۍ د هرات د نجونو د لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. د دې فدراسیون رئیس نجیب‌الله سکندر نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو او په پاکستان او ایران کې د مېشتو مهاجرینو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ په کابل کې پیل شوې وې. نوموړی وايي چې دغه سیالۍ د تکواندو ملي لوبډلې ته د نویو لوبغاړو د موندلو په هدف پیل شوي چې په نتیجه کې هرات لومړی، کابل دوهم او په ایران... Читать дальше...



د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچنیو کانونو د تړونونو پروسه پیل کړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې په افغانستان کې يې ساختماني موادو یا د کوچنیو کانونو د قراردادونو پروسه پیل کړې ده. د دې وزارت ویاند قدیر مطفي نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د دغه قرارداونو د غوښتن‌لیکونو لپاره د ثبت سیستم جوړ شوی چې له مخې به‌يې پانګه‌وال خپل غوښتن‌لیکونه یاد وزارت ته سپاري. نوموړي وویل چې د کانونو او پټرولیم وزارت د کوچنیو کانونو د قرارداد لپاره ۱۳۶ ساحې ځانګړې کړي چې په لومړۍ مرحله کې به‌يې د کابل ۱۴ ساحې په قرارداد ورکول کېږي. Читать дальше...

په کندهار کې د سولې او پخلاينې په ملاتړ ستر لاريون کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولايت کې نن پنجشنبه د سولې او پخلاينې په ملاتړ ستر لاريون کېږي. په کندهار کې د ازادي راډيو خبريال وايي، د دغه لاريون لپاره د ښار ټولې مهمې لارې د ټرافيکو پر مخ تړل شوې دي. د کندهار د سولې د ولایتي کمېټې مشر شېر احمد حقيار نن ازادي راډيو ته وويل، دغه لاريون د سولې په اړه د مثبت فکر جوړونې لپاره کېږي. ښاغلی حقیار زیاتوي: "په‌دغه لاريون کې قومي مشران، ځوانان، د پوهنتونونو محصلان، د ښوونځيو زده‌کوونکي ټول په‌کې ګډون کوي که خداى کول." دا لومړی وار دی چې په کندهار کې د سولې په ملاتړ داسې يو لوى لاريون کېږي.

د غزني چارواکي: په عملياتو کې ١٧ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني ولايت محلي چارواکي وايي، د افغان او بهرنيو ځواکونو په ګډو پوځي عملياتو کې ١٧ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د والي وياند وايي، دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په مرکز او څو ولسواليو کې شوي دي. محمد عارف نوري نن پنجشنبه رسنيو ته په يوه صوتي پيغام کې وويل: "په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د غزني د مرکز، ګېلان، ګیرو او اندړو ولسواليو په مربوطاتو کې د ځانګړو افغان او بهرنيو ځواکونو له‌خوا پوځي عمليات شوي چې ١٧ مخالف وسله‌وال په‌کې وژل شوي، ٣ تنه‌يې ټپيان شوي او ٢٠ تنه‌يې له وسلو او مهماتو سره ژوندي... Читать дальше...

په کندز کې افغان ځواکونه وستایل شول

Pa.azadiradio.com 

په کندز کې د چارواکو له‌خوا افغان ګډ ځواکونه د وسله‌والو طالبانو د وروستیو بریدونو د دفع کولو او دغې ډلې ته د ماتې ورکولو په خاطر وستایل شول. د کندز د والي مرستیال حشمت‌الله رحیمي عرض‌بیګي په یوه جوړه شوې غونډه کې وویل: "د امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او مېړانې د ستاینې وړ دي، ځکه دوی په پوره قوت او هم‌غږۍ وتوانېدل چې د طالبانو بریدونه دفع کړي او د کندز ښار څخه دفاع وکړي." په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي وویل، افغان وسله‌وال پوځ له افغانانو تشکیل دی او دا د ټول ولس... Читать дальше...

د افغانستان جګړې په اړه روسۍ فلم لانجمن شوی

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د جګړې په اړه يو فلم لانجمن شوی دی. د فلم نوم افغانستان پرېښودل دی خو پر فلم د روسيې هغو پخوانيو عسکرو او قوماندانانو نيوکه کړې چې په افغانستان کې جنګېدلي دي. انتقادکوونکي وايي چې په فلم کې د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو غير ملي انځور ښودل شوی دی.

رستمي: روان کال ۷۲۶ سوداګریزې او ۱۸۸۵ کوچني شنې خونې جوړوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، پلان لري چې په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۷۲۶ سوداګریزې او ۱۸۸۵ کوچني شنې خونې جوړې کړي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې دا شنې خونې د افغانستان په ۲۸ ولایتونو کې د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا او د سبزیجاتو د پراختیا په هدف جوړېږي. نوموړي وویل چې د کرنې وزارت دغه پروګرام په یو شمېر ولایتونو کې پیل شوي او یو شمېر بزګرانو ته په شنو خونو کې د کرلو په هدف د سبزیجاتو تخمونه هم ویشل شوي دي. ښاغلی رستمي... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт к юбилею Пушкина проведут в Культурном центре «Интеграция» на Саянской





Rss.plus
Владимир Путин

Владимир Путин, Дмитрий Медведев, Анатолий Голод: ПРИЗНАНИЕ НАТО НАДО ПРИМЕНЯТЬ!




Город-десятимиллионник // Квартир дешевле в Москве остается все меньше

Рафик Загрутдинов: Жилой комплекс с подземной автостоянкой на улице Бутлерова построят в следующем году

«Российская газета»: Глава комитета Госдумы Сергей Гаврилов назвал последствия ситуации на Мосбирже

Камчатский театр драмы и комедии стал лауреатом Международного фестиваля




د افغانستان د برښنا شرکت په عوايدو کې زیاتوالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، د برښنا له درکه د پوروړو کسانو د لینونو د قطع کولو له کمپاین وروسته د دوی په عوايدو کې زیاتوالی راغلی دی. د دې شرکت ویاند وحیدالله توحېدي نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د لینونو د قطع کولو له کمپاینه وړاندې د دې شرکت ورځني عواید له څلورو تر پنځه میلیونو افغانیو ته رسېدل، خو اوس دا رقم له څلویښتو تر پنځوس میلیونو افغانیو رسېدلی دی. نوموړی وايي، د برښنا له درکه لسګونه پورړوي چې وړاندې يې خپله قرضداري نه پرې کوله، اوس اماده شوي چې خپله قرضداري پای ته ورسوي. Читать дальше...

"امريکايي طالب" جان واکر خوشې کېږي

Mashaalradio.com 

د امريکايي طالب په نامه مشهوره، د امريکا يو وګړی، جان واکر لیند چې په ۲۰۰۲ کاال يې د طالبانو لپاره د جنګېدو اقرار کړی وو، په زندان کې د ۱۷ کلونو تر تېرولو وروسته خوشي کېږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان راتلونکې اوونۍ چین ته ځي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم عمران خان به راتلونکې اوونۍ چین ته لاړ شي او د دې هېواد له مشرانو سره پر کتنې سربېره به په پیکنګ کې د یوه کمربند یوې لارې د لویې پروژې غونډې ته یوه مهمه وینا هم وکړي. چین د دغې پروژې په ترڅ کې په پاکستان کې د سړکونو او له نړۍ سره د سوداګرۍ د بحري لارو د رغولو په هدف له دې هېواد سره د شاوخوا ۶۰ میلیارډه ډالرو پور او پانګونې ژمنه کړې ده. په پیکنګ کې د دغې پروژې په اړه لویه غونډه کې چې د اپریل له ۲۶مې تر۲۷ مې پورې جوړیږي، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشران ګډون کوي. Читать дальше...



Москва

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал, как электробусы помогают улучшать экологическую ситуацию



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

В Москве при участии Бутмана открылся джазовый фестиваль




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Этот спорт воспитывает силу и упорство»: Вице-спикер Народного Хурала Бурятии приняла участие в открытии чемпионата России по гиревому спорту

ЕВРО-2024: большой футбол ждет слушателей «Авторадио»

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024


Людмила Самсонова

Самсонова вышла во второй круг турнира в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России