داعش په سعودي عربستان کې د پرونۍ حملې مسؤليت ومانه
د اسلامي دولت ډلې يا داعش په سعودي عربستان کې د پرونۍ حملې مسؤليت ومانه. د سعودي عربستان د العربيه ټلوېزيون د راپور له مخې په پلازمېنه رياض کې د پوليسو پر يوه مرکز د وسلهوالو حمله شنډه کړاى شوه. په راپور کې د ځينو سرچينو په حواله ويل شوي چې په پېښه کې څلور حمله کوونکي وژل شوي دي. د سعودي خبري اژانس په حواله، د پرون سهار پهدې حمله کې درې تنه پوليس ټپيان شوي دي. اژانس ويلي «د تروريستانو يوې ډلې» هڅه وکړه چې د پوليسو د مرکز پر ودانۍ حمله وکړي، خو امنيتي چارواکو دا حمله شنډه کړه. د سعودي... Читать дальше...