د بلوچستان په ډیره مراد جمالي کې چاودنې ۱۰ تنه ټپي کړي دي
د بلوچستان د بلوڅ مېشته سیمې د نصیر اباد په ډېره مراد جمالي کې د ۲۲م اپرېل په شپه چاودنې ۱۰ تنه ټپي کړي دي.
د بلوچستان د بلوڅ مېشته سیمې د نصیر اباد په ډېره مراد جمالي کې د ۲۲م اپرېل په شپه چاودنې ۱۰ تنه ټپي کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر۲۲مه خبر ورکړ چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به په دې رسمي سفر کې افغانستان ،هند ، پاکستان ، قطر، روس او انګلستان ته ځي.
د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وايي، د اپرېل پر ۲۲مه يې د یاد ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اړوند دوبندي سیمه کې ۷۹۰ کیلوګرامه نشه يي توکي چې په یو پیکب ګاډي کې ځای پر ځای شوي ول، د عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړې. له دغه اعلان سره د اعلان شویو ولایتونو شمېر ۲۸ ته ورسېد. د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیحالله سادات د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې هڅه کوي څو د پنجشنبې تر ورځې د پاتې ۵ نورو ولایتونو وروستۍ پایلې هم اعلان کړي او دغه لړۍ پای ته ورسوي. سید مقتدا میران محمود خان نصرت روحالله خانزاده حاجی سید احمد خادم ګل احمد کمین سید احمد سېلاب خلیل احمد مجاهد محمد عارف نورزی فریبا احمدی... Читать дальше...
د افغانستان په لوګر کې دیني عالمانو، قومي مشرانو، ښځو او عامو اوسېدونکو په قطر کې د سولې په تړاو د خبرو په لغوه کېدو خواشیني څرګنده کړه او د جګړې له ښکیلو خواوو يې وغوښتل، چې په خپلو کې خبرې اترې وکړي.
د هوايي دهلېزونو له پیل څخه په ۵۶۵ پروازونو کې ۶۶۲۰ ټنه تجارتي مالونه بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا نن د سې شنبې په ورځ پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په ټولهییز ډول ۶۶۲۰ ټنه کالي چې وچه او تازه مېوه، لاسي صنایع، زعفران او قرهقل پهکې شامل دي بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي دي." نوموړي وویل چې یوازې په مارچ میاشت کې له افغانستانه هند، چین، عربستان، ترکیې، اماراتو او اروپايي هېوادونو ته په ۶۰ پروازونو کې ۱۳۵ ټنه مالونه صادر شوي دي. د... Читать дальше...
په دایکنډي ولایت کې پر ښځو ۳۶ ګلخانې ووېشل شوې. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه ګلخانې د دایکنډي ولایت د کرنې ریاست لهخوا په نیلي او شهرستان ولسوالیو کې پر یاد شمېر افغان مېرمنو وېشل شوې دي. د سرچینې په وینا، له دغه کار څخه هدف کورنیو ته د تازه سبزیو تولید، د سبزیو د وارداتو کمېدل، د خوارځواکۍ کمېدل او بېوزلو کورنیو سره مرسته ښودل شوې ده.
کابل چاپ بېلابېلو ورځپاڼو د نورو مسایلو ترڅنګ د افغان سولې په تړاو د یوې بلې غونډې د جوړېدا په اړه لیکنې او تبصرې کړي دي.
په سمنګان ولایت کې د جمعیت اسلامي ګوند د ولایتي څانګې مشر خالد عظیمي پرون د دوشنبې په ورځ په یوه وسلهواله حمله کې ووژل شو. د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عظیمي تېر ماښام په مرکز ایبک کې خپل کور ته نژدې په ډزو ووژل شو. ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه چې پر نوموړي د برید علت شخصي دښمني وه او په نښته کې یو تن بریدکوونکی هم وژل شوی دی. خالد عظیمي د سناتور محمداصف زوی و چې د جمعیت اسلامي ګوند له مشرانو څخه دی.
شمالي کوریا نن د سې شنبې په ورځ تأیید کړه چې د دې هېواد رهبر کېم جونګ اون به ډېر ژر روسیې ته سفر وکړي. د شمالي کوریا خبري آژانس «KCNA» راپور ورکړی چې کېم ته د مسکو د سفر بلنه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورکړې ده، خو اژانس یې دقیقه نېټه نه ده ښودلې. راپور زیاتوي چې کېم او پوتین به د دې سفر پرمهال خبرې وکړي. کرملین د پنجشنبې په ورځ پر خپله وېبپاڼه خبر ورکړ چې کېم به د روانې اپرېل میاشتې په دوهمه نیمايي کې مسکو ته سفر ورکړي. د دې سفر خبر پهداسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا حکومت د کوریا... Читать дальше...
د سولې د مشورتي لویې جرګې په سلو کې دېرش ګډون کوونکې ښځې دي. ټاکل شوې چې د سولې مشورتي لویه جرګه د ثور په نهمه په کابل کې وشي. د جرګې د جوړولو د کمېسیون لومړی مرستیال ضیا الحق امرخېل پرون، د اپرېل په ۲۲مه، ازادي راډیو ته وویل: "دې جرګې ته کافي تدابیر نیول شوي، په نهمه د ثور به ترسره کېږي او څلور ورځې به دوام کوي." د سولې مشورتي لویه جرګه به د افغانستان حکومت ته مشوره ورکوي چې له طالبانو سره د سولې پروسه څرنګه پر مخ بوزي. ضیا الحق امرخېل وویل، طالبان او نورې ډلې له حکومت سره له خبرو پرته بله هېڅ لار نهلري. Читать дальше...
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر له افغان خبریال، عبدالله خنجاني سره د زور زیاتي راپورونه د اندېښنې وړ بللي دي. عبدالله خنجاني په کابل کې خصوصي ټلوېزیون "یک " ته کار کوي. یوناما پر ټوېټر لیکلي دي: "ټولې خواوې باید د مطبوعاتو د ازادۍ دفاع وکړي." عبدالله خنجاني پرون د اپرېل په ۲۲مه، ادعا وکړه چې د افغانستان د جمهور رئیس ساتونکو وهلی او هغه ته یې سپکاوی کړی دی. د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري له خنجاني معذرت وغوښت او له هغه سره د شوي چلند په اړه یې د څېړنو ژمنه وکړه. Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ډېر ژر به په کندهار کې د ولسي جرګې د انتخاباتو پایلې اعلان کړي. د کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې نن سې شنبه ښايي د کندهار بریالي وکیلان معرفي شي. ابراهیمي پرون د اپرېل په ۲۲مه، ازادي راډیو ته وویل: "فعلاً، کندهار په تطبیقاتو کې دی چې که نن یا په نږدې وخت کې به پایلي اعلان شي، څلور ولایتونه او د کوچیانو حوزه تر کار لاندې پاتې کېږي." د عبدالعزیز ابراهیمي په وینا، د ټاکنو خپلواک کمېسیون د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د څېړنو رپوټ ته... Читать дальше...
په سوډان کې پرون د دوشنبې په ورځ وروسته له دې چې پوځي مشرانو مظاهرهچیانو ته د لارو د ژر تر ژره خلاصولو او د موانعو د لېرې کولو امر وکړ، د نورو ناکراریو راپورونه ورکړل شوي دي. د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه بهر زرګونه مظاهره چیانو پرون یو ځل بیا لاریون وکړ. په ویډیويي تصاویرو کې محصلین ښکاري چې د پورت سوډان په بندري ښار کې لاریون کوي او انقلاب نارې وهي. عمرالبشیر د اپرېل په ۱۱مه د خلکو د مظاهرو په پای کې له واکه لېرې شو او پوځي شورا واک په لاس کې واخېست. د مظاهره چیانو استازو د یکشنبې په... Читать дальше...
د کندز ولایت ولسونو د سولې د ټېنګښت په هدف غونډه ترسره کړه او پهدې غونډه کې یې د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ...
واشنګتن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په اروپا او امریکا کې د مېشتو افغانانو نږدې یوې ۲۰ کسیزې ډلې چې درې یې مېرمنې دي، د طالبانو له ...
د هلمند ولایت ځوانان د مطالعې د ترویج لهپاره کتابونه راټولوي. په لښکرګاه کې یوه ډله ځوانان چې د پوهنتون استادان هم ...
د سې شنبې ورځ د اپرېل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونو د سازمان د فرهنګي او تعلیمي څانګې لهخوا هر کال په ...
په سریلانکا کې په وروستیو خونړیو چاودنو کې د مړو شمېر ۲۹۰ ته لوړ شو. د سریلانکا پولیس وايي چې ۵۰۰ تنه زخمیان ...
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیا افغانستان او قطر ته روان شوی دی. د امریکا د بهرنیو ...
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړه کړې چې د معافیت هغه مهلت به چې د ایران د تېلو وارداتو ته ورکړل شوی و، نهتمدیدوي. د امریکا ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости