کېم جونګ اون: ولادیمیر پوتین سره مې «ډېرې با مفهومې» خبرې وکړې
د شمالي کوريا رهبر وايي، د روسيې له ولسمشر سرهيې «ډېرې با مفهومې» خبرې وکړې. دا د کېم جونګ اون او ولادیمير پوتين ترمنځ لومړۍ مخامخ کتنه وه. دواړو مشرانو نن د پنجشنبې په ورځ د روسيې د لیرې ختيځ ښار ولاديوستوک په يوه پوهنتون کې سره وکتل. دا کتنه وروسته له هغې وشوه چې د امريکا د متحده ايالاتو او شمالي کوريا ترمنځ له اټمي وسلو د کوريا ټاپو وزمې د تصفيې لپاره خبرې ناکامه شوې. د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون له ولسمشر پوتين سره تر دوه ساعته مخامخ خبرو وروسته وويل: "موږ د سولهييز حل پر امکاناتو... Читать дальше...