سیګار ته د اجرائیه ریاست ځواب: لاسته راوړنې به د سولې قرباني نهشي
د افغانستان د ملي یووالي حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د تېرو ۱۸ کلونو ټولې لاسته راوړنې وساتل شي او ...
د افغانستان د ملي یووالي حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې په خبرو کې به د تېرو ۱۸ کلونو ټولې لاسته راوړنې وساتل شي او ...
په شمالي وزیرستان کې د لوبو سرکاري مېله پای ته ورسېدله چې موخه یې د تکړه ورزشکارانو راجوتولو چې هغوی له خپلو وړتیا سره سم په سپورتي ډګر کې وده ومومي. عمردراز وزیر یې ویډیویی راپور کښلی.
په کابل کې داسې يو مرکز جوړ شوی چې پکې نه يوازې د څلورو لسېزو په جګړه کې د وژل شويو کسانو د ورځني استعمال شيان اېښودل شوي دي بلکې د قربانيانو خپلوان راغونډېږي او د وژل شوي خپلوانو په اړه دردونکې کیسې سره شريکوي.
د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوس پوټزل پرون د چهارشنبې په ورځ په قطر کې د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر سره وکتل. د جرمني خبري اژانس د طالبانو د یوه غړي سهیل شاهین څخه په نقل ویلي دي چې پهدې کتنه کې د افغانستان د جګړې پر سیاسي حل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو او د ملکي مرګژوبلې د مخنیوي پر مسئلو خبرې وکړې. د سهیل شاهین په خبره جرمني د افغانستان د سولې په مسئله کې د مثبت رول پر لوبولو ټینګار وکړ. د جرمني ځانګړي استازي په داسې وخت کې د طالبانو له مرستیال... Читать дальше...
۱۲ ورځې کېږې چې د بهرالدین کورنۍ خپل ځوان غړی له لاسه ورکړی، خو درد او غمیې لاهم د کورنۍ په غړو کې له ورایه ...
په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې مشر عبدالرب رسول سیاف وایي، تر هغو چې د دې جرګې ټول غړي پرې سلا شوي نهوي د دې جرګې وروستۍ اعلامیه به خپره نهکړي. ښاغلي سیاف دغه څرګندونې نن د دې جرګې د پیل په څلورمه ورځ د کاري کمېټو غړیو ته وکړې: "موږ د ځان څخه کومه حنجره نهلرو، نن دا زموږ حنجره هم تاسو ته تسلیم ده. دا زموږ حنجره به ستاستو لپاره یو لوډ سپیکر وي. له ځانه موږ هېڅ شی د دې جرګې نه بیرون نه باسو." هغه یو وار بیا ټینګار وکړ چې دا جرګه د هېڅچا په پلوي کمپاین نهکوي، بلکې یوازې د سولې هدف تعقیبوي. Читать дальше...
د پروان چارواکي په مرکز چارېکار کې د یوه نوي ښوونځي د جوړېدو خبر ورکوي. د دې ولایت د ښوونې د ریاست ویاند عبدالخبیر صدیقي ازادي راډیو ته وویل، دغه ښوونځی چې د جنوبي کوریا د ۲۹۰ زره امریکایي ډالرو په مالي مرسته جوړ شوی، اته درسي خونې او پنځه اداري دفترونه لري. د ده قاضي دغه لېسه په دوو وختونو کې د شااوخوا زرو زدهکونکو د تدریس ظرفیت لري.
د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د استازو جرګې د قضایي چارو کمېټې ته ویلي چې د روسیې په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر د راپور په باب د دې کمېټې په استماعیه غونډه کې ګډون نهکوي. دا مسئله به د ډموکراتانو او د ولسمشر ټرمپ د ادارې ترمنځ اختلافات لا ژور کړي. د عدلیې وزیر او لوی څارنوال ویلیام بار پرون د جمهوري غوښتونکو تر کنټرول لاندې د سنا قضایي کمېټې ته په استماعیه غونډه کې له ګډون وروسته وویل چې دی به نن د استازو جرګې چې ډموکراتان پرې نفوذ لري، د قضایي کمېټې په وړاندې خبرو ته حاضر نهشي ځکه د خبرو له چوکاټ سرهیې موافق نهدی. Читать дальше...
د سیمهییزې اردو دیارلسم ټولی تر روزنې وروسته پرون د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار اچین ولسوالۍ ته واستول شو. دا ځواکونه په ختیځ کې د دوه سوه یو سیلاب قول اردو په روزنیز کمپ کې وروزل شول. د دې قول اردو قوماندان برید جنرال محمد زمان وزیري وایي چې سیمهییزه اردو د ملي اردو په څېر مجهزه ده. د ننګرهار د رسنیو دفتر څرګندوي چې تردې مخکې هم د ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو ته د سیمهییزې اردو ۱۲ ټولي استول شوي دي چې ورسره د دغو سیمو امنیت ټینګ شوی دی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرپلټونکي يا سيګار د نوي راپور له مخې د امريکا د پوځ او ناټو دغه ارزونې د افغانستان...
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په اسلاماباد کې د افغانستان د سفارت شاردافیر دغه وزارت ته وربللی او پر ډیورند کرښه یې پر پاکستاني پوځیانو د برید له امله احتجاج کړی دی. دا پهداسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې وسلهوالو شمالي وزیرستان ته څېرمه له افغان خاورې پر هغو پاکستانیو خواکونو برید کړی چې پر ډیورند کرښه یې اغزن تار غځاوه. پوځ وايي چې د وسلهوالو پهدغه برید کې د پاکستان د پوځ لږ تر لږه ۳ سرتېري ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول. د پاکستان پوځي مقاماتو پهدغه... Читать дальше...
قطر په لومړي ځل د افغانستان لپاره خپل سفیر وټاکه. د قطر د امیر په فرمان کې راغلي دي چې سعید مبارک الخیارین الهاجري یې د افغانستان لپاره سفیر ټاکلی دی. قطر پهداسې حال کې د افغانستان لپاره خپل سفیر معرفي کړی دی چې د دغه هېواد پلازمېنه دوحه د طالبانو او د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایي پلاوي د شپږم دور خبرو کوربنه ده. قطر یوازینی هېواد دی چې هلته طالبان رسمي دفتر لري.
ایران وایي، له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او نورو متحدینو سره یې د ښو اړیکو غوښتونکی دی او ترې غواړي چې له خپل ګاونډ قطر سره ژور اختلافات پای ته ورسوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون چهارشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ایشین کاپوریشن ډیالوګ په نوم کنفرانس ته په وینا کې وویل، تهران له قطر، کویټ او عمان سره ډیرې ښې اړیکې لري او دوی هیلهمند دي چې دغه ډول اړیکې له سعودي عربستان، بحرین او متحده عربي اماراتو سره هم ولري. دغو درې واړو هېوادونو او مصر له قطر سره له ۲۰۱۷میلادي کال راهیسې ډپلوماټیکې او سوداګرۍ اړیکې پرې کړي دي. Читать дальше...
په کابل کې مشورتي لویه جرګه چې ټاکل شوې وه، نن پای ته ورسېږي، ښایي سبا هم ادامه پيدا کړي. پهدې جرګه کې چې تر ۳۲۰۰ ډېرو استازیو برخه اخېستې ده، د جرګې ۵۱ کسیزو کمېټو پرون د چهارشنبې په ورځ د سولې په اړه خپل بحثونه پای ته ورسول. خو د دې جرګې د جوړیدو د کمېسیون مشر محمد عمر داوودزي پرون د چهارشنبې په ورځ اټکل کړی و که دا کمېټې خپل راپورونه د چهارشنبې تر اخره عمومي غونډې ته وړاندې نه کړي، جرګه به وځنډیږي: "که چېرته نن ټوله ورځ کمېټې خپل کارونه مخته یوسي او د پنجشنبې په ورځ راپورونه ورکړي، نو پهدې... Читать дальше...
د قطر په پلازمېنه دوحه کې نن د پنجشنبې په ورځ د امریکایي پلاوي او طالبانو ترمنځ خبرې دوام کوي.
د سعودي عربستان ساحلي ګارډ په سره سمندرګي کې د جدې بندر ته نږدې د ایران د تېلو یوه کښتۍ چې د بېړنۍ مرستې غوښتنهیې کړې وه، ژغورلې ده. چارواکو نن سهار وویل چې د "هپینیس یو" له کښتۍ څخه چې ماشینیې له کاره لوېدلی او کنټرولیې له لاسه ورکړی و، د بېړنۍ مرستې غوښتنه ترلاسه کړې وه. دا پېښه د جدې جنوب په ۷۰ کېلو مترۍ کې پېښه شوې. عرب نیوز د سعودي د ساحلي ګارد د چارواکو په حواله ویلي چې د دغې کښتۍ ټوله ۲۶ عمله چې ۲۴یې ایراني سرتېري او دوه بنګلهدېشیان دي، ژغورل شوي او هم چاپېریال ته د زیان رسېدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات شوي دي. Читать дальше...
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د چهارشنبې په ورځ داسې قانون توشیح کړ چې ورسره پر انټرنیټ د حکومت کنټرول زیاتېږي. دا قانون د کرملین وېبپاڼې خپور کړی دی. انتقاد کوونکي وايي چې له دې سره به د انټرنیټ پراخه برخه سانسور شي. د نوي قانون له مخې د انټرنیټ کاروونکي باید د هېواد له دننه او بهر انټرنیټ د یوې خاصې وسیلې له لارې راکاږي. د انټرنیټ پلوي شبکې وایي، له دې سره به د روسیې استخباراتو ته د اطلاعاتو د ترلاسه کولو زیاته زمینه برابره شي. د روسیې په پارلمان کې حکومت او ملاتړو یې د نوي قانون... Читать дальше...
ملګرو ملتونو د جېش محمد افراطي ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.
په ونزوئلا کې د اپوزسیون په سلګونو پلویانو پرون د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه کاراکاس کې لاریون وکړ. دا لاریون وروسته تردې وشو چې د ونزوئلا د اپوزسیون مشر خوان ګواېدو د حکومت پرضد د اعتراضونو غوښتنه وکړه. خوان ګواېدو د سې شنبې په ورځ د ولسمشر نیکلاس مادرو پرضد د پوځي پاڅون غږ وکړ. داسې ښکاري چې د ګواېدو دا غوښتنه ونه منل شوه. ولسمشر مادرو، خوان ګواېدو د کودتاه په کولو تورن کړی دی، خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټون پرون په واشنګټن کې وویل: "دا کودتاه نهده چې کله یو مشروع ولسمشر خپل حکومت ته امر کوي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости