Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 04.05.2019

په سوات کې د سپرلي مېله پیل شوې

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د سپرلي دوه روځنۍ کلتوري مېله پیل شوې ده. په دې مېله کې کلتوري توکي اېښودل شوي او د موسیقۍ تابیا پکې شوې ده. د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي ورغلي دي. د مشال راډیو خبریال نیاز احمد خان پرې رپوټ لري.

حاجي اغا: د لاجوردو د لارې سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ وایي، د لاجوردو په سوداګریزه لاره سوداګر له ستونزو سره مخ دي. د دغه بورډ مشر رحم الدین حاجي اغا نن ازادي راډيو ته وویل چې تر دې دمه د افغانستان له لوري د ترکیې په لور یوازې یو موټر استول شوی چې سوداګریز محصولات په کې بار، خو د وېزې د نه لرلو له امله هغه هم تر اوسه نه دی رسېدلی. ده وویل: "د لاجوردو لارې سوداګر له سختو ستونزو سره مخ دي، موږ د یو میلیون ډالرو په ارزښت مال چمتو کړی و چې ترکیې او نورو هېوادنو ته یې واستوو، له بده مرغه تر دې دمه یو موټر حرکت کړی،... Читать дальше...



رستمي: سږ کال به په ۴ ولایتونو کې د کبانو د روزنې ۸۰ فارمونه جوړ شي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په روان لمریز کال کې به په څلورو ولایتونو کې د کبانو د روزنې ۸۰ فارمونه جوړ شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل: "د کرنې وزارت په هېواد کې دننه د مالدارۍ سکټور په ځانګړي ډول د کبانو د فارمونو او د غوښې د پراختیا په هدف روان کال پلان لري چې په خوست، بلخ، بغلان او کندز ولایتونو کې د کبانو فارمونه جوړ کړي." ښاغلی رستمي وایي چې د دغو فارمونو له جوړېدو سره به سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او د کبانو د تولیداتو کچه به ورسره لوړه شي. Читать дальше...

په لغمان او کونړ کې ۲۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه

Pa.azadiradio.com 

په لغمان او کونړ ولایتونو کې نږدې شل جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه. د کونړ ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې رئیس محمد ابراهیم ماموند ازادي راډیو ته وویل: د کونړ ولایت امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په دوو عملیاتو کې په شُلتن دره کې اته جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړه. دی وايي: "سږ کال په کونړ کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. زموږ د معلوماتو له مخې سږکال د دې ولایت په نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکو کې کوکنار کرل شوي چې ډېری یې په شیګل، دانګام، اسمار، خاص کونړ ولسوالیو او شُلتن دره کې کرل شوي دي. Читать дальше...



زلمی خلیلزاد او طالب پلاوی نن بیا په قطر کې خبرې پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالب پلاوی په قطر کې بیا خبرې پیلوي. د طالبانو د قطر د دفتر یوه مسؤل سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، د جمعې د ورځې تر دمې وروسته دواړو لوري نن بیا خبرې کوي. زلمي خلیلزاد او طالب مشرانو د تېرې چهارشنبې په ورځ د خبرو شپږم پړاو پیل کړ. ښاغلي خلیلزاد د طالبانو له مرستیال مشر ملا عبد الغني بردار سره کتنه وکړه او په خپل وروستي تازه ټوېټ کې يې ویلي چې اوس وخت را رسېدلی چې طالبان وسله کېږدي او سولې ته مخه کړي. خو طالبانو نه یوازې د خلیلزاد... Читать дальше...

سادات: په کابل کې د طالبانو او داعش لسګونه مشکوک غړي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو او داعش هغه لسګونه مشکوک غړي یې نیولي دي چې هڅه يې کوله د مشورتي لويې جرګې امنیت خراب کړي. د دې وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پرون د مشورتي لويې جرګې تر پای ته رسېدو وروسته خبریالانو ته وویل: "مونږ دوه دېرش عملیات وکړل، د داعش او طالبانو د ډلو پر ضد مو چې غوښتل يې لویه جرګه ګډه وډه کړي، د شپې او د نیونو خاص عملیات وکړل." مشورتي لویه جرګه پرون د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره چې په کې پر سوله، اوربند، بین الافغاني خبرو او د افغانستان اساسي قانون... Читать дальше...

د ننګرهار په ۱۰ ولسوالیو کې د لمریزې برښنا سروې تر ډېره بشپړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت په لسو سرحدي ولسوالیو کې د لمریزې برښنا د برابرولو لپاره د کلیو د پراختیا د وزارت د سروې چارې تر ډېره حده بشپړې شوي دي. د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر د بیان له مخې، د کلیو د پراختیا وزارت د پایدارې انرژۍ د ملي پروګرام د دې پروژې په عملي کېدو سره به د لسو سرحدي ولسوالیو څه د پاسه یو نیم لک کورنۍ له سولري برښنا برخمنې شي. په اعلامیه کې راغلي دي چې تر اوسه پورې په ۹ ولسوالیو کې شااوخوا یو سل او دېرش زره کورونه د لمریزې برښنا د دې پروژې لپاره سروې شوي دي. شېرزاد د ننګرهار ولایت... Читать дальше...

ولسمشر غني: د سولې د چوکاټ مهم لومړیتوب د افغان کډوالو راستنول دي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې د چوکاټ یو مهم او ملي لومړیتوب په عزت سره هېواد ته د افغان کډوالو بېرته ستنول دي. ولسمشر غني دا خبرې پرون ماذیګر په ارګ کې په پاکستان، ایران او اروپا کې د مېشتو افغان کډوالو له استازو سره په کتنه کې وکړه. له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په دې کتنه کې په پاکستان، ایران او اروپا کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل پر لارو چارو، د کډوالو لپاره د تحصیلي برسونو، د کډوالو د حج د سهم او په افغانستان کې د بهر مېشتو افغانانو له خوا د پانګونې او نورو مسئلو په اړه خبرې وشوې. Читать дальше...

ملګرو ملتونو د ویکي لیکس پر بنسټګر د بند پر حکم انتقاد کړی

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو پورې اړوند د حقوقي چارو د متخصصانو یوې ډلې د بریتانیې د یوې محکمې له خوا د ویکي لیکس پر موسس ژولیان اسانژ د ۵۰ اوونیو د بند پر حکم انتقاد کړی دی. د بریتانيې دغې محکمې د روانې مې میاشتې په لومړنۍ نېټه ۴۷ کلن اسانژ د ضمانت له شرطونو څخه د سرغړونې په تور محکوم کړ. محکمې ویلي دي چې اسانژ په ۲۰۱۲ میلادي کال کې په داسې حال کې چې په سویډن کې د جنسي تېري او ځورونې له قضیو سره مخ او په ضمانت ازاد و، په لندن کې د اکوادور په سفارت کې په پناه اخيستلو سره د ضمانت له شرطونو سرغړونه کړې ده.... Читать дальше...

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزیران په فنلنډ کې سره ویني

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف پرون تائید کړه چې د دې هېواد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیران به راتلونکې اوونۍ په فنلنډ کې په خپلو کې وویني. سرګي لاوروف او مایک پامپیو په داسې وخت کې له یو بل سره کتنه کوي چې په ونزوېلا کې د روان بحران له امله د واشنګټن او مسکو اړیکې ترینګلې شوي دي. یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې پامپیو او لاوروف به د راتلونکې دوشنبې په ورځ په فنلنډ کې د ارکاتیک شورا د دوه ورځنۍ غونډې پر مهال له یو بل سره وویني او خبرې به يې تر ډېره پر ونزوېلا راڅرخي. Читать дальше...

پر غزې تراړې د اسرائيلي الوتکو په برید کې د حماس ۲ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

پر غزې تراړه پرون د اسرائيلي الوتکو په یوه تازه برید کې د حماس ډلې دوه وسله وال وژل شوي دي. د اسرائیل پوځ په یوه بیان کې ویلي دي چې دا هوايې برید له غزې د هغې وسله والې حملې په ځواب کې شوی چې له امله يې دوه اسرائیلي سرتېري ژوبل شوي دي. روېټرز خبري اژانس وايي چې پرون هم د غزې او اسرائیل ترمنځ پر پوله له اسرائیلي ځواکونو سره په اخ او ډب کې یو ۱۹ کلن فلسطینی ځوان وژل شوی دی. د تېر میلادي کال د مارچ له ۳۰مې نېټې راهیسې د اسرائیل له خوا د غزې تراړې د کلابندۍ پر وړاندې د مظاهرو او له اسرائیلي سرتېرو... Читать дальше...



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о росте турпотока из Китая



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Элджей

Рэпер Элджей выступил на фестивале «Черника Fest Music» в Новосибирске




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

В УФСИН России по Республике Дагестан прошли лично-командные соревнования по легкой атлетике


ATP

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

Відомий аграрій Кормишкін, складає свої депутатські повноваження



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России