کندهار کې د ۱۵ مېګا واټه لمریزې برښنا د پروژې کار بشپړ شوی
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ۱۵ مېګا واټه لمریزې برښنا د پروژې د کار د بشپړېدو خبره کوي. د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مرستیال فضلالحق مشکاڼي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدغې پروژې سره به پهدغه ولایت کې د فابریکو د برښنا ستونزه تر یو بریده هواره شي. دی وايي: "زموږ ډېری فابریکې د برښنا د نشتوالي له امله له فعالیت پاتې دي، له دې سره هم ستونزې ټولې نهحلېږي، خو تر یوې اندازې به هوارې شي." د ښاغلي مشکاڼي د معلوماتو له مخې پهدغه ولایت کې ۲۵۰ فابریکې شته چې له دې شمېر ۱۵۲یې فعالې او پاتې نورې یې غیر فعالې دي. Читать дальше...