امریکا منځني ختیځ او خلیج ته د ۱۲۰زره سرتېرو د استولو پر پلان غور کوي
د امریکا متحده ایالات منځني ختیځ او خلیج ته د یو سل او شل زره سرتېرو د استولو پر پلان غور کوي.
د امریکا متحده ایالات منځني ختیځ او خلیج ته د یو سل او شل زره سرتېرو د استولو پر پلان غور کوي.
د هلمند ولایت په مرکز کې د لښکرګاه اوسیدونکي وايي، پولیس د غلو سره همکارۍ کوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، لاهم د چابهار سوداګریزې لارې ستونزې نهدي حل شوي. د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، تردې دمه پهدغه سوداګریزه لاره د افغان محصولاتو یوه جوپه صادر شوې ده: "د کښتۍ او تخنیکي ستونزې شته، سکنرونه، سړې خونې او ګدام نشته، هغه تسهیلات چې په بندراباد کې دي دلته نشته، د افغانستان موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي." ښاغلی الکوزی وایي، پلان دی چې د روان لمریزکال تر پایه د افغانستان صادرات دوه سوه میلیاردو ډالرو ته... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په روان لمریزکال کې به په لوګر ولایت کې ۱۱۸ ممیز خونې جوړې شي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدغه ولایت کې دا شمېر ممیز خونې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ پروژې له خوا جوړېږي. دی وايي: "د کرنې وزارت د روان لمریزکال په ترڅ کې په لوګر ولایت کې د ممیزو د پروسس، د تولیداتو د کچې د لوړوالي او د انګورو د ضایعاتو د مخنیوي په هدف ۱۱۸ ممیز خونې جوړوي." ښاغلی رستمي وایي، دا مهال د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د انګورو... Читать дальше...
د بلوچستان کوټې ښار کې چاودنه څلور پولیس وژلي دي.د پوليسو مشر وايي، بم په موټر سايکل کې اېښودل شوی وو.
د تیموریانو د دورې د وتلې سیاسي او فرهنګي مېرمنې ګوهر شاد بېګم د زیږد د ۶۶۰ مې کلیزې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت لهخوا د شاعرانو، ادیبانو او تاریخ پوهانو سیمینار جوړ شو.
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په راتلونکي جوزا میاشت کې د افغان ولسمشرد کاري مودې د پای ته رسېدو او په افغانستان...
د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، په بلخ ولسوالۍ کې له وسلهوالو مخالفینو سره په جګړه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان دي. د بلخ د امنیه قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، جګړه وروسته له هغه پیل شوه چې وسلهوالو کسانو د بلخ ولسوالۍ په بنګاله سیمه کې پر امنیتي پوستو برید وکړ. ښاغلي عادل وویل، د افغان ځواکونو په ځوابي حملو کې وسلهوال برید کوونکي هم وژل شوي، خو شمېر یې نهدی معلوم. د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي، له درېیو ورځو راهیسې یې په بلخ او دولتاباد ولسوالیو... Читать дальше...
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فضايي تحقیقاتو د ادارې یا ناسا «NASA» لپاره د ۱،۶ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کړې، څو متحد ایالات یو ځل بیا د سپوږمۍ پر غولي څېړنې پیل کړي. ښاغلي ټرمپ پرون پر ټویټر په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې کانګرس ته یې د اضافي بودجې دا غوښتنه استولې ده. ټرمپ ویلي چې د ده اداره به د ناسا پیاوړتیا اعاده کړي، څو موږ بیا سپوږمۍ ته وخېژو او مریخ ته ولاړ شو. هغه لیکلي دي چې د ناسا لپاره د ۱،۶ میلیارد ډالرو اضافي بودجې غوښتنه کوي، څو امریکا د لویو تحقیقاتو لپاره یو ځل بیا فضا ته ولاړه شي. Читать дальше...
د فاریاب ولایت په مرکز میمنې ښار کې د ملي اردو او پولیسو ترمنځ په نښته کې دوه پولیس افسران ټپیان شوي او یو سیمهییز خبریال هم وهل شوی دی. یوې امنیتي سرچینې چې نه غواړي هویت یې افشا شي ازادي راډیو ته وویل چې پولیس او ملي اردو تېر ماښام د میمنې په لومړۍ حوزه کې سره ونښتل او پر یو بل یې ډزې وکړې. د پېښې یوه عیني شاهد عظیم خان پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ملي اردو سرتېري راغلل او یو هلک یې وواهه. د امنیتي حوزې د ترورېزم ضد امر راغی او ویې پوښتل چې ولې؟ هغه وویل ته څه کاره یې؟ او ده ځواب ورکړ... Читать дальше...
د غزني ولایت قرهباغ له زړې اډې بیا د غزني تر پوهنې ریاست پورې دا هغه سړک دی چې ډېری وخت پرې زیاته ګڼه ګوڼه وي، خو د دې تر څنګ دغه سړک د کابل-کندهار لویه لاره او د غزني ښار هم سره نښلوي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د جلالاباد په ښار کې د تېرې شپې چاودنې د روژه ماتي وخت څخه په ګټې اخېستنې ترسره شوي.
په پام کې ده د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن د سې شنبې په ورځ د روسیې په تفریحي ساحلي ښار سوچي کې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او خپل روس سیال سرګي لاوروف سره وګوري. دا خبرې د تېرکال په جنوري میاشت کې په فنلنډ کې د امریکا او روسیې د ولسمشرانو له لیدنې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ تر ټولو د لوړې کچې رسمي خبرې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د پوتین او پامپیو د خبرو په اجنډا کې به د وسلو د کنټرول او د ونزوئلا، اوکراین، سوریې او ایران د کړکېچونو په اړه بحثونه شامل وي. پهدې... Читать дальше...
چين د دوشنبې په ورځ وويل چې د جون مياشتې له لومړۍ نېټې به د ۶۰ میلياردو ډالرو په ارزښت پر امریکايي مالونو تعرفه زیاته کړي. دا اقدام د امریکا د تعرفو د زياتوالي په غبرګون کې کېږي چې شاوخوا ټول چينايي واردات په نښه کوي. د چین د حکومت د یوې رسمي اعلاميې له مخې، د امريکا پر وارداتو به د چين تعرفه تر ۲۵ فیصدو ورسېږي. دې اعلان د ونډو پر بازار هم اغېز کړی دی. واشنګټن د دوه سوه میلياردو ډالرو په ارزښت پر چينايي مالونو تعرفه له لس فیصده څخه ۲۵ فیصده ته زیاته کړه او د امريکا او چین د سوداګریزو خبرو... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي، په جلالاباد ښار کې د پرلهپسې څلورو چاودنو په نتيجه کې څلور ملکيان وژل شوي او شاوخوا شل نور ټپیان شوي دي. د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ټپیانو د لیدو پرمهال خبريالانو ته وويل چې ټول وژل شوي او ټپیان ملکيان دي. دی وايي: "د ريکشې په وسیله باندې انفجار د تلاشی په چوک وشو، د پېښې ټول قربانيان ملکي او عام وګړي دي." د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته وويل چې چاودنې د دوشنبې په ماښام اووه بجې، د جلال اباد ښار په څلورمه ناحيه کې د پولیسو یوه هاموې موټر ته نېږدې وشوې. Читать дальше...
د امريکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې الیس ویلز د افغانستان د سولې عالي شورا له مرستيالې حبیبه سرابي سره د افغان ښځو د لاسته راوړنو د خونديتوب په اړه خبرې وکړې. په کابل کې د امريکا سفارت پر ټویټرپاڼه لیکلي چې مېرمن ویلز د تېرو ۱۸ کلونو پر مهال په ټولنيزو او سياسي برخو کې د افغان ښځو د تاريخي لاسته راوړنو د خونديتوب پر موضوع د خبرو لپاره د دوشنبې په ورځ له مېرمن سرابي سره ولیدل. مېرمن سرابي هم پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د امریکا له حکومته مننه کوي چې د سولې د پروسې پرمهال د افغان ښځو تر څنګ ولاړ دی. Читать дальше...
د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستيالې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزیر سره د لیدو پرمهال خبر ورکړ چې پر ايران د امریکا له بندیزونو څخه د چابهار بندر مستثنا دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وياند صبغت احمدي پرون د دوشنبې په ورځ ماښام له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، الېس ویلز او صلاح الدین رباني پرون دوشنبې پهدې اړه خبرې وکړې. د ښاغلي احمدي په وينا، د امریکا له بنديزونو د چابهار بندر مستثنا کېدل او د افغانستان د توکو د انتقال لپاره د یوې لارې جوړېدل مهمه خبره ده. Читать дальше...
د بلوچستان په کوټه ښار کې د دوشنبې په ماښام په يوه چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي دي. د کوټې د پوليسو مرستيال مشر عبدالرزاق چېمه فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې حمله د روژه ماتې پر وخت وشوه. په حمله کې نهه کسان ټپيان شوي دي. د هغه په وینا په يو موټر سايکل کې چاوديدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو. ځينو پاکستاني رسنيو د ټپيانو شمېر ۱۱ ښودلی. رويټرز خبري اژانس د بلوچستان د کورنيو چارو ایالتي وزير ضيا الله لانګو له خولې ويلي چې دا بريد پر هغو پوليسو شوی چې د يو جومات مخې ته پر پیره ولاړ وو. تحريک طالبان پاکستان د دې حملې مسؤلیت منلی دی. Читать дальше...
د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ له رئیسې فدریکا موګيريني سره د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې ولیدل. د دوی د خبرو موضوع د ایران وروستي تهدیدونه وه. د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د ۲۰۱۵میلادي کال له اټمي موافقې له وتلو وروسته د ایران د تیلو د صادراتو په مخنیوي سره تهران منزوي کړي. په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو له وزیرانو سره تر خبرو وروسته فدريکا موګيريني وويل چې د دې ټولنې غړي هېوادونو له پامپیو سره خپل نظر شریک کړ چې له ایران سره باید د هر ډول نظامي شخړې مخه ونیول شي. Читать дальше...
د ازادي راډیو اوونیزه «ژوند په شېیو کې» پروګرام روژه ماتي ته ځانکړی شوی، په پیل کې به واورئ چې:
افغانستان ته د امريکا سفیر وايي، طالبانو له افغان حکومت او افغان ټولنې سره د هغو مسايلو په اړه تراوسه خبرو ته جديت ...
د ورځپاڼې په لیکنه د افغانستان کړکېچ په خرابه حالت کې دوام لري او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره نه غواړي چې پرې وغږیږي.
د پاکستان ولسي جرګې یو قانون تصویب کړی چې له مخې یې په ایالاتي پارلمان کې له افغانستان سره همسرحده اوو قبایلي سیمو ته لا ډېرې کرسۍ ورکول کېږي. دغه قانون پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان د ولسي جرګې د ۳۴۲ استازو لهخوا تصویب شو او د سنا مجلس ته به د تأیید لپاره ولېږل شي. د پاکستان اووه قبایلي سیمې لکه باجوړ، مهمند، خیبر، اورکزۍ،کورمه، شمالي او جنوبي وزیرستان په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په خیبر پښتونخواه ایالات کې مدغم شوې. اوس مهال له افغانستان سره همسرحده قبایلي سیمې د پاکستان په ولسي جرګه کې ۱۶ استازي لري.
د پکتیکا چارواکي وایي، وسلهوالو مخالفینو د پکتیا او پکتیکا ترمنځ غځیدلي لاره کې پر امنیتي پوستو برید کړی چې له متقابلو ډزو سره مخامخ شوي دي. د پکتیکا د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد آرین پرون د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، پهدغه نښته کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده: "تېره شپه د پکتیا او پکتیکا ترمنځ لویې لارې کې پوستې دي هلته د پکتیکا پرسونل ځای پرځای شوي دي، طالبانو ډلهییز برید وکړ چې ۶ وسلهوال مخالفین وژل شوي او ۵ ټپیان دي. زموږ خوا ته هم تلفات شته ۳ تنه وژل شوي او ۳ ټپیان دي. Читать дальше...
یو افغان پولیس د غور ولایت په مرکز کې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو او د کورنۍ دوه غړي یې ټپیان شول. د فیروزکوه ښار د لومړۍ حوزې امر حبیب الله عظیمي ازادي راډیو ته وویل چې دا ماین د نوموړي په کور کې دننه ځای پرځای شوی وو. د ښاغلي عظیمي په خبره ماین هغه وخت ځای پر ځای شوی وو چې یاد سرتېري له خپلې کورنۍ سره له کوره بهر وتلی وو او د کور دروازه یې د خپلو ماشومانو لپاره چې له ښوونځي بېرته کور ته تلل، خلاصه پرې ایښې وه. تر اوسه د دې پېښې مسؤلیت چا نهدی منلی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости