ټرمپ: ډاډه یم چې ایران به له واشنګټن سره خبرو ته مخه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، هغه ډاډه دی چې ایران به ډېر ژر له واشنګټن سره خبرو اترو ته مخه کړي. ولسمشر ټرمپ دا راپورونه هم رد کړل چې ګواکې د پالیسیو په اړه د نوموړي په اداره کې اختلافات موجود دي. ډونالډ ټرمپ د چهارشنبه په ورځ پر خپل ټویټر ولیکل، مختلف نظرونه څرګندیږي او زه خپله وروستۍ پریکړه کوم او ډاډه یم چې ایران به د خبرو اترو غوښتنه وکړي. د امریکا او ایران ترمنځ د وروستي کړکېچ په اړه دا دوهم ځل دی چې د امریکا ولسمشر له ایران سره د مذاکراتو خبره کوي. بل لور ته د ایران د بهرنیو... Читать дальше...