Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 23.05.2019

په فراه کې د غنمو حاصلات ۳۰ سلنه زیات شوي

Pa.azadiradio.com 

په فراه ولایت کې د غنمو حاصلات ۳۰ په سلو کې زیات شوي دي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د وزارت ویاند اکبر رستمي نن د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېر کال د وچکالۍ له امله په‌دغه ولایت کې د غنمو حاصلات ۲۵ فیصده وو. ښاغلی رستمي زیاتوي: "سږ کال په فراه ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو د وېشلو تر څنګ، ۶۰۰ مټریک ټنه کیمیاوي سره هم پر ۶۰۰۰ بزګرو وېشل شوې او دا د غنمو د حاصلاتو د ډېروالي اساسي لامل دی." فراه هغه ولایت دی چې د غنمو د کښت لپاره کافي ځمکه لري او په ټوله کې یې په یو لکو ۲۰ زره هکتاره ځمکه غنم کرل کېږي.

د بهرنیو تولیداتو د قاچاقي وارداتو د مخنیوي لپاره ۵ مرکزونه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د بهرنیو تولیداتو د قاچاقي وارداتو د مخنیوي پنځه مرکزونه جوړېږي. د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني دا مطلب تېر ماښام له افغان صنعت‌کارانو سره په لیدنه کې بیان کړی دی. په اعلامیه کې د صنایعو د خونې د رئیس شیرباز کمین‌زاده له قوله ویل شوي چې سږ کال په هېواد کې د صنعت وده ۷ فیصده وه او د صادراتو کچه هم یو میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده. ښاغلي کمین‌زاده ویلي چې اوس‌مهال په هېواد کې ۳۲۰۰ تولیدي فابریکې فعالې دي. د افغانستان ولسمشر غني، له صنعتکارو سره په لیدنه کې د ګمرکونو... Читать дальше...



د فرشتې پېښه دې وپلټل شي: عمران خان

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم په اسلام اباد کې د مومندو د یوې لس کلنې نجلۍ فرشتې مومند د وژنې په اړه د اسلام اباد له پولیسو وضاحت غوښتی دی.

سومالیا کې ځان‌وژونکي برید لږ تر لږه نهه کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د سومالیا په پلازمېنه موګه‌دیشو کې په یوه ځان‌وژونکي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي. چارواکو ویلي چې په وژل شویو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حسین الابي فحیي هم شامل دی. دغه برید پرون د چهارشنبې په ورځ پر هغو موټرو چې دولتي چارواکو یې لېږدول وشو. په‌دغه برید کې چې مسؤلیت یې په سومالیا کې دېره سخت دریځې الشباب ډلې اخېستی، ۱۳ تنه ټپیان شوي دي. برید د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نژدې د تلاشۍ له یوې امنیتي پوستې سره هغه مهال وشو چې ځواکونو موټر تلاشي کاوه. له القاعده سره تړلې الشباب... Читать дальше...

پنټاګون منځني ختیځ ته د پنځو زرو سرتېرو پر استولو غور کوي

Pa.azadiradio.com 

د واشنګټن او تهران ترمنځ د زیات شوي کړکېچ په ترڅ کې پنټاګون منځني ختیځ ته د پنځو زرو سرتېرو پر استولو غور کوي. امریکایي چارواکو چې د خپلو نومونو نه ښودلو په شرط یې رویترز اژانس ته دا خبره کړې ویلي چې د امریکا مرکزي قوماندانۍ منځني ختیځ ته د نورو سرتېرو د استولو غوښتنه کړې، خو دا نه‌ده څرګنده چې پنټاګون به دغه غوښتنه ومني او که‌نه؟ یوه چارواکي ويلي چې دغه اقدام د دې لپاره نه کېږي چې د ایران له‌خوا کوم نوی ګواښ متوجه دی، بلکې هدف یې د سیمې د امنیت پیاوړي کېدل دي. پنتاګون تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي. Читать дальше...

پاکستان کې د یوې لس کلنې نجلۍ د وژنې په تور ۳ تنه نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وایي، د یوې لس کلنې نجلۍ د تښتونې او وژنې په تور یې درې مشکوک کسان نیولي دي. د اسلام‌اباد د پولیسو ویاند خالد اعوان پرون چهارشنبه ناوخته وویل چې د دې قضیې په تړاو څلورو پولیسو ته د وظیفوي غفلت دوسیې اچول شوي دي. لس کلنه فرشته چې د اسلام‌اباد له چک شهزاد څخه تښتول شوې او وروسته وژل شوې وه، په اسلام‌اباد ښار کې یې ډېر اعتراضونه راپارولي وو. ویل شوي چې پر هغې جنسي تېری شوی او وروسته وژل شوې ده. کورنۍ یې ادعا کوي چې پولیسو د هغې د ورکېدو په پېښه کې جدي اقدام نه‌دی کړی او نه یې هم د پولیسو په ماموریت کې دغه پيښه ثبت کړې ده. Читать дальше...



د غزني والي: وروستۍ چاودنې ۶ کسان وژلي او ۲۰ نور یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د غزني والي وايي، په پرونۍ موټر بم چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او تر شلو پورې نور ټپیان دي. والي زیاتوي، په شپږو وژل شویو کې دوه تنه برید کوونکي، دوه امنیتي سرتېري او دوه تنه ماشومان دي، په ټپیانو کې ۷ تنه پولیس او پاتې نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي کسان دي. والي وحیدالله کلیمزي د چهارشنبې په‌دې اړه ازادي راډیو ته یې وویل: "برید کوونکو غوښتل چې د ولایت پر مقام، امنیه قومانداني او یا هم کومه بله دولتي اداره برید وکړي، خو پولیسو یې مخ ډب کړه." چاودنه پرون ماسپښین د غزني ښار د څلورمې حوزې په مربوطاتو کې د کابل کندهار پر لویه لاره د «پي.

د ناټو د غړیو هېوادونو راتلونکې سرمشریزه لندن کې ترسره کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو د غړیو هېوادونو راتلونکې سرمشریزه به د ډسمبر په درېیمه او څلورمه په لندن کې وشي او د دې تړون اویایمه کلیزه به ولمانځل شي. د دې نېټې اعلان د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د چهارشنبې په ورځ وکړ او ویې ویل چې دا غونډه یو فرصت دی چې په‌کې اوسني امنیتي ګواښونه وڅېړل شي، پر ناټو پانګونه ادامه پیدا کړي، څو ډاډ ترلاسه کړو چې څرنګه دا تړون په راتلونکو کلونو کې هم د ثبات د یوه ستن په شکل پاتېږي. سټولټنبرګ زیاته کړه، لندن د ناټو د لومړي مرکزي ادارې کور دی او دې ته مناسب دی چې هلته د ناټو تړون اویایمه کلیزه ولمانځو. Читать дальше...

د غور چارواکي: د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی

Pa.azadiradio.com 

د غور سیمه‌ییز چارواکي وايي، د جام لرغونی منار د نړېدو امکانات خورا زیات شوی دی. د غور د اطلاعات او فرهنګ رئیس فخر الدین اریاپور وایي، له سختو ورښتونو او سیلونو وروسته اوس اوبه د جام تر منار پورې رسیدلي دي. د اریاپور په وینا، د دې لرغونې منار استنادي دیوالونه له منځه تللي دي. د جام منار په هغه ځای کې ودان شوی دی چې د «جام» سیند د هریرود د مست سیند سره یوځای کېږي. دا منار په ۱۲مه میلادي پیړۍ کې ودان شوی دی چې ۶۵ متره لوړ دی. جام منار په نوي ډيلي کې تر «قطب منار» وروسته په نړۍ کې د خښتو تر ټولو ستر منار دی.

د شانګهای سرمشریزه کې د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې کېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د شانګهای د همکاریو د سازمان په ۱۸مه سرمشریزه کې د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان پر سوله او اقتصاد خبرې وشي. دا دوه ورځنۍ غونډه د قرغزستان په پلازمېنه بشکیک کې د جون په ۱۳مه پیلېږي. قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، هند، پاکستان، چین او روسیه د دې سازمان دایمي غړي هېوادونه دي او افغانستان، ایران، بېلاروس او منګولیا د دې سازمان څارونکي غړي دي. د شانګهای سازمان تېره سرمشریزه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې وه.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا پاکستان سره سیالي کوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا د جمعې په ورځ د پاکستان له ملي ټیم سره یوه ورځنۍ مسابقه وکړي. دا لوبه د بریتانیا په بریسټول کې ترسره کېږي او د نړیوال جام لپاره د چمتوالي تمریناتي لوبه ده. ټاکل شوې ده چې د کرکټ نړیوال جام راتلونکې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شي او دا یو ورځنی نړیوال جام لوبې به د جولای تر ۱۴مې په انګلستان او ولز کې ترسره شي.

پلوسي: ټرمپ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د پټېدو هڅه کوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحد ایالاتونو د استازو جرګې مشرې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تورن کړ چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې د پټېدو هڅه کوي. نانسي پلوسې پرون د چهارشنبې په ورځ په استازیو جرګه کې د ډموکراتانو له یوې غونډې وروسته، خبریالانو ته وویل، هېڅوک تر قانون پورته نه‌دی، د متحد ایالاتونو د ولسمشر په ګډون او موږ باور لرو چې د امریکا د متحد ایالاتونو ولسمشر د قضیې په پټولو کې لاس لري. د دې په ځواب کې ولسمشر ټرمپ خبري غونډې ته وویل: "زما په فکر ستاسو اکثریت به له دې سره موافق وي... Читать дальше...

ایټالیا کې د یوه سروېس د چپه کېدو پېښه یوه مېرمن وژلې

Pa.azadiradio.com 

د ایټالیا په توسکاني ایالات کې د یوه سروېس د چپه کېدو له امله یو روسۍ مېرمن وژل شوې او ۱۹ تنه نور ګرځندویان ټپیان شوي دي. د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د روسیې سفارت پرون د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې یو پلاوی یې سینا ښار ته چې هلته دا پېښه رامنځته شوې ده د څېړنې لپاره استولی. د روسیې د سفارت په وینا وژل شوې روسۍ د ګرځندویانو لارښوده یوه څلویښت کلنه ښځه ده. په اعلامیه کې راغلي دي چې په ټپیانو کې دوه امریکایان دي. د ارمنستان د بهرنیو چارو وزارت تأیید کړې ده چې ارمنیان هم ژوبل شوي دي. Читать дальше...



Москва

Совладельцы инвестгруппы "Русские фонды" отправлены под домашний арест


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин оценил объем поддержки создателей импортозамещающей продукции



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Анастасию Волочкову покалечил астролог




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Московские спортсмены выиграли 141 медаль на Играх стран БРИКС

Легенда вне времени Жанна Агузарова и легенда поп-музыки Жанна Фриске:самое интересное с Премии МУЗ-ТВ 2024

СберСтрахование жизни выступила партнёром международной олимпиады по страхованию


Анна Калинская

Грузия сыграла вничью с Чехией на Евро, Калинская вышла в финал Берлина. Главное к вечеру



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Четверых пострадавших при атаке на Севастополь детей госпитализировали в РДКБ



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России