په اندونیزیا کې د ولسمشرۍ ترسره شوې ټاکنې لانجمنې شوي
اندونیزیا د نړۍ درېيمه لویه ډموکراسي بلل کېږي، دغلته د اپرېل په ۱۷مه نېټه ولسمشر جوکو ویدودو د پخواني...
اندونیزیا د نړۍ درېيمه لویه ډموکراسي بلل کېږي، دغلته د اپرېل په ۱۷مه نېټه ولسمشر جوکو ویدودو د پخواني...
د نویو رپوټونو پر اساس، په التقوا جومات کې په پرونۍ چاودنه کې درې تنه وژل شوي او شل نور ټپیان دي. د کابل د نهمې ناحیې یوه پولیس جان اغا اسوشېټېډ پرېس اژانس ته ویلي چې چاودېدونکي مواد ښايي په هغه مایکروفون کې ځای پرځای شوي وو چې د جومات ملا به ازان کاوه او خطبه به یې ویله. د حملې مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی اخیستی. خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د ابتدايي معلوماتو له مخې ویلی شي چې حمله وسله والو طالبانو کړې وه. په پرونۍ حمله کې د التقوا جومات امام مولوي سمېع الله ریحان هم ووژل شو. Читать дальше...
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې د جام د څلي د ژغورلو لپاره هڅې کوي. په غور کې د سخت باران له امله په ډېرو ولسوالیو کې سېلابونه راغلي دي. د غور د شهرک ولسوالۍ د جام سیمه هم سېلابونو لاندې کړې ده. د ازادي راډیو خبریال د سیمه یېزو چارواکو په حواله وايي چې د سېلاب اوبه د جام تر څلي رسېدلې او دا تاریخي میراث د ړنګېدو له ګواښ سره مخامخ دی. د غور والي غلام ناصر خاضع ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ولسمشر هم لارښوونه کړې چې له هر امکانه کار واخیستل شي او دا منار له ړنګېډو وژغورل... Читать дальше...
په افغانستان کې پرون د مې په ۲۴مه پنځه رومانیايي عسکر د ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي. د رومانیا دفاع وزارت ویلي چې عسکرو یې له امریکايي پوځیانو سره یوځای ګزمه کوله. چاودنه د غرمې په دولس نیمو بجو شوې، خو دقیق ځای یې نه دی ښودل شوی. ټپیان په هليکوپټرو کې په کندهار کې د نړیوالو ځواکونو د پوځي اډې روغتون ته لېږدول شوي او ښه دي. د رومانیا عسکر په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې خدمت کوي. دا په یوه میاشت کې دوهم وار دی چې د رومانیا پر عسکرو داسې خونړۍ حمله کېږي. د مې میاشتې... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالات به منځني ختیځ ته ۱۵۰۰ عسکر واستوي. متحده ایالات غواړي چې له ایران سره په روان کړکېچ کې په منځني ختيځ کې خپل ځواکونه پیاوړي کړي. د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د مې په ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې اضافي ځواکونه به تر ډېره حده په ټوله سیمه کې د ساتندویانو رول لوبوي. ټرمپ وویل: "موږ غواړو چې منځنۍ ختيځ مصؤن وي." هغه دا وینا په داسې وخت کې چې جاپان ته روان و، کړې ده. ډونالد ټرمپ وویل: "زموږ ډېر تکړه وګړي منځني ختيځ ته روان دي، نور به ګورو چې څه کېږي."
په هلمند کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې ده. د هلمند د والي له دفتره په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغې هلیکوپټر الوتکې په نوزاد ولسوالۍ کې عاجله ناسته کړې ده او عمله يې ژغورل شوې ده، خو الوتکې ته يې په سیمه کې اور اچولی دی. په خبرپاڼه کې په دې اړه چې الوتکې د افغان او که د بهرنیو ځواکونو ده، څه نه دي ویل شوي. د ملي امنیت یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، هلیکوپټر د امریکا په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت د سرتېرو ده چې د تخنیکي ستونزې له امله يې د نوزاد ولسوالۍ په یوه لېرې سیمه کې بېړنۍ ناسته کړې ده. Читать дальше...
ټاکل شوې چې د هاکي د نړیوال جام سیالۍ د روسیې په سنټ پټرزبورګ ښار کې وشي. دا سیالۍ په ۲۰۲۳ میلادي کال کې کېږي. له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې دا لومړی وار دی چې د یخ پرمخ د هاکي نړیوالې سیالۍ په روسیه کې کېږي. په بدل کې ېې د روسیې حکومت ژمنه کړې چې د سنټ پټرزبورګ په مرکز کې به د دې سیالۍ لپاره داسې سټډیوم جوړ کړي چې ۲۳ زره کسان به په کې ځاېږي. د سنټ پټرزبورګ ښار په بل لوبغالي اېس پلېس کې به هم لوبې کېږي. پر یخ د هاکي نړیوال فدراسیون پرون د مې په ۲۴مه وویل چې د ۲۰۲۴ د اتلولۍ د سیالیو لپاره یې... Читать дальше...
د غور د پساوند ولسوالۍ اوسېدونکی اکبر براتي وايي چې کورونه، رمې او کروندې یې سېلاب وړي...
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د مې په ۲۴مه د پاکستان د کرکټ لوبډلې ته په درېیو وایکټو...
د کابل پولیسو د شیشې په نوم څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي. د کابل د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۵) کیلو ګرامه شیشه هغه مهال د کابل ښار په پلچرخي دروازه کې د تلاشۍ پر مهال ونیول شوه چې په یوه کرولا موټر کې پټه شوې او په پام کې وه چې د هېواد له ختیځو ولايتونو کابل ته قاچاق شي. د دې موادو د قاچاق په تور څلور کسان نیول شوي چې دوه يې ښځې دي.
په بغلان ولایت کې څلور کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور ونیول شول. د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل، په نيول شویو کسانو کې له درېيو تنو سره (۱۸) کیلو ګرامه چرس او له بل تن سره لس کیلو ګرامه هیروئین نیول شوي دي. دی وایي: "دوی غوښتل چې هیروئین له مزار شریفه د بغلان له لارې او چرس د اندراب له لارې کابل ته قاچاق کړي، بغلان د نهو ولایتونو د تګ راتګ لاره ده، له همدې امله قاچاق کوونکي غواړي چې له دې لارې نشه يي مواد قاچاق کړي." د نشه يي موادو د قاچاق ترڅنګ... Читать дальше...
د ننګرهار ولایت پولیسو د دې ولایت په دوو ولسوالیو کې څو کیلو ګرامه نشه يي مواد نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا عملیات په سره رود او روداتو ولسوالیو کې د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مرکزونو شوي چې په نتیجه کې یې (۴۵) کیلو ګرامه چرس او تاریاک نیول شوي دي. د دې موادو د پټولو او خرڅلاو په تور درې کسان هم نیول شوي دي.
په هلمند ولایت کې له یوه کوره څو کیلو ګرامه نشه يي مواد ترلاسه شول. د هلمند ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په نادعلي ولسوالۍ کې د استوګنې په یوه کور کې (۵۵) کیلو ګرامه تاریاک نیولي، خو په دې تړاو یې تر اوسه پورې څوک نه دي نیولي. دوه اوونۍ کېږي چې په هلمند ولایت کې د کوکنارو حاصلات را ټولېږي، په دې لړ کې د نادعلي په شمول د څو ولسوالیو بزګرو تاریاک را ټول کړي او خرڅلاو ته يې چمتو کړي دي.
د فاریاب ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي چې سږ کال په دې ولایت کې د بارانونو او اوبو د ډېروالي له امله د کوکنارو ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости