Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Май
2019

Новости за 31.05.2019

د تنباکو استعمال ښايي د سرطان لامل شي

Pa.azadiradio.com 

د تنباکو استعمال ښايي د سرطان د مرګونې ناروغۍ لامل شي. ​نن د «تنباکو ته نه ووایئ» نړیواله ورځ ده او متخصص ډاکټران د زړه د اختلالاتاتو ، ړندېدو، د زړه د ضربان د زیاتوالي، د خولې، مرۍ، سږو او معدې د سرطانونو او همدا شان د کم‌خونۍ لامل د تنباکو استعمال ګڼي. ویډيو او ایډيټ: لېمه هادي

د امريکا د دفاع وزارت يوې لوړ رتبه چارواکې ترکيې ته خبردارى ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د امريکا متحدو ايالتونو د دفاع وزارت يوې لوړ رتبه چارواکې ترکيې ته د ميزاييلو د دفاعي سيسټم د رانيولو د عواقبو په اړه خبردارى ورکړ.  نوموړې پر انقرې د فشار زياتولو هڅه په داسې حال کې وکړه، چې ترکيې ويلي د دې سيسټم د رانيولو موافقه به عملي کوي.  د نړيوال امن د چارو لپاره د امريکا د دفاع وزارت سرپرست معينې کاترين ويلبارګر (Kathryn Wheelbarger) پرون وويل: د ميزاييلو د S-400 ډوله دفاعي سيسټم رانيول به دF-35 ډوله جټ الوتکو په پروګرام کې د ترکيې پر شراکت او د ناټو له نورو متحدانو سره د ترکيې پر اړيکو”زيان رسوونکي“ اغېزې ولري. Читать дальше...

د سولې ولسي حرکت غړي د هلمند نادعلي ولسوالۍ ته رسېدلي

Pa.azadiradio.com 

د سولې ولسي حرکت شا و خوا ٣٠ غړي چې په پام کې لري په پلي ډول موسى کلا ولسوالۍ ته لاړ شي، نادعلي ولسوالۍ ته رسېدلي دي.  دوى چې له مرکز لښکرګاه يې حرکت پيل کړى وايي، د هوا د ګرمۍ له کبله ښايي په چاه انجير سيمه کې تم شي.  د دې حرکت وياند بسم الله وطندوست نن رسنيو ته په يوه ويډيويي پيغام کې وويل: "د چاه انجير د لېسې په سيمه کې يو. لږ نور هم مخکې ځو بيا دمه کوو. ځکه له يوې خوا روژه ده، له بلې خوا ګرمي ده او ملګري هم ستړي دي. تر دمې وروسته که ملګري ځواکمن وو بيا حرکت پيلوو." د سولې ولسي حرکت مشرتابه... Читать дальше...



پامپیو: د عرب اماراتو ساحل ته نږدې پر ټانکرونو حمله ايران کړې

Pa.azadiradio.com 

د امريکا د متحدو ايالاتونو د بهرنيو چارو وزير وايي، د متحده عرب اماراتو ساحل ته نږدې د تېلو پر ټانکرونو وروستۍ حمله ايران کړې ده. د مايک پامپيو په خبره د دې مياشتې په سر کې د دې حملې هدف په نړيوالو بازارونو کې د اومه تېلو د بيې لوړول وو.  ښاغلي پامپيو مخکې تر دې چې اروپا ته خپل سفر پيل کې پرون خبريالانو ته وويل: "د ايرانيانو دا هڅې د دې لپاره وې چې په ټوله نړۍ کې د اومه تېلو بيه لوړه کړي." تردې مخکې د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار جان بولټون ويلي وو، هغه اسناد او شواهد چې ښيې، ايران د تېلو... Читать дальше...

د سعودي عربستان پاچا د ايران پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پاچا په مکه کې د عرب مشرانو په يوه اضطراري سرمشريزه کې د ايران پر وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه.  شاه سلمان له نړيوالې ټولنې وغوښتل د نورو هېوادونو په چارو کې د ايران د رژيم د لاسوهنې د مخنيوي لپاره له هر ډول امکاناتو کار واخلي.  د سعودي عربستان پاچا سلمان په خپله پرونۍ وينا کې ايران تورن کړ چې سيمه‌ييزو او نړيوالو تروريستي عناصرو ته يې پناه ورکړې او هغو نړيوالو لارو ته ګواښ پېښوي چې پر اوبو تېرې شوې دي.  په مکه مکرمه کې دا سرمشريزه په داسې حال کې جوړېږي چې د ايران په وړاندې د... Читать дальше...

د هرات په اوبه ولسوالۍ ۶ پوځیان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د هرات امنيتي چارواکي وايي، په اوبه ولسوالۍ کې د عامه ساتنې پر پوستو د وسله‌والو طالبانو په حمله کې ٦ پوځيان وژل شوي دي.  په هرات کې د عامه ساتنې درستيزوال طاهرخان ازادي راډيو ته وويل، وسله‌والو طالبانو چې پرمختللې وسلې ورسره وې، په رباط اخوند سيمه کې پر پوستو حمله وکړه: "د عامه ساتنې ١٠ تنه ټپيان شوي او ٦ تنه يې وژل شوي دي. هغوى دوربين لرونکې سولې لري چې هر چا له سنګر سر اوچتاوه، هغوى ويشتل." وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه‌دي ويلي.  د هرات ولايت په اوبه او پښتون زرغون ولسواليو کې د ناامنيو پېښې زياتې شوي دي.



د مسکو غونډه: د اوربند پر موافقې نه یو توانېدلې

Pa.azadiradio.com 

په مسکو کې د بین‌الافغاني غونډې ګډون‌والو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو نه‌دي توانېدلي چې پر اوربند موافقه وکړي. په مسکو کې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو د افغانستان پر اتلس کلنه جګړه "بین الافغاني " خبرې وشوې. په هغه ګډه اعلامیه کې چې پرون، د مې په دېرشمه ، خپره شوه لیکل شوي چې د اوربند پر امکان، د اسلامي نظام پر پیاوړي کولو او د ښځو پر حقونو مثبتې او رغونکې خبرې شوې دي. د بلخ والي عطا محمد نور اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، زموږ اساسي پیغام د اوربند اعلان و، داسې اوربند چې د سولې پېل شي. Читать дальше...

د کرکټ افغان لوبډله لومړۍ مسابقه د اسټرالیا سره لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبدله به د شنبې په ورځ د کرکټ د نړیوال جام لپاره په سیالیو کې لومړۍ لوبه وکړي. د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لومړۍ مسابقه د اسټرالیا په وړاندې ده.  د افغانستان د کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي پرون د مې په دېرشمه، ازادي راډیو ته وویل: "زه ډاډ لرم چې زموږ ملي لوبډله به ښه لوبه وکړي، اسټرالیا ښه لوبډله لري او له پوره تیارۍ سره راغلې ده خو زه پر خپلو لوبغاړو باوري یم." د پاکستان د کرکټ لوبډله به نن جمعه د ویسټ انډیز د کرکټ له لوبډلې سره مخامخ شي.  د انګلستان د کرکټ لوبډلې پرون جنوبي افریقا ته په ۱۰۴ منډو ماته ورکړه. Читать дальше...

هوک: که ایران د امریکا پر ګټو حمله وکړي پوځي ځواب به ورکړو

Pa.azadiradio.com 

د ایران د چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي، برایان هوک خبرداری ورکړی چې که ایران د امریکا پر ګټو حمله وکړي، امریکا به پوځي ځواب ورکړي. برایان هوک ویلي چې په منځني ختيځ کې د امریکا وروستي حرکتونه د ایران د مخې د بندولو لپاره دي. دا په‌داسې حال کې ده چې د امریکا کلک متحد، سعودي عربستان پرون د پنجشنبې په ورځ پر ټولو عربو غږ وکړ چې په خلیج کې وروستیو حملو ته په "ټول زور" ځواب ورکړي. د سعودي عربستان مشرانو پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د عربي هېوادونو او د خلیج د سُني هېوادونو د استازو دوه بېړنۍ غونډې به جوړې شي. Читать дальше...

د پاکستان پوځ د جاسوسۍ په تور ۳ پوځي افسران محاکمه کړل

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د پوځ یوه تقاعد شوي جنرال او یو ملکي افسر ته د اعدام او یوه بل پوځي افسر ته د ۱۴ کالو د بند سزا ورکړې ده. د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې «ISPR» د وینا له مخې، د پوځ مشر دغو پوځي افسرانو ته دغه سزا د پنجشنبې په ورځ تأیید کړې ده. دغې څانګې په یوه اعلامیه کې د دې افسرانو نومونه متقاعد ډګر جنرال جاوېد اقبال او پخوانی برید جنرال راجه رضوان یاد کړي او ټینګار کوي چې: "دې کسانو بهرنیو استخباراتي ادارو ته حساس معلومات ورکول. پر دوی جاسوسي ثابته شوې او له دې وروسته... Читать дальше...


Музыкальные новости
Моргенштерн

Барецкий пригласил Моргенштерна выступить в России





Rss.plus
Желдорреммаш

Уссурийский ЛРЗ подтвердил соответствие международным стандартам, применяемым на производстве железнодорожной промышленности




Дома переменной этажности. В Коньково в 2025 году построят жилой комплекс

Индия начнет поставки в Россию картофеля и гранатов

ПМЭФ2024 отправил искусственный интеллект варить сталь

Как якутяне в составе Группы советских войск в Германии обеспечивали безопасность СССР




«م.م» خپل یو ټپي کارکوونکی د درملنې لپاره بلګراد ته ولېږه

Pa.azadiradio.com 

په کوسوا کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي چې د دې ادارې له هغو دوو کارکوونکو چې د پولیسو په عملیاتو کې زخمیان شوي وو، یو یې د درملنې لپاره صربیا ته لېږدول شوی دی.  په کوسوا کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر پرون د مې په دېرشمه، په یوه بیان کې ویلي چې دا کارکوونکی یې په خټه روسی دی چې زیات ټپونه لري او بلګراد ته لېږدول شوی دی. ملګرو ملتونو ویلي چې هغه به د صربیا په پلازمېنه کې د هغه له کورنۍ سره یوځای شي.  د ملګرو ملتونو دوه مامورین د مې په ۲۸مه نېټه د کوسوا په شمالي سیمو کې چې اکثر صربان اوسېږي، د پولیسو په عملیاتو کې زخمیان شوي وو. Читать дальше...

نیمروز کې نږدې ۳۰۰ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په نیمروز ولایت کې نږدې درې سوه کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول. د نیمروز د امنیه قوماندانۍ له‌خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په کنګ ولسوالۍ کې د نشه‌يي موادو پر يوه زېرمه بريد کړی او په نتيجه کې يې ۲۷۸ کیلو ګرامه تاریاک نيولي دي. د دې پېښې په تړاو تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي.

ننګرهار کې څه د پاسه ۲۰ کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار ولایت کې څه د پاسه شل کیلو ګرامه نشه‌يي مواد ونیول شول. د ننګرهار ولایت امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې پولیسو په روداتو ولسوالۍ کې ۱۷ نیم کیلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول شول چې په یوه موټر کې د جلال اباد ښار ته قاچاق کېدل. په دوهمه پېښه کې شپږ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یوه سراچه موټر کې له غني خېلو ولسوالۍ څخه يوې ګاونډۍ ولسوالۍ ته قاچاق کېدل. د نشه يي موادو د قاچاقو په تور دواړه موټر چلوونکي نیول شوي دي.د

د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۱ قضیې سپارل شوي

Pa.azadiradio.com 

امنیتي ادارو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته ۲۱ قضیې سپارلي دي. له نشه‌يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، ۳۲ کسان چې دوه يې ښځې وې، څه د پاسه سلو کیلو ګرامو نشه‌يي د قاچاقو په تور نيولي دي. دې تورنو کسانو ته ۲۱ قضيې جوړې شوي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي. ښاغلي مؤحد زیاته کړه چې تېره اوونۍ د دې مرکز محکمو پر څو تورنو کسانو حکمونه صادر کړل: "تېره اوونۍ ۱۷ کسان د جرمونو او نشه‌يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي... Читать дальше...



Москва

В Дубне сотрудники Росгвардии помогли утиному семейству перейти оживленную трассу


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Созданный нейросетью Собянин выманил у заслуженного врача РФ 4 млн рублей



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Metallica

Группа Metallica даст виртуальный концерт в Fortnite 22 июня




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Москве вручили премию МУЗ-ТВ — 2024

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов 12 июня установил мировой рекорд по чеканке мяча в «Лахта Центре»

«Этот спорт воспитывает силу и упорство»: Вице-спикер Народного Хурала Бурятии приняла участие в открытии чемпионата России по гиревому спорту


WTA

Александрова вышла во второй круг турнира WTA в Хертогенбосе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«ЯРКО» провела развлекательную программу на фестивале «Крутая песочница»



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России