غني د امريکا له دفاع وزير سره د سيمې پر امنيتي وضعيت خبرې کړي
د افغانستان ولسمشر پرون د امريکا له دفاع وزير سره د سيمې پر امنيتي وضعيت، دغهراز د واشنګټن او تهران پر تازه بحران ټیليفوني خبرې وکړې. جمهوري رياست وايي په دې مکالمه کې محمد اشرف غني د امريکا دفاع وزير مارک اسپر ته وويل، د دې وخت راغلى چې امريکا او ايران د کړکېچ د کمېدو هڅه وکړي. د امريکا دفاع وزارت د دې ټیليفوني مکالمې په اړه جزئيات نهدي خپاره کړي. د جمعې په ورځ د امريکا په يوه هوايي حمله کې د عراق په پلازمېنه بغداد کې د ايران د قدس ځواک د قوماندان قاسم سليماني تر وژل کېدو وروسته د واشنګټن او تهران ترمنځ کړکېچ اوج ته رسېدلى دى. Читать дальше...