لیبیا کې ښکېلو خواوو پر اوربند سلا کړې
په ليبيا کې دوو سيالو ادارو، د ملګرو ملتونو ملاتړلرونکي د ملي تړون حکومت او د خليفه حفتر د ليبيا د ملي پوځ اداره وايي دوى پر اوربند سلا کړې ده. د حفتر ځواکونو، چې ځان د لیبیا ملي پوځ ګڼي وویل اوربند، چې له نن څخه عملي کېږي، له دې سره تړلی، چې په طرابلس کې د ملي تړون حکومت یې ومني. د خليفه حفتر د لیبیا د ملي پوځ وياند احمد مسماري په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د ليبيا د عرب وسلوالو ځواکونو عمومي قومانداني د تېرې شپې له دوولسو بجو په غربي ساحه کې د پوځي عملياتو درول او اوربند اعلانوي هيله لري چې... Читать дальше...