Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2020

Новости за 19.01.2020

بغلان کې د غلو او ځوروونکو پر ضد کمپاین پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې پولیسو د غلو او ځوروونکو پر ضد کمپاین پیل کړ. د بغلان د پولیسو مطبوعاتي دفتر نن وویل، پولیسو په دې لړ کې تراوسه ۸ تنه نیولي دي. د پولیسو په وینا له نیول شویو کسانو سره ۳ کلاشینکوفونه، ۹ تومانچې او یو شمېر چړې موندل شوي دي. پولیس وايي چې په پلخمري کې به د غلو او د خلکو د ځوروونکو پر ضد عملیات دوام وکړي. تر دې دوې اوونۍ وړاندې په پلازمېنه کابل کې د غلو او انسان تښتونکو خلاف کمپاین پیل شو چې په لړ کې یې سلګونه مشکوک کسان ونیول شول. په بغلان کې دا کمپاین وروسته... Читать дальше...

افغانستان کې د بیمې سیستم د پراختیا هڅې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د مالیې وزارت په دغه هېواد کې د بیمې سیستم د پراختیا د ودې لپاره هلې ځلې پیل کړي دي. د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي نن ازادي راډیو ته وویل، د مالیې وزارت د دغو هڅو په لړ کې د افغانستان او ترکیې تر منځ د بیمې په چارو کې دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شول. د نوموړي په خبره، د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د بیمې په چارو کې د معلوماتو او تجربو شریکول، د روزنیزو پروګرامونو له لارې د کارکوونکو مسلکي او تخنیکي وړتیا لوړول او په دواړو هیوادونو کې د بیمې سیستم د ودې لپاره پانګونې ته زمینه برابرول دي.



هلمند کې د مرخېړیو کرکېله زیاته شوې

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې د مرخېړیو کرکېله زیاته شوې ده. د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د پلان او همغږۍ مسوول رفیع الله قلم نن ازادي راډيو ته وویل، چې په هلمند کې د مرخېړیو کرکېلې ښه نتېجه ورکړې او دا د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل دی. نوموړي وویل، چې د افغانستان مرخیړي په کور دننه او بهر ښه مارکیټ لري. هغه زیاته کړه: "دا نبات کورني مارکېټ ترڅنګ نړېوال مارکیټ هم لري چې مونږ به سېمه کې له یو شمېر سوداګرو سره خبرې وکړو څو بهر ته د صادرولو زمینه برابره کړي." که څه هم په هېواد کې دننه د مرخیړیو د خرڅلاو... Читать дальше...

فاریاب کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د فاریاب ولایت په اندخوۍ ولسوالي کې تېره شپه د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. د فاریاب د پولیسو ویندوی عبدالکریم یورش پېښه تایید کړه، ویې ویل چې په وژل شویو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي. یورش زیاته کړه: "تېره شپه ناپېژندل شوي وسله وال د محمد یونس په نوم د یوه سړي کور ته ننوتل، څلور تنه یې ووژل او ۲ نور یې ټپیان کړل، ټول د یوې کورنۍ غړي دي، ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي." تر اوسه پورې د دې پېښې مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

یمن کې حوثي یاغیانو لسګونه دولتي سرتېري وژلي

Pa.azadiradio.com 

د یمن د حوثي یاغیانو په یوه برید کې د دغه هېواد لسګونه دولتي سرتېري ووژل شول. د سعودي عربستان د دولتي د ټلویزیون د راپور له مخې، په دې توغندويي برید کې چې پرون (شنبه) په مارب ښار کې د عبدربه منصور هادي د حکومتي ځواکونو پر یوه اډه وشو، ۶۰ تنه وژل شوي دي. اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي، لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي خو یمني چارواکي وايي چې ښايي د وژل شویو کسانو شمېر تر دې واوړي. د جرمني ډي پي اې خبري اژانس وايي چې لږترلږه ۴۰ یمني سرتېري وژل شوي او ۵۰ نور ژوبل دي. خو رویټرز د سعودي عربستان د الاخباریه... Читать дальше...

ټرمپ د امریکا او جاپان ترمنځ د امنیتي تړون ۶۰ مه کالیزه ولمانځله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د متحدو ایالتونو او جاپان ترمنځ د امنیتي تړون شپېتمه کالیزه ولمانځله. پخوا پر دې تړون انتقادونه شوي او د دوو پخوانیو متحدانو ترمنځ د لا ژور ايتلاف غوښتنه شوې ده. ټرمپ پرون (شنبه) په یوه بیان کې وویل«په داسې حال کې چې امنیتي چاپېریال د خرابېدو په لور روان دی او نوې ننګونې سر راپورته کوي، ضروري ده چې زموږ ايتلاف لا غښتلی او ژور شي.» ده همداراز ویلي، ډاده دی چې په راتلونکو میاشتو او کلونو کې به په دوه اړخیز امنیت کې د جاپان ونډه زیاته شي او ايتلاف به نوره وده وکړي.... Читать дальше...



د لبنان ولسمشر امنیتي چارواکو ته د پلازمېنې مرکزي سیمو د امنیت سپارښتنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د لبنان ولسمشر مېشل عون پرون د جنورۍ په ۱۸مه، د خپل پوځ او امنیتي ځواکونو قوماندانان احضار کړل او هغوی ته یې امر وکړ چې د پلازمېنې بېروت په مرکزي سیمو کې امنیت ټینګ کړي. د لبنان په پلازمېنه کې د مظاهره چیانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب لاهم روان دی. په لبنان کې له درېیو میاشتو راهیسې مظاهرې کېږي. د سره صلیب نړیواله اداره وايي چې پر مظاهره چیانو د پولیسو له لوري ډزې شوي او پرون د دوی روغتونونو ته ۳۰ زخمیان د بستري کېدو او ۴۵ د سر-سري درملنې لپاره ور وړل شوي وو. میشل عون د لبنان امنیتي ځواکونو... Читать дальше...

"ایران د راغورځول شوې الوتکې تور بکس اوکراین ته سپاري"

Pa.azadiradio.com 

د ایران حکومت تائید کړه چې د اوکراینۍ الوتکې تور بکس به د اوکراین حکومت ته وسپاري. د جنورۍ په ۸مه د ایران پوځيانو د اوکراین د نړیوالې هوایي کرښې یوه مسافر وړونکې بوینګ الوتکه وویشته چې ۱۷۶ تنه په کې ووژل شول. د ایران حکومت وروسته ومنله چې الوتکه یې ویشتې خو ویې ویل چې پوځ سهواً دا کار کړی دی. د ایران د ملکي هوايي چلند د تحقیقاتي پلاوي مشر حسن رضايي فر پرون، د جنورۍ په ۱۸مه، د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم ته وویل چې ایران داسې تکنالوژیکي امکانات نه لري چې د الوتکې په تور بکس کې د پرواز په اړه ثبت شوي معلومات تحلیل کړي. Читать дальше...

فرانسه کې د تقاعد قانون بدلون په تړاو د حکومت ضد مظاهرې

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې پولیسو پرون د جنورۍ په ۱۸مه، د حکومت ضد مظاهره چیانو د خورولو لپاره له اوښکي بهوونکي ګاز څخه کار واخیست. د رپوټونو پر اساس، پولیسو یوازې په پاریس کې لسګونه مظاهره چیان نیولي دي. په فرانسه کې د حکومت ضد مظاهره چیان زېړ واسکټونه اغوندي او پرون یې د اعتراض ۴۵ مه ورځ وه. هغوی په فرانسه کې د دولتي مامورینو د تقاعد په قانون کې د اصلاحاتو له طرحې سره مخالفت لري او پرون یې د جمهور رئیس اېمانوېل مکرون او د فرانسې د پولیسو پر ضد شعارونه ورکول.

ملګري ملتونه: افغانستان کې د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ روانه ده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هماهنګۍ اداره (اوچا) وايي چې د جګړې له امله د خلکو د بېځایه کېدو لړۍ روانه ده. ددې ادارې په یوه اعلامیه کې چې پرون د جنورۍ په ۱۸مه، خپره شوې، لیکل شوي چې په تېر میلادي کال کې ۴۳۷ زره افغانان د جګړې له امله د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي. په اعلامیه کې همدا راز لیکل شوي چې په ۲۰۱۹ او ۲۰۱۸ میلادي کلونو کې ۲۴۵ زره کورنۍ په ختيځو ولایتونو کې د وچکالۍ له امله بېځایه شوي او د فقر له امله بېرته خپلو کلیو او کورونو ته نه شي ستنېدلای. جګړه او فقر هغه... Читать дальше...

"طالبان باید د افغانستان له حکومت سره د رسمي مذاکرو د پيل لپاره اوربند ومني"

Pa.azadiradio.com 

د سولې په چاروکې د دولت وزارت وايي، د اوربند اعلان داسې شرط دی چې طالبان یې باید د افغانستان له حکومت سره د رسمي مذاکرو د پیل لپاره ومني. د دې ادارې ویاندې ناجیه انوري پرون د جنورۍ په ۱۸مه، ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل چې د افغانستان حکومت دا شرط ددې لپاره ایښې چې د بې ګناه خلکو د قتل او د هغوی پر ضد د تشدد لړۍ بنده شي. اغلې انوري وویل: "موږ بیا تاکید کوو چې زموږ شرط له طالبانو سره د مذاکرو لپاره اوربند دی. پردې چې ګویا طالبان د تشدد کمول مني، زموږ موقف دا دی چې د افغانستان دولت او خلک یې نه... Читать дальше...

فراه کې د ایراني ریالو پرځای د افغانۍ دودولو هڅې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

فراه په څلورو ولسوالیو کې د ایراني ریال پر ځای د افغانۍ د دودولو لپاره مبارزه پیل شوه. د فراه والي محمد شعیب پرون، د جنورۍ په ۱۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې د انار درې، شیب کوه، قلعه کاه او لاش جوین ولسوالیو خلکو چې له ایران سره پر ګډه پوله پرتې دي، په بازارونو کې د ایراني ریال د کاروبار د بندولو نیت کړی دی. محمد شعیب وویل چې په دې ولسوالیو کې په سلو کې نوي کاروبار د افغانیو پر ځاي په ایراني ریال کېږي. محمد شعیب د فراه د څلورو ولسوالیو له یوشمېر خلکو سره په ګډه غونډه کې وویل: "تاسو ته معلومه... Читать дальше...

"د افغانستان حکومت د طالبانو او خلیلزاد ترمنځ د موافقې له جریانه خبر دی"

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، د طالبانو او زلمي خلیلزاد ترمنځ موافقه چې د لاسلیک کېدو خبرې یې کېږي، د افغانستان له حکومت سره مستقیماً ارتباط نه لري، خو دوی یې له جریانه خبر دي.



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о работе хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Шевчук

Mash: речь Шевчука на концерте в Дубае о революции передали в ФСБ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии


Ролан Гаррос

Бывшая российская теннисистка спела гимн Франции: «Я здесь дома»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Опубликовано видео задержания стрелявшего из окна мужчины в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России