د روغتیا نړیوال سازمان 'نړیوال بېړنی وضعیت' اعلان کړ
د روغتیا نړیوال سازمان په چین کې په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې له زیاتېدو وروسته دا نړیوال بېړنی وضعیت بللی، خو ویلي یې دي چې د دې ستونزې له کبله د نړۍ په کچه د سفر محدودیت ته اړتیا نهشته. په داسې حال کې چې د کرونا ویروس موارد په ۱۸ هېوادونو کې تأیید شوي دي، د ملګرو ملتونو د اړوندې "WHO" ادارې مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسوس "Tedros Adhanom Ghebreyesus" دا اعلان پرون د کارپوهانو په ګډون د "WHO" د بېړنۍ کمېټې له غونډې وروسته وکړ، خو نوموړي په عین حال کې ټینګار وکړ چې پر سفر او سوداګرۍ د محدودیتونو لګولو ته اړتیا نهشته. Читать дальше...