د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: امریکا دې د رسنیزو فعالانو نښه کول ودروي
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له امریکايي چارواکو غوښتنه کړې، چې د اعتراضونو په اړه د راپور ورکولو پر مهال د ژورنالیستانو او د رسنیو د کارکوونکو په نښه کول بند کړي. دغې کمېټې له امریکايي چارواکو دا هم غوښتي چې د ګرځ بندیز پر مهال دې رسنۍ مستثنی وګڼل شي. له تېرې جمعې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د مطبوعاتو له ازادۍ لږ تر لږه ۱۲۵ سرغړونې ثبت شوي دي. په نیویارک کې دېره د خبریالانو د خوندیتوب کمېتې ویلي، دا سرغړونې د هغو ژورنالیستانو په وړاندې شوي، چې د یوه تورپوستي سړي جورج فلوید د مړینې په اعتراض د روانو مظاهرو په اړه یې راپورونه ورکول. Читать дальше...