په کراچۍ کې د سټیل میل زرګونه مزدوران احتجاج کوي
د پاکستان سټيل مل د مزدورانو ټولنه وايي، تر هغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي چې حکومت خپله پرېکړه واپس اخېستي نه وي.
د پاکستان سټيل مل د مزدورانو ټولنه وايي، تر هغې به خپلو مظاهرو ته دوام ورکوي چې حکومت خپله پرېکړه واپس اخېستي نه وي.
د واشنګټن ډي سي ښاروال یوه ودانۍ په دې هیواد کې د ولسي اعتراض په نوم نومولې ده. د راپورونو له مخې د واشنګټن ښاروال موریل بوسر، په امریکا کې د وروستیو اعتراضونو څخه د ملاتړ په خاطر یوه پلازه "د تورو پوستو ژوند مهم دی" په نوم نومولې ده. په عین حال کې یو شمېر اعتراض کوونکو، دا شعار د واشنګټن د ښار پر بیرغ ترسیم کړی دی. د یو سپین پوستي پولیس لهخوا د تور پوستي جورج فلوید تر وژل کېدو وروسته، په امریکا کې د هغه څه پر ضد چې د تور پوستو سره د پولیسو ناسم چلند ګڼل کېږي، پراخ اعتراضونه راپورته شول. ... Читать дальше...
د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې د یو ماین چاودنې د سیمهییزو پولیسو یو قوماندان له ۱۰ نورو سرتېرو سره وژلی دی. د بدخشان د پولیسو ویاند ثناالله روحاني، نن ازادي راډیو ته وویل دا چاودنه تېره شپه یوه بجه شوې ده. ښاغلی روحاني زیاتوي: "له بده مرغه قوماندان مزاري چې په خاش ولسوالۍ کې د سیمهییزو پولیسو سرګروپ و، غوښتلیې د همکارو پولیسو مرستې ته ورشي چې په لاره کې پرې ايښودل شوی ماین چاودلی دی. خپله او ۱۰ تنه ملګري سرتېري یې وژل شوي دي." د بدخشان د پولیسو ویاند زیاته کړې چې د طالبانو سره د حکومتي... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به د دې سفر په ترڅ کې دوحې، اسلاماباد او کابل ته ولاړ شي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ امر کړی چې د دې هېواد زرګونه سرتېري دې له جرمني ووځي. د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د جمعې په ورځ په یو راپور کې ویلي، په جرمني کې د امریکايي ځواکونو شمېر به له ۳۴،۵۰۰ څخه ۹،۵۰۰ ته راکم شي. له بلې خوا د جرمني شپیګل انلاین ورځپاڼې خبر ورکړی چې دا پرېکړه به د دې کال په مني کې عملي شي او په جرمني کې به د امریکايي سرتېرو شمېر د ۵،۰۰۰ او ۱۵،۰۰۰ ترمنځ یو شمېر ته راکم شي. ډونالد ټرمپ پرلهپسې پر جرمني انتقاد کړی چې په ناټو کې یې دوه په سلو کې د مالي ونډې ژمنه نهده پر ځای کړې. Читать дальше...
وړاندې راغلي، د افغانستان په ټولو برخو، په تېره د ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته د مخورو او مؤثرو قومي مشرانو او دیني عالمانو هدفي وژنې پیل شوې چې تر ننه دوام لري.
د دې تحلیلي مقالې په پيل کې لیکل شوي دا به چې ولسمشر ټرمپ غواړي چې د دې کال تر پایه ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه وباسي د امریکا لپاره شرمناکه تسلیمي وي ځکه امریکا به له داسې دښمنه ماته خوري چې تر ډېره حدهیې ماته ورکړې وه.
د فرانسې دفاع وزیره فلورینس پارلي وايي، په شمالي افریقا کې د القاعده شبکې مشر په مالي کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی دی. مېرمن پارلي پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې د فرانسې پوځي ځواکونو د خپلو متحدانو په ملاتړ په اسلامي مغرب کې د القاعده امیر عبدالملک دروکدل او د هغه څو تنه نږدې ملګري د مالي په شمال کې وژلي دي. دروکدل چې په الجزایر کې زېږېدلی و د توارېګ توکمو وسلهوالو جهادي ډلو په هغو عملیاتو کې ګډون درلود چې د مالي شمال له درېیو دوه برخې یې ونیولې چې وروسته بیا د فرانسې پوځ مداخله وکړه او دا وسلهوال یې په ۲۰۱۳ کال کې له سیمې وایستل. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ د څار اداره (IAEA) وايي، ایران د غني شویو یورانیمو د زېرمو زیاتولو ته تر هغې کچې چې په ۲۰۱۵ کال کې ورته ټاکل شوې وه، په زیات توپیر دوام ورکوي. دې ادارې په خپل نوي راپور کې چې پرون خپور شو، ویلي دي چې د مې میاشتې له ۲۰مې نېټې راهیسې په ټیټه کچه د ایران د غني شویو یورانیمو کچه ۱،۵۷۱ اعشاریه ۶ کیلوګرامو ته رسېږي چې د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقه کې له ټاکلې اندازې څخه اته ځلې زیاته ده. په دې موافقه کې ایران منلې وه چې د نړیوالو بندیزونو د نرمولو په بدل کې به خپل اټمي فعالیتونه... Читать дальше...
زرګونه امریکايي او پولنډي پوځیانو پرون ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. دا تمرینات اصلاً د مې میاشتې لپاره پلان شوي وو، خو د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله تر اوسه ځنډېدلي وو. په دې تمریناتو کې چې د پولنډ په شمال کې روان دي او د جون میاشتې تر ۱۹ مې نېټې پورې به دوام وکړي شاوخوا څلور زره امریکايي او دوه زره پولنډي سرتېري ګډون لري. د دواړو هېوادونو پوځي چارواکو په یوه انلاین خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، د امریکا او پولنډ ګډ پوځي تمرینات له ډېرو اړخونو اهمیت لري، خو تر ټولو زیات اهمیتیې په دې کې... Читать дальше...
د کندهار محبس مدیر پرون په یوه وسلهوال برید کې سخت ټپي شوی دی. د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې ناپېژانده کسانو پرون ماسپښین د کندهار ښار سیمان پله ته نږدې د سمونوال محمداګل مجاهد پر موټر ډزې وکړې. د دې برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نهدی منلی.
په هرات کې چارواکو لسګونه هوټلونه، سالونونه، رستورانتونه، د اوبو ډنډونه او نور تفرېحځایونه د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي په مقصد بند کړي دي. د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد ازادي راډیو ته وویل چې دا ځایونه په هرات ښار کې د قرنطین له اصولو د سرغړونې په خاطر بند شوي دي. ښاغلی فرهاد زیاتوي: "لسګونه تالارونه، هوټلونه، رستورانتونه او تفرېحځایونه چې په هرات ښار کې یې فعالیت پیل کړی و، د کرونا ویروس د سرایت د مخنیوي او د ښاریانو د روغتیايي خوندیتوب په خاطر بند او لاک او مهر شول." په هرات کې د... Читать дальше...
د کندهار ولایت په میانشین ولسوالۍ کې د یوه ماین چاودنې درې ملکي وګړي ټپیان کړل. د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وايي چې پېښه پرون ماسپښین د میانشین ولسوالۍ په تناوچي سیمه کې هغه مهال وشوه چې د ملکي وګړو د سپرلۍ موټر د سړک د غاړې پر ماین برابر شو او په نتیجه کې له پنځو سورلیو درې تنه چې یو ماشوم هم پهکې و، ټپیان شول. په خبرپاڼه کې دا یادونه نهده شوې چې دا ماین کومې ډلې ایښی و، خو ویل شوي دي چې په کندهار کې په تېرو درې ورځو کې دا د سړک د غاړې ماین د چاودنې درېیمه پېښه ده او قربانیانیې ټول عام وګړي دي. Читать дальше...
په تهران کې افغان سفیر وايي، د افغانستان حکومت د ایران په یزد ښار کې د یوه موټر د سوځېدو په پېښه کې د یو شمېر افغانانو د مرګژوبلې او ورکېدو مسئله په جدي ډول تعقیبوي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د لومړنیو راپورونو له مخې وايي چې په پېښه کې ۳ افغانان وژل شوي، ۴ ټپیان او یو شمېر نور تري تم دي. افغان سفیر عبدالغفور لېوال چې د پېښې په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې تېره شپه یزد ښار ته رسېدلی، ازادي راډیو ته وویل چې د دوی تحقیقات پیل شوي دي او نتیجه بهیې له بشپړېدو وروسته اعلان شي. د افغانستان د... Читать дальше...
د چکي رسنیو د راپورونو له مخې د روسیې د سفارت دوه کارکوونکي پراګ ته د زهري موادو د لېږد په قضیه کې چې جعلي بلل شوې ده، تورن دي.
سیما سمر چې د منځګړیتوب په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مشورتي بورډ غړې ده وايي چې پرون د غبرګولي ۱۶مه نېټه د دې بورډ په غونډه کې د افغانستان په اړه هم بحث وشو.
صابر د کابل په شهر نو کې جوس خرڅوي. دی هره ورځ د لارويانو د سګرېټو دود او هغو معتادينو د نشهيي موادو دود هم تنفس کوي چې په شهر نو پارک کې نشې کوي.
کابل ښاروال داود سلطانزوی خبرداری ورکوي چې، نور به څوک د بې پلانه ښارګوټو او یا ودانیو جوړولو اجازه ونه لري. هغه چې له شا او خوا دوو میاشتو راهېسې کابل ښاروال په توګه کار کوي، وايي، پخوا داسې ودانیو د پلازمېنې بڼې او په کې د ژوند چاپیریال ته زیان رسولی دی. لیمه هادي د ښاغلي سلطانزوی سره خبرې کړي
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости