ایران کې د ځيني طبي برخو محصلان د دودیز طب زدهکړو ته هم اړ شول
د ایران روغتیا وزارت اعلان کړی چې د طب، د غاښونو او درمل جوړولو محصلان اړ دي چې د دودیز طب دوه روزنیزې دورې هم بشپړې کړي. دا خبر د ایران رسنیو پرون سې شنبه ورکړ. دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د رسمي ارقامو له مخې، په ایران کې په کرونا ویروس نږدې ۸،۵۰۰ کسان مړه شوي او په دې ویروس تر یو لک او ۷۵،۰۰۰ ډېر کسان اخته شوي دي. خو ګومان کېږي چې په ویروس د اخته کسانو او مړو کسانو شمېر به تر دې خورا زیات وي. په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس لپاره د ځینو خپل سرو حکیمانو د ناتصویب شوې تداوۍ لپاره تبلیغاتو جنجالونه پارولي دي. Читать дальше...