د تاجکستان پارلمان: که چا په بېپروایۍ بل کس په کرونا اخته کړ مجرم دی
د تاجکستان پارلمان پرېکړه وکړه، هر چا که په بېپروایۍ بل کس په کرونا ویروس اخته کړی وي، مجرم پيژندل کېږي. دا لایحه پرون تصویب شوه. هغه کسان چې د لومړي ځل لپاره دا تېروتنه وکړي له دوو تر پنځو کلونو پورې به زنداني شي. هغه کسان چې کرونا ویروسیې څو ځله په بېپروایۍ نورو ته انتقال کړی دی په ۱۰ کاله بند به محکوم شي. همداراز که چا قصداً نور په کرونا ویروس اخته کړي وي ۱۰ کاله به بندي شي. د تاجکستان د پارلمان مرستیال روشن رجبزاده ازادي راډيو ته وویل چې د دې قانون هدف د خلکو مجازات کول نهدي د دې هدف له کرونا ویروس څخه د خلکو ساتل دي. Читать дальше...