په پاکستان کې د کورونا له کبله مړي ۲۵۵۱ ته ورسېدل
پاکستان کې د جون تر ۱۳مې د کورونا وړجنو شمېره یو لک ۳۲ زرو ته رسېدلې ده.
پاکستان کې د جون تر ۱۳مې د کورونا وړجنو شمېره یو لک ۳۲ زرو ته رسېدلې ده.
د ماشومانو د خوندیتوب نړیواله اداره "سېف دې چلډرن"وايي، اوس مهال ۸،۱۲ میلیونه افغان ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.
د سوات په بېلا بېلو برخو کې لسګونه څړونه (ځړوبي یا ابشارونه) دي چې ورته سیلانیان ورځي. خو د تمبه ګټ سیمې څړ په اړه د معلوماتو نشتوالي له وجې ورته زیات خلک نه ورځي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ملګرو ملتونو سازمان د جون ۱۲مه، هرکال په نړۍ کې په کوچنیانو د مزدورۍ او کار کولو سره د مبارزې لپاره لمانځي.
د تخار ولایت سیمهییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې د یو جامع جومات امام او خطیب ناڅرګندو وسلهوالو وژلی دی. د تخار د والي ویاند، محمد جواد هجري نن (شنبه) سهار ازادي رادیو ته وویل چې نا څرګندو وسلهوالو د چاه اب ولسوالۍ د خلیان د جامع جومات خطیب مولوي عینالله په ډزو وژلی دی. تر اوسه د پېښې څرنګوالی نهدی روښانه، خو د تخار د والي ویاند وايي، پولیسیې په اړه څېړنې کوي. دا د پرون راهیسې په افغانستان کې د یو جامع جومات دوهم او په تېرو ۱۰ ورځو کې درېیم خطیب او دیني عالم دی چې په نښه کېږي او وژل کېږي. Читать дальше...
له لوګر څخه راپورونه وايي چې دغلته نامعلومو وسلهوالو یو مور له درې لوڼو سره یوځای وژلې او د دې کورنۍ دوه نور غړي یې ټپیان کړي دي. د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ ازادي راډيو ته وویل، پېښه تېره شپه د مرکز اړوند التمور په سیمه کې رامنځته شوې ده. ښاغلی لونګ زیاتوي: "تېره شپه مرکز ته څېرمه د التمور په سیمه کې نامعلومو وسلهوالو یوه مور له خپلو درې لوڼو سره په شهادت رسولې او د دې کورنۍ دوه نور غړي چې یو یې نارینه او بله ښځه ده، ټپیان کړي دي." د لوګر امنیه قومانداني وایي، پولیس د پېښې ځای ته... Читать дальше...
تېره شپه په خوست کې د ولسي جرګې د یو پخواني نوماند په ګډون ۸ کسان د ناڅرګندو وسلهوالو په ډزو وژل شوي. د خوست امنیتي چارواکي وايي، د تریزیو او علي شېرو ولسوالۍ اړوند د روغتیايي کلینیک په سیمه کې د ولسي جرګې پر پخواني کاندید عبدالولي اخلاص او د هغه پر ملګرو وسلهوال برید شوی دی. د خوست د امنیه قومندانۍ ویاند عادل حیدر د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "تېره شپه شااوخوا نهه نیمې بجې د خوست ولایت د علي شېرو کلینیک ته څېرمه، د ولسي جرګې پر پخواني نوماند عبدالولي اخلاص د نامعلومو کسانو برید کې وژل شوی دی. Читать дальше...
د لیکوال په اند دا بريدونه د افغانانو د سر سړيو په تېره بيا پر هغو ديني عالمانو کېږي چې د دغه دښمن لهخوا ناروا جګړه غندي او د اسلامي او انساني ارزښتونو پر خلافيې بولي.
په مقاله کې د ملګرو ملتونو هغه راپور ته هم اشاره شوې چې وايي طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې ساتلې دي.
د دوشنبې د حکومت مخالف فعال حزبالله شاه وليزاده چې په مارچ میاشت کې اتریش تاجکستان ته وسپاره، د افراطیت په تور په ۲۰ کاله بند محکوم شو. د شاه وليزاده د کورنۍ غړي وايي چې نوموړی د یوې افراطي ډلې په فعالیتونو کې په ګډون او په ستر خیانت له تورنېدو وروسته درې ورځې مخکې په بند محکوم شو. د تاجکستان سترې محکمې د شاه وليزاده د محاکمې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او ویېویل چې د نوموړي دوسیه محرمه ده. د حزبالله پلار عبدالله شاه وليزاده ازادي راډیو ته وویل چې د محکمې جریان ته د دوی د کورنۍ هېڅ غړی هم نهو، بلل شوی. Читать дальше...
ناټو پرون له اوکراین سره د نږدېوالي یو نوی پړاو پیل کړ او د پخواني شوروي اتحاد دې جمهوریت تهیې د پراخو امکاناتو د لرونکي شریک حیثیت ومانه. ناټو پرون د جون په ۱۲مه په یو بیان کې وویل دا اقدامیې وروسته له هغه وکړ چې کیف له یورو اتلانتیک امنیتي ټولنې سره لېوالتیا څرګنده کړه. اوکراین ته د دې حیثیت ورکول د ناټو د هغه نوښت یوه برخه ده چې غواړي له خپلو هغو شریکانو او متحدانو سره چې د ناټو په مشرۍ مأموریتونو او عملیاتو کې د پام وړ برخه اخلي، همکاري نوره هم پراخه کړي. ناټو وايي چې اوکراین د افغانستان... Читать дальше...
د بېپولې خبریالانو سازمان پر ایرانۍ ژورنالېستې او د بشري حقونو پر فعالې نرګس محمدي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د حکومت په بند کې ده، لګول شوي تورونه غندلي دي. دغه سازمان چې مرکز یې په پاریس کې دی پرون (د جون په ۱۲) نېټه په یوه بیان کې په ایران کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپورټر جاوېد رحمان څخه وغوښتل چې سمدستي لاس په کار شي او له بنده د دې خبریالې د خلاصون لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي. د بېپولې خبریالانو سازمان د ایران او افغانستان د برخې مشر رضا معیني... Читать дальше...
په پام کې ده چې سلګونه محصلین او نور عام افغانان د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له هند څخه په دوو نورو الوتنو کې کابل ته ولېږدول شي. په نوې ډېلي کې د افغانستان سفارت شارژدافیر طاهر قادري تېره شپه ازادي راډیو ته په دې اړه نور جزئیات ورکړل: "دوو الوتنو ته مو چې د جون په ۱۴ او ۱۵مو نېټو به د اریانا او کامایر هوايي شرکتونو لهخوا ترسره شي جواز اخیستی دی. له نېکه مرغه ډېر افغانان او زموږ محصلین چې زدهکړې یې پای ته رسولې دي کولای شي چې په دې الوتنو کې خپل هېواد ته ستانه شي." په تېره مارچ میاشت کې وروسته... Читать дальше...
طالبان وايي چې پرون د غبرګولي په ۲۳مه نېټهیې د حکومت اړوند ۲۰ سرتېري له بنده خوشې کړي دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېر ماښام پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د پوځ او پولیسو ۲۲ تنه سرتېري یې په کاپیسا، پروان او سمنګان ولایتونو کې له بنده خوشې کړي دي. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موافقه کې ویل شوي چې افغان حکومت به د طالبانو پنځه زره او طالبان به د حکومت زر تنه بندیان خوشې کوي. افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو درې زره بندیان خوشې کړي، خو ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې... Читать дальше...
سعودي عربستان او متحده ایالاتو د پلازمېنې کابل په یوه جومات کې پرونۍ بمي حمله وغندله. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې د دې هېواد رسمي خبري اژانس خپور کړی، د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو، افغان حکومت او د افغانستان له خلکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده. په بیان کې راغلي چې سعودي عربستان له ترورېزم او د افراطیت له ټولو ډولونو سره په مبارزه کې د افغان حکومت په څنګ کې ولاړ دی. د منځنۍ او جنوبي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال دفتر هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې... Читать дальше...
په دې راپور کې چې د روانې میاشتې په پای کې به رسماً خپور شي راغلي چې پر ځینو موندل شويو شواهد د ایران تجارتي نښې او یا په فارسي ژبه لیکنې لیدل شوې دي.
همدې مؤسسې مخکې له دې بشري مرستو ته د اړو افغان ماشومانو شمېر ۵،۲۶ میلیون ښودلی و.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости