Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 18.06.2020

ځلا ځاځۍ غواړي نورې ښځې هم پولیسانې شي

Mashaalradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د جون پر اتمه، د خوست امنیه قوماندانۍ په جنايي څانګه کې یوه افسره پر دنده وګومارله چې پر ټولنیزو رسنیو یې په حق او مخالفت کې بحثونه پیل شول. ځلا ځاځۍ په ترکیې کې د پولیسو له اکاډمۍ زده کړې کړې دي. په دې ویډیويي مرکه کې مو ورڅخه د هغې پر وړاندې د څرګندونو او د دندې په اړه پوښتلي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت د ۶۳۴.۶ میلیونه افغانیو کرنیزو پورونو خبر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د ۶۳۴.۶ میلیونه افغانیو کرنیزو پورونو خبر ورکوي. د دې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرنیزو پورونو منظوري کميټې جلسې کې د معلوماتو وړاندې کولو او د کمیټې غړو ته قناعت بخشه ځوابونو ویلو وروسته ۶۳۴.۶ میلیونه افغانیو کرنیز پورونه ومنل شول. هغه وویل په ټوله کې درې ډوله پورونه تأیید شوې، یو ډول یې د مالي موسسو اړوند دي چې تر پنځو کلونو وخت لري او هر کال به اتو ولایتونو کې له زرو کروندګرو زیات ورڅخه برخمن شي. د رستمي په خبره د پور دوهمه برخه د خوړو د تولید... Читать дальше...

عاطف مشعل: راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته افغان صادرات پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل وايي، د راتلونکې اوونۍ له دوشنبې ورځې به د تورخم، سپین بولدک او غلام خان له لارو پاکستان ته د افغان صادراتو لړۍ پیل شي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې د نن ورځې تر پایه به د دواړو هېوادونو د تطبیق کمیټو ناستې تر سره او په ۲۲ به عملاً پاکستان ته د افغانستان صادرات پيل شي. دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس خپرېدو سره سم پاکستان خپلې پولې د افغانستان پر وړاندې وتړلې خو دوه میاشتي وړاندې د افغان حکومت هڅو پر بنسټ پاکستان افغانستان ته واردات پيل کړل خو لا هم صادرات په ټپه ولاړ و. Читать дальше...



دفاع وزارت: د ملي اردو او وسله والو طالبانو نښته کې ۱۳ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، طالبانو بېګا نیمه شپه د کندهار په میانشین ولسوالۍ کې د ملي اردو پر پوستو بریدونه وکړل. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، د طالبانو برید له شدید مقاومت سره مخ شو او په ځوابي ډزو کې ۱۳ طالبان ووژل شول. دفاع وزارت دغې جګړه کې دولتي سرتېرو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌دي ویلي، خو یوې باوري سرچینې په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي، برید کې د ملي اردو ۳ سرتېري وژل شوي او شااوخوا لس نور ژوبل شوي دي. طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه‌دي ویلي.

چارواکي: هرات کې له مرکزي زندانه ۱۱ طالبان خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د هرات سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ښار له مرکزي زندانه ۱۱ طالبان خوشې شول. د هرات د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دغو کسانو ژمنه اخیستل شوې چې بیا به د جګړو لیکو ته نه ځي. له دې وړاندې هم د هرات له زندانه ۴۰ طالبان ازاد شوي وو. افغان حکومت او طالبانو د زندانیانو د ازادېدو لړۍ چټکه کړې او تېره ورځ ناوخته افغان دولت څه باندې ۴۰۰ طالب زندانیان ازاد کړل او طالبانو لسګونه. له دې سره د خوشې شویو طالب زندانیانو شمېر نږدې ۳۵۰۰ شو او د ملي امنیت شورا له دې وړاندې ویلي و، پاته ۱۵۰۰طالب زندانیان به هم خلاص شي.

پکتیا کې ماین چاودنې درې ملکیان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، پکتیا کې د ماین چاودنې درې ملکیان وژلي او یو بل‎یې ټپي کړی دی. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه ماین تېره ورځ د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې وچاودېد چې یوه ښځه او دوه نجونې یې ووژلې او یو ووړ ماشوم‎یې ټپی کړ. د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ماین د طالبانو له‎خوا ځای پر ځای شوی و او د دغې کورنۍ غړي هغه مهال پرې وربرابر شول چې له یوه واده کور ته ستنېدل. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.



کرملېن له کرونا د پوتین د ساتلو لپاره د ضد عفوني ځانګړی تونل جوړ کړی

Pa.azadiradio.com 

راپورونه وایي چې کرملېن له کرونا ویروس څخه د ولسمشر ولادیمیر پوتین د خوندیتوب لپاره د ضد عفوني یو ځانګړی تونل جوړ کړی دی. ریا نووستي دولتي اژانس د سې شنبې په ورځ خبر ورکړ، هغه وسایل چې په پینزا ښار کې د یوه شرکت له لوري جوړ شوي له مسکوه بهر د پوتین د استوګنې په ځای کې نصب شوي دي. په ورته وخت کې اسوشیټډ پرس اژانس د ولسمشر پوتین د ویاند دمیتري پسکوف په وینا خبر ورکړ چې له دغو وسایلو څخه یو د پوتین په کور کې او دوه په کرملېن کې ځای پر ځای شوي دي. روسي چارواکو د چهارشنبې په ورځ د کرونا ویروس د... Читать дальше...

سټولټنبرګ: امریکا له ناټو سره جرمني کې د پوځیانو پر کمېدو خبرې کوي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سرمنشي وایي، متحده ایالات د ناټو له غړو سره په جرمني کې د خپلو پوځیانو د شمېر پر کمېدو خبرې کوي. له جرمني څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پلان د ناټو یو شمېر غړي اندېښمن کړي دي. ینس سټولټنبرګ د چهارشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې په جرمني کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د کمېدو پر مسئله بحث روان دی. ښاغلی سټولټنبرګ زیاتوي: "د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په ټول قوت دا خبره تصرېح کړه چې پرته له څه شکه، متحده ایالات د اروپا امنیت ته ژمن دی او متحده ایالات... Читать дальше...

د افغانستان ملي اردو د 'مرګ قطعه' فارغه شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي اردو د مرګ قطعې ۷۳ کسیزه ډله له ځانګړو زده‌کړو فارغه شوه. په دې مناسبت پرون د کابل د پلچرخي په سیمه کې د ملي لوا په ګارنېزیون کې ځانګړي مراسم ترسره شول. د ځانګړو ځواکونو د چارواکو په وینا له شااوخوا زر تنه کمانډو ځواکونو دا کسان انتخاب شوي وو چې پنځه میاشتې یې زده‌کړې وکړې او تمرینات‌یې ترسره کړل. د مرګ قطعې تر دې مخکې ۲۰۰ سرتېري لرل.

'کاپیسا کې د طالبانو تر ځمکې لاندې یو پناهځای له‌منځه وېوړل شو'

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې امنیتي چارواکي وایي چې تر ځمکې لاندې یې د طالبانو یو پناهځای له‌منځه وړی دی. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش ازادي راډیو ته وویل چې دا پټنځای په نجراب ولسوالۍ کې پرون ونړول شو، د عملیاتو پر مهال درې طالبان ووژل شول او درې تنه‌یې ټپيان شول. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دې ویلي.

د افغانستان یوه خصوصي شرکت د لومړي ځل لپاره ماشین الات صادر کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان یوه خصوصي شرکت د لومړي ځل لپاره تاجکستان ته زراعتي ماشین الات صادر کړل. په ننګرهار کې جاوېد افغان شرکت وایي، ۱۲ ترېشر ماشینونه‌یې چې غنم له پروړې بېلوي، تاجکستان ته استولي دي. د دې شرکت رئیس او څښتن تور ملنګ شګیوال ازادي راډیو ته د چهارشنبې په ورځ وویل، هر ماشین ۲۰۰ زره افغانۍ پلورل شوی دی چې د سې شنبې په ورځ تاجکستان ته ورسېدل. ښاغلی شګیوال زیاتوي: "د دې ماشین الاتو ۷۵ په سلو کې خام مواد د افغانستان د داخل دي. موږ د اوسپنې د ویلي کېدو فابریکه لرو چې د دې ماشین الاتو پرزې جوړوي... Читать дальше...

ناټو غواړي افغانستان کې پوځیان کم کړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د بلجیم له پلازمېنې بروکسل څخه د وېډيو کنفرانس له لارې وویل چې په افغانستان کې یې د پوځیانو شمېر له شااوخوا ۱۶ زرو نږدې ۱۲ زرو ته راکم کړی دی او دا بهیر به ادامه پيدا کړي.



Москва

Топ-5 самых ярких зарубежных архитектурных проектов на первичном рынке Москвы


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: Активно укрепляем отношения с Китаем



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Сергей Арутюнов

Триумфальное возвращение Льва Лещенко на сцену спустя месяцы затишья. Артист презентовал дуэт с солистом группы “Парк Горького” Сергеем АРУТЮНОВЫМ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча


Людмила Самсонова

Теннисистка Самсонова вышла в финал турнира в Хертогенбосхе



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Агентство Pro-Vision удостоено награды за бесшовную трансформацию имиджа заказчиков после ухода западных владельцев



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России