ټرمپ له مارچ وروسته لومړۍ غونډه په تُلسا کې جوړه کړه
د امریکا د متحده ایالاتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له مارچ میاشتې وروسته خپله لومړۍ پراخه غونډه اکلاهما په تُلسا کې جوړه کړه. د کرونا ویروس په ارتباط تر لګول شویو محدودیتونو وروسته ټرمپ هڅه کوي، چې بیا د ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو لپاره خپل کمپاین تنظیم کړي. دا پراخه غونډه د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه له اندېښنو سره-سره په اکلاهما ایالت کې جوړه شوه، چې د کرونا ویروس تازه پېښې په کې په وروستیو کې زیاتې شوې دي. ډونالډ ټرمپ په خپلو خبرو کې ډاډ وښود، چې دی به خپل سیال کاندید جوبایډن ته چې ده د خوبولي خطاب ورته وکړ، ماتې ورکړي. Читать дальше...