Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Июнь
2020

Новости за 25.06.2020

دفاع وزارت: طالبانو نیمروز او بغلان کې پر پوستو بریدونه کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، طالبانو تېره شپه د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ او د بغلان په ډنډ غوري سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي. دغه وزارت په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې په نیمروز کې د طالبانو شوی برید په شا تمبول شوی او ځوابي ډزو کې یې پنځه طالبان وژل شوي دي. دفاع وزارت وایي، دغه برید کې حکومتي ځواکونو ته زیان نه‌دی اوښتی. دغه وزارت ادعا کوي چې د بغلان ډنډ غوري سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د طالبانو ډله‌ییز برید شنډ کړی او ۶ طالبان‌یې وژلي دي. چارواکي وایي، ډنډ غوري... Читать дальше...

د ترورېزم په اړه د امریکا راپور: ایران د ترهګرو ناوړه ملاتړی دی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو حکومت وایي، د دې سربېره چې ایران، د اسلامي دولت افراطي ډلې او القاعده شبکې تېر کال شکست وخوړ، بیا هم سختو ترورېستي ګواښونو ادامه پيدا کړه. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د ترورېزم په اړه د ۲۰۱۹ کال راپور پرون خپور کړ. په دې راپور کې ایران د ترهګرو ناوړه ملاتړی بلل شوی دی. په راپور کې راغلي چې تهران تېر کال هم د القاعده د تسهیلاتو یوې شبکې ته اجازه ورکړه چې په ایران کې فعالیت وکړي او له هغه ځایه د افغانستان او سوریې په څېر سیمو ته چې شخړې دي، وسله‌وال واستوي او پیسې ولېږي. Читать дальше...



'ای‌اېم‌اېف' د نړۍ د روان او راتلونکي کال د اقتصادي ودې راپور خپور کړ

Pa.azadiradio.com 

د پیسو نړیوال صندوق (ای‌اېم‌اېف) د نړۍ د روان کال او راتلونکي کال د اقتصادي ودې راپور خپور کړ. (‌ای‌اېم‌اېف) د چهارشنبې په ورځ وویل چې ۴،۹ فیصده به اقتصادي وده کمه شي. دا مؤسسه چې مرکز یې په واشنګټن کې دی، ۱۰ اوونۍ مخکې یې هم راپور خپور کړی و او د هغه وخت له راپور څخه اوسنۍ وړاندوینه ۱،۹ فیصده ټیټه ده. (ای‌اېم‌اېف) وایي چې په ۲۰۲۱ کال کې به اقتصادي وده ۵،۴ ته ورسېږي ځکه چې د نړۍ اقتصاد به هغه څه تر هغه وخت پورې ترلاسه نه‌کړي چې د کرونا ویروس په وخت‌یې له لاسه ورکړي دي. د وړاندوینې له مخې به... Читать дальше...

پاکستان کې د تېرې میاشتې د الوتکې د غورځېدو علت انساني تېروتنه وه

Pa.azadiradio.com 

د ابتدایي تحقیقاتو له نتیجې ښکاري چې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تېرې میاشتې د الوتکې د غورځېدو علت انساني تېروتنه وه. په دې پېښه کې ۹۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د پاکستان د ملکي هوایي چلند وزیر غلام سرور خان پرون د دې نتیجو د اعلان پر مهال وویل چې (اییر بس-۳۲۰ اې) الوتکې کومه ستونزه نه‌لرله، خو پيلوټ د هغه مرستیال او د څارنې برج لارښوونې نه‌دي رعایت کړي. د پاکستان د هوایي چلند د دې الوتکې د غورځېدو له پېښې یوازې دوه تنه ژوندي پاتې شول. د (پي‌ای‌اې) دې الوتکې د مې په ۲۲مه مخکې تر دې سقوط وکړ چې د جناح په نړیوال هوایي ډګر کې کېني.

چارواکي: د لوګر-کابل د لارې امنیت لپاره هڅې ګړندۍ شوي

Pa.azadiradio.com 

د لوګر چارواکي وایي چې د لوګر-کابل د لارې د امنیت لپاره‌یې هڅې ګړندۍ کړې دي. د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د کورنیو چارو له وزارت سره په ارتباط کې دي او هیله ده چې ډېر ژر وضعیت ښه شي. هغه زیاته کړه: "تمه ده چې په لنډ راتلونکي کې د دې لویې لارې په امنیتي وضعیت او په مجموع کې د لوګر په امنیتي وضعیت کې مثبت تغییرات راشي، خو طالبان ډېر کله چریکي بریدونه کوي چې مخنیوی یې اسانه نه‌دی. امنیتي ځواکونه په دې ولایت کې په لوړ مورال له طالبانو سره جګړه کوي او اجازه به ورنه‌کړي... Читать дальше...

د اماراتو د هوایي چلند الوتنې نن کابل ته پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې نن د اماراتو د هوایي چلند الوتنې کابل ته شروع شي. له څه باندې درې میاشتو راهیسې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله افغانستان ته بهرنۍ او د افغانستان دننه الوتنې ځنډول شوې وې. پرون لومړی بهرنی پرواز د ترکش ایرلاین و چې کابل ته‌یې ۳۵۰ مسافر انتقال کړل. د داخلي الوتنو په لړ کې تمه ده چې خوست ته پروازونه پيل شي. د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل: "موږ وتوانېدو چې راتلونکې اوونۍ د خوست او کابل ترمنځ پروازونه بېرته پيل کړو او ټولې هغه لارښوونې چې د کرونا ویروس د مخنیوي... Читать дальше...

پر افغان سوله د پاکستان او ایران ځانګړو استازو خبرې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان او ایران استازو پر افغان سوله خبرې وکړې. ایراني رسنۍ خبر ورکوي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صدیق خان سره پرون وغږېده. د دې ټيلیفوني مکالمې جزئیات نه‌دي خپاره شوي، خو دا خبرې په داسې وخت شوې دي چې روانه اوونۍ د یکشنبې په ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د یوه پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر ایران ته ولاړ او د بېلابېلو دوه اړخیزو موضوعاتو ترڅنګ‌یې د سیمې پر ثبات او امنیت له ایراني چارواکو سره خبرې وکړې.



Москва

Совместное заявление участников круглого стола, приуроченного ко «Дню защиты прав безвинно осужденных»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Более пяти тысяч семей в СВАО получили новые квартиры по реновации



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Нюша

Певица Нюша опубликовала фото в купальнике на пляже




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Этот спорт воспитывает силу и упорство»: Вице-спикер Народного Хурала Бурятии приняла участие в открытии чемпионата России по гиревому спорту

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов 12 июня установил мировой рекорд по чеканке мяча в «Лахта Центре»

ЕВРО-2024: большой футбол ждет слушателей «Авторадио»


WTA

«ITF решила пойти по пути WTA и ATP, которые давно допускают россиян» — Янчук



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России