'د ایران دولتي ټلوېزیون د ۳۵۵ تنو په زوره اخیستل شوی اقرار خپور کړی'
د بشري حقونو دوو مؤسسو په یوه ګډ راپور کې تور لګولی چې د ایران د دولت تر کنټرول لاندې ټلوېزیون د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د ۳۵۵ تنو په زوره اخیستل شوی اقرار خپور کړی څو مخالفان وځپي او وبېروي. دا راپور پرون (پنجشنبه) لندن مېشتې د ایران لپاره عدالت، او پاریس مېشتې د بشري حقونو لپاره نړیوال فدراسیون خپور کړ. راپور وايي، د ایران اسلامي جمهوریت له ډېرو وختونو راهیسې پر نیول شویو کسانو د هغه څه اقرار کوي چې مستنطقانیې ورته دېکته کوي او دولتي ټلوېزیون هم د دغو اعترافونو په تولید او خپراوي کې برخه لري.