"سمندرونو کې د ایسارو ماڼوګانو وضعیت ته دې رسیدګي وشي"
د ملګرو ملتونو سازمان ټینګار کړی چې په سمندرونو کې د ایسارو لکونه ماڼوګانو وضعیت ته رسیدګي وشي. دا ماڼوګان یا د بیړیو کار کوونکي، چلوونکي او خدماتي منسوبین د کوویډ – ۱۹ یا کرونا وبا په خاطر د بېلابېلو هېوادونو له خوا د سفر د محدودیتونو په سبب څو میاشتې له کورونو لېرې پاتې دي او د بېرته ستنېدو اجازه نه ده ورکړل شوې. د ملګرو ملتونو سازمان ۱۹۳ غړیو پرون په یوه غیر اجرايي پرېکړه لیک کې له دولتونو وغوښتل چې کورونو ته د دغو ماڼوګانو د ستنېدو غمه وخوري. شاوخوا څلور لکه دا خلک په بېلابېلو سمندرونو کې ایسار دي او د ستنېدو اجازه نه لري. Читать дальше...