سرګي لاوروف نن د بوسنیا هرزګوېنا د درې اړخیزې ادارې له استازو سره ګوري
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په پام کې لري نن د بوسنیا هرزګوېنا د درې اړخیزې ادارې له ټولو درېیو استازو سره وګوري. نن بوسنیا ته د لاوروف دوهمه او وروستۍ ورځ ده. نوموړی به د دغو لیدنو ترڅنګ له خپل بوسنیایي سیال بیسرا تورکویچ سره هم وګوري او بیا به په یوه خبري غونډه کې برخه واخلي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د هغې موافقې د کلیزې په مناسبت بوسنیا ته سفر کړی چې د ۱۹۹۵ کال د ډسمبر پر ۱۴مه لاسلیک شو او ورسره د دې هېواد څلور کلنې جګړې ختمې شوې. لاوروف ویلي چې د «Dayton» ډې ټون په نوم دا موافقه باید په هېڅ ډول بدله نهشي. Читать дальше...