د امریکا حکومت پر خپلو یو شمېر شبکو سایبري حمله تأیید کړه
د امریکا حکومت تأیید کړه چې په دې وروستیو کې یې پر یو شمېر شبکو سایبري حمله شوې ده. حکومت دا حمله لویه او دوامداره بللې ده. په هغه ګډ بیان کې چې پرون چهارشنبه د امریکا د فدرال پولیسو تحقیقاتي ادارې اېف بي ای، د سایبر امنیت او د بنسټیزو تأسیساتو د امنیت ادارې او د ملي استخباراتو رئیس خپور کړی، ویل شوي چې وضعیت د ودې په حال کې دی او پلټونکي پر دې کار کوي چې د دغې حملې پر بشپړ پراخوالي ځان پوه کړي. پلټونکو ویلي چې په دغه حمله کې د فدرال حکومت شبکې اغېزمنې شوې دي. په بیان کې دغهراز ویل شوي... Читать дальше...