ولسمشر غني د سولې د خبرو لپاره طالبان کندهار ته ور وبلل
ولسمشر محمد اشرف غني په کندهار کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته په وینا کې طالبانو ته بلنه ورکړه چې د سولې د مذاکرات راتلونکی پړاو په کندهار کې ترسره کړي. ولسمشر غني چې د پنجشنبې په ورځ یې د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کې د دیني عالمانو یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې طالبان دې سیاست د زور له لارې نه بلکې د خبرو له لارې وکړي. ولسمشر غني زیاته کړه چې دوى د پنځه زره طالب بنديانو په خوشې کولو سره د سولې په برخه کې خپله اراده ثابته کړه او بايد وسله وال طالبان هم جګړه او وژنه ودروي. ښاغلي غني په ټینګار... Читать дальше...