بریتانیا کې د کرونا نوی ډول؛ صدراعظم جانسون سخت بندیزونه اعلان کړل
د بریتانیا صدراعظم سر له نن څخه په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره سخت بندیزونه اعلان کړل. بورېس جانسون دا بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړل چې په دغه هېواد کې د کرونا یوه نوي ډول چې ډېر ژر سرایت کوي، په اروپا کې د خطر زنګونه کړنګولي دي. صدراعظم جانسون او بریتانیايي متخصصانو ویلي چې د کرونا دا نوی ډول تر لومړني هغه په سلو کې ۷۰ ډېر سرایت کوي. دا ویروس لومړی پلا د سپټمبر په نیمايي کې د انګلستان یا انګلنډ په جنوب ختیځ کې څرګند شو او اوس په لندن کې ډېر دی. د بریتانیا... Читать дальше...