ارګ: برید کول او بیا ترې انکار د سولې په نوم د طالبانو سټراټېژۍ ده
افغان حکومت وايي، برید کول او بیا ترې انکار، د سولې په نوم د طالبانو د سټراټېژۍ یوه برخه ده. ولسمشرۍ ماڼۍ په کابل کې وروستۍ هدفي وژنې او بریدونه د طالبانو د "برید او انکار" په نوم د هغې سټراټېژۍ برخه بولي چې په خبره یې، د سولې په نوم یې مخته وړي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په سهار په خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "له دې بریدونو موخه د وېرې، وحشت او ناهیلۍ خپرول دي او طالبان غواړي په دې کار سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او خلکو ترمنځ واټن پیدا کړي. " ښاغلی صدیقي زیاتوي، له دې کار د... Читать дальше...