د کریمې بلوڅ د مرګ لا پلټنې دې وشي: نیویارک مظاهره
کريمې بلوڅ د پاکستان امنيتي ځواکونه د خلکو په تریتمولو (غيبولو) او شکنجه کولو تورنول او په دې لړ کې به يې تقریرونه او مظاهرې کولې. پوځ دا تور ردوي.
کريمې بلوڅ د پاکستان امنيتي ځواکونه د خلکو په تریتمولو (غيبولو) او شکنجه کولو تورنول او په دې لړ کې به يې تقریرونه او مظاهرې کولې. پوځ دا تور ردوي.
د سولې دوهم پړاو خبرو د پیل نېټې د رانږدې کېدو سره سم، دواړه لوري د مذاکراتو پیل ته خپل چمتووالی ښيي. د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، د دوی مذاکره کوونکی پلاوی چمتو دی چې په ټاکل شوې نېټه د قطر په دوحه کې له طالب پلاوي سره د خبرو مېز ته کېني. د دې شورا مرستیال عزیزالله دین محمد د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د مرغومې ۱۱» ازادي راډیو ته وویل، مذاکره کوونکي پلاوي ته ویل شوي چې هڅه وکړي، څو په دې پړاو خبرو کې له طالبانو سره یوې پایلې ته ورسېږي. ښاغلی دین محمد زیاتوي: "د هغې هوکړې پر بنسټ... Читать дальше...
د پکتیا ځايي چارواکي د ښځو او نجونو یادې ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي، چې په نېږدې راتلونکې کې به د ګردیز ښار د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي د انټرنیټ د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شي.
د افغانستان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ځايي خلک ویلي چې د اچین په یو پوځي مرکز کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو فعالیتونه پیل کړي چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی. اوس مهال د اچین په پوځي مرکز کې افغان ځواکونه ځای پرځای دي. اچین ولسوالۍ په ختیځ کې د داعش اصلي مرکز بلل کېده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
د ننګرهار ولایت له اچینه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دغلته داعش وسله والو یو وار بیا سر راپورته کړی دی. د سیمې خلکو ویلي چې په د اچین په یو پوځي مرکز کې د مېشتو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په دې ولسوالۍ کې طالب او داعش وسله والو فعالیتونه پیل کړي چې د خلکو ژوند یې سخت کړی دی. اوس مهال د اچین په پوځي مرکز کې افغان ځواکونه ځای پرځای دي. اچین ولسوالۍ په ختیځ کې د داعش اصلي مرکز بلل کېده. نور حال په دې ویډیويي راپور کې وګورئ:
په ۲۰۲۰ز کال کې خلکو زیاته توجه د کورونا وایرس وبا په اړه خبرونو ته ورکړه خو پکې ځینې نورې مهمې پېښې هم وشوې لکه د ایران اعلا چارواکو وژنې، د ناګورنو قره باغ پر سر د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ جګړه او د امریکا ولسمشریز انتخابات. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې له بېلا بېلو اژانسونو ویډیوګانې اخیستې دي چې ورڅخه موږ دا رپورټ جوړ کړی.
د هند اسام ایالت چې د صدراعظم نرېندرا مودي متحدین هندو ملتپالیې واګې په لاس کې لري، هغه قانون تصویب کړ چې په دې ایالت کې ټول اسلامي ښوونځي تړي. د دې ایالت چارواکو ویلي چې دغو ښوونځیو سمې زدهکړې نهوړاندې کولې. مخالفو سیاستوالو پر دغه اقدام انتقاد کړی او ویلي یې دي چې دا پر اقلیت مسلمانانو د د هند اکثریت هندوانو لهخوا یوه حمله ده. د اسام ایالتي اسامبلې پرون چهارشنبه د دغه قانون مسوده تصویب کړه چې له مخې یې په دې ایالت کې تر اپرېل میاشتې پورې ټول څه باندې ۷۰۰ اسلامي ښوونځي یا دیني مدرسې تړل کېږي. Читать дальше...
د بریتانیا پارلمان له اروپایي ټولنې سره د دې هېواد له وتلو وروسته د سوداګرۍ تړون پرون تأیید کړ. د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون په وینا دغه تړون به د هېواد په تاریخ کې یو نوی باب پرانیزي. د بریتانیا د استازو جرګې ۵۲۱ غړو د ۷۳ په مقابل کې د دغه تړون ملاتړ وکړ او وروسته مشرانو جرګې هم هغه تأیید کړ. د دې لپاره چې هغه په قانون بدل شي، د بریتانیا د سلطنت منظوري ته هم اړتیا لري. د بریتانیا پارلمان دغه تړون یوه ورځ مخته تر دې چې بریتانیا رسماً له اروپایي ټولنې ووځي، تأییدوي. ښاغلي جانسون وویل،... Читать дальше...
په بوسنیا هرزګوېنا کې هغه سلګونه پناه غوښتونکي له یوه مبهم برخلیک سره مخامخ دي چې یوه بله شپهیې هم په یخنۍ کې تېره کړه. په پام کې وه چې د اسیا، افریقا او د منځني ختیځ شاوخوا ۹۰۰ کډوال کروېشیا پولې ته نږدې د لیپا له کمپ څخه چې څو ورځې مخکې په اور کې سوځېدلی او ویجاړ شوی، مرکزي ښار کونیڅ ته نږدې یوه موقتي کمپ ته ولېږدول شي، خو سیمهییزو چارواکو او د سیمې اوسېدونکو یې د لېږد مخه ونیوله. ډېرو دغو کډوالو تېره شپه د دغه کمپ په انګړ کې په خلاصه فضا کې تېره کړه. دغه کمپ ته د ډسمبر په ۲۳مه چې په... Читать дальше...
د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې یو لوړپوړی چارواکی د ماین په چاودنه کې ټپي او موټر چلوونکی یې ووژل شو. چاودنه نن سهار د کابل چهلستون (نه برجه) سیمه کې د چارو ادارې د سلاکارانو د انسجام ریاست د مرستیال جاوېد ولي پر موټر شوې ده. د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي پر خپله ټویټرپاڼه دا خبر خپور کړی او ویلي یې دي چې "د افغانستان دښمنان دومره ذلیل او بېوسه شوي چې د ملکي او پوځي اهدافو ترمنځ توپير نهکوي". د کابل پولیسو هم د مقناطیسي ماین دا چاودنه تأیید کړې، خو دا یې نهدي ویلي چې هدفیې څوک و. بل لور... Читать дальше...
په پکتیا کې ښځې شکایت کوي چې د دوی لپاره د مطالعې او انټرنټ ځانګړي ځایونه نهشته. د پکتیا ځايي چارواکي د ښځو او نجونو یادې ستونزې او غوښتنې پر ځای بولي او زیاتوي چې په نږدې راتلونکي کې به د ګردېز ښار د نجونو او هلکانو یو شمېر ښوونځي د انټرنټ د نوري فایبر له شبکې سره ونښلول شي. د ثنا په نوم په پکتیا کې د ښاري نسوان ښوونځي یوه زدهکوونکې وايي: "که ښځې مطالعه وکړي دا د دې سبب کېږي چې ټوله ټولنه باسواده شي، نو باید ښځو لپاره د مطالعې ځانګړي ځایونه او ښوونیز مرکزونه ورته جوړ شي، تر څو وکولای شي... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې د خلکو پر ژوند مقاله خپره کړې ده. د مقالې لیکوال لیکي، تر دوو لسیزو جګړو وروسته د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې په ځینو کې يې یو شمېر اصلاحات لیدل کېږي، خو د لیکوال په وینا، په ټوله کې بېره خپرول د دې سخت دريځې ډلې د قوماندې یوه اساسي برخه ده. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په دې مقاله کې په افغانستان کې د یوې ولسوالۍ په اړه لیکلي چې مشرانو یې له طالبانو وغوښتل چې د نجونو لپاره دې ښوونځي ته اجازه ورکړي، خو په ځینو ولایتونو... Читать дальше...
په کونړ کې د پيازو او الوګانو د ساتلو ۸۰ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "۴۰ پهکې د پيازو د ساتلو لپاره دي او ۴۰ پهکې د الوګانو د ساتلو لپاره دي. په دې کې په مجموعي شکل سره ۱،۴۰۰ او ۴۰ ټنه پياز او الوګان د درېیو میاشتو لپاره زېرمه کېدای شي." پر دې خونو ۴۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
جرمني به نن د کرونا وبا ضد د فایزر بیو ان تېک واکسین ترلاسه کړي، خو په ورته وخت کې برلین هڅې پیل کړي چې په اکسفورډ کې د کرونا ضد نوی جوړ شوی واکسین اروپایي ټولنه ژر تأیید کړي ترڅو له دې واکسینه هم استفاده وکړي. د جرمني چارواکو له اروپایي ټولنې غوښتي چې ژر تر ژره د 'کووېډ-۱۹' دوهم واکسین د اروپا لپاره تأیید کړي. څو ساعته مخکې تر دې غوښتنې لندن د ټولې بریتانیا لپاره د استرازینیکا واکسین تطبیق ته اجازه ورکړه. د جرمني د روغتیا وزیر یینز سپهن د استرازینیکا واکسین د ژر تر ژره ازموینې غوښتنه وکړه... Читать дальше...
د افغان دولت د سولې مرکچي پلاوي د مشر په وینا اوربند به د سولې د راروانو خبرو یو اصلي ټکی وي. معصوم ستانکزي پرون په کابل کې د ستراتېژيکو مطالعاتو په دفتر کې د خبرو د اجنډا نور ټکي هم روښانه کړل او ویېویل، په افغانستان کې د بهرنیو وسلهوالو برخلیک، له افغان خاورې د نورو بهرنیو هېوادونو پر ضد استفاده، د بدخشان په وردوج ولسوالۍ کې د بهرنیو وسلهوالو موجودیت، د افغان کډوالو ستنېدل خپل هېواد ته، د جګړې د قربانیانو حقوق او عادي ژوند ته د طالبانو د ستنېدنې موضوعات به هم د خبرو په اجنډا کې شامل وي. ... Читать дальше...
کابل ښاروالي وایي، ښاروال داوود سلطانزوی له قانوني پلوه دا مکلفیت نهلري چې د ولسي جرګې غونډې ته حاضر شي. د دې ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس نعمتالله بارکزي په یوه وېډیو پیغام کې چې له رسنیو سرهیې شریک کړ، وویل: "کابل ښاروال د افغانستان د ولسمشر د فرمان له مخې ټاکل شوی دی، له قانوني پلوه هېڅ مکلفیت نهلري چې د ولسي جرګې په غونډو کې برخه واخلي، خو له اخلاقي پلوه که چېرته اجنډا شریکه شي ستونزه نهشته چې ښاروال د ولسي جرګې په غونډو کې ګډون وکړي." ولسي جرګې، وروسته تر دې چې کابل ښاروال داوود... Читать дальше...
د امریکا متحده ایالاتو خزانې وزارت د ونزوئلا د قضا پر دوو چارواکو بندیزونه ولګول. دا هغه کسان دي چې په نومبر کې یې د امریکا د تېلو شپږ اجرایي مدیران په بند محکوم کړل. د بندیزونو له مخې د مېرمن لورینا کارونیلیس رویز او څارنوال رامون اسبینوزا شتمنۍ په متحده ایالاتو کې کنګل کېږي او له دوی سره راکړه ورکړه جرم ګڼل کېږي. د دې کسانو په مشرۍ په نومبر کې شپږ امریکایان جریمه شول او له اته تر ۱۴ کلونو په بند محکوم شول. امریکایي چارواکو د دې شپږ کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده. د امریکا خزانې وزیر ستیفن... Читать дальше...
د راپورونو له مخې د امریکا هوایي ځواکونو (بي-۵۲) الوتکې د درېیم ځل لپاره په تېرو څو میاشتو کې د خلیج پر سر تېرې کړې دي. دا الوتنې په سیمه کې د امریکا او د امریکا پر متحدانو د ایران د بریدونو د مخنیوي یوه هڅه انګېرل شوې ده. دې الوتکو خپل ۳۰ ساعته مأموریت له امریکا تر منځني ختیځ پورې پرون ترسره کړ. د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لوی درستیز جنرال کنېت مکنزي په خبرپاڼه کې ویلي دي چې واشنګتن په سیمه کې پر امریکایانو او د امریکا پر ګټو د هر ډول برید مخنیوي ته چمتو دی. د امریکا هوایي ځواکونو په تېرو ۴۵ ورځو کې پر سیمه دوه ځله الوتنې کړې دي. Читать дальше...
پاکستان اعلان وکړ چې سر له سبا به د افغانستان په ګډون ۱۹۱ هېوادونو ته ویزې انلاین ورکوي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد پرون په اسلاماباد کې خبري کنفرانس ته وویل چې افغانانو او چینایانو پخوا دا شکایت درلود چې د پاکستان د ویزو د اخیستو پر مهال له دوی رشوت اخیستل کېده. ښاغلی احمد وايي: "د جنوري له لومړۍ نېټې چې چین او افغانستان هم پهکې شامل دي انلاین ویزې به ورکول کېږي او دا ځکه چې د چین او افغانستان د ویزو د ورکولو په وخت ډېر شکایتونه وو چې د تمدید په وخت پيسې اخیستل کېږي او اداري... Читать дальше...
افغان چارواکي له لسګونو امنیتي پوستو د کندهار په ولایت کې د ځواکونو د په شا کېدو په برخه کې ضد او نقیض خبرې کوي. د ملي امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ ازادي راډیو ته وویل چې په کندهار کې له یو شمېر پوستو سرتېري په شا شوي دي: "په وروستیو کې یو تعداد پوستې امنیتي ځواکونو خوشې کړې وې، البته کومو کسانو چې غفلت کړی دی او له مؤجه دلیله پرتهیې پوسته خوشې کړې ده، هغوی مجازات شول، بندیان شول. کومو کسانو چې په جنګ کې یې خپل شهامت ښودلی هغوی د خپلو ارګانونو لهخوا همدارنګه د جمهوري ریاست له لوري مکافات شوي... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости