هرات ته او له پنجشیره کابل ته د ۴۰ کیلوګرامه چرسو د قاچاق مخه ونیول شوه
په هرات او پنجشير ولايتونو کې نژدې څلوېښت کيلوګرامه چرس د قاچاق کېدو پر مهال ونيول شول. د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډيو ته وويل، یو تن چې غوښتل يې ۳۰ کيلوګرامه چرس هرات ښار ته قاچاق کړي، پولیسو د موټرو د تلاشۍ پر مهال ونيو او تر لومړیو څېړنو وروسته يې عدلي او قضايي ادارو ته معرفي کړ. په دوهم ګام کې يو تن چې غوښتل يې ۱۷ کيلوګرامه چرس په يوه موټر کې له پنجشېر ولايت څخه کابل ته قاچاق کړي، پولیسو له نشه يي موادو سره یو ځای ونیو.