ډفېنس پوسټ: طالبانو تل په انتخاباتو کې ګډون رد کړی دی
ډفېنس پوسټ ډفېنس پوسټ خپرونې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د ولسمشر اشرف غني وړاندیز شوې طرحې ته پام اړولی دی. خپرونه لیکي، ولسمشر غني غواړي چې خپله دا طرحه د ترکیې غونډې ته چې دقیقه نېټهیې تر اوسه نهده معلومه، وړاندې کړي. دغه طرحه درې مهم ټکي لري. له طالبانو سره یوه سیاسي جوړجاړي ته رسېدل، د نړیوالې ټولنې تر څارنې لاندې د اوربند ټینګښت او تر وخت مخکې د ولسمشرۍ انتخابات. ډفېنس پوسټ وړاندې لیکي، طالبانو تل په انتخاباتو کې چې اکثرهیې له درغلیو، بېنظمیو او ان له حملو او تاوتریخوالي سره مل و، ګډون رد کړی دی. Читать дальше...