چارواکي: غزني کې د امان الله خان د ماڼۍ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه مخته تللي
د غزني له مرکزه کابو ۱۳۰ کیلومترۍ لېرې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ماڼۍ موقعیت لري. دغه درې پوړیزه ماڼۍ کابو ۹۵ کاله وړاندې د وخت باچا غازي امان الله خان په ځانګړي سپارښتنه د یو لړ موخو لپاره جوړه شوې وه، خو د تېرې ۱۴مې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې د کورنیو جګړو له امله سخته زیانمنه شوه. چارواکي وايي، اوس یې بېرته رغنیزې چارې په بشپړېدو دي. د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، د یادې ماڼۍ د بیارغونې چارې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې وې:... Читать дальше...