هرات کې ۵ افغان سرتېري ووژل شول
هرات کې پرون پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي. د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده ازادي راډیو ته وویل چې یکشنبه ماښام درې پولیس د هرات ښار په ۱۱مه حوزه کې د سړک غاړې یوې ماین چاودنې ووژل. اخوا د یکشنبې په ماسپيښين موټرسایکل سپرو بریدګرو د تورغونډۍ په بازار کې دوه افغان سرتېري په ډزو وژلي دي. د هرات والي عبدالوحید قتالي دا پېښه تأیید کړې او ویلي یې دي چې یو وسلهوال بریدګر هم په ځوابي ډزو کې وژل شوی. تر اوسه پورې چا د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.